نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سړي سر عاید د کمښت اندیښنې راپورته کړې.
یو شمېر اقتصاد پوهان یې لاملونه په هېواد کې دننه پراخه بې وزلي، د کډوالو بې ساري ستنیدونه او نورې ټولنیزې ستونزې بولي.
کله چې موږ له مجموعي څخه مصارف منفي کړو، خالص عاید پاتې کېږي، له لوړې کچې نیولې د کورنیو تر کچې، څومره چې خالص عاید لوړ وي، هومره د ښه اقتصاد معنا لري، خو که چېرې د خالص عاید کچه په کمېدو وي، د هغه معنا دا ده چې یا به مجموعي عاید او ګټې کمې شوې وي یا هم دا چې دا عاید به په خپل حال ويبشیر دودیال
نړیوال بانک د روان ۲۰۲۶ کال په می میاشتې په وروستیو کې په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۵ کې شاوخوا ۴.۸ سلنه وده کړې.
دوی ویلي، د نفوس د چټک زیاتوالي له امله د هر کس پر سر ناخالص عاید ۵.۶ سلنه کم شوی چې په ټکو یې،سره له دې چې د اقتصاد عمومي اندازه لوړېږي، خو د هر افغان پر سر اقتصادي ونډه راټیټېږي.
دغه شان د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د ۲۰۲۶ په می میاشت کې په خپله ارزونه ک ویلي چې د افغانستان اقتصاد دوهم پرلهپسې کال کې وده کړې، خو وده دومره نه وه چې د نفوس له زیاتوالي سره برابره شي.
د دغې ادارې په ټکو، په ۲۰۲۵ کې ۷۴ سلنه وګړي د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له پلوه له ناامنۍ سره مخ وو.
خو ناخالص عاید څه ته ویل کېږي؟ او ولې د اقتصادي وضعیت له نسبي ښه کېدو سره ناخالص عاید کم شوی دی.
د اقتصادي چارو پوه محمد بشیر دودیال ازادي راډیو سره خبرو کې داسې واضح کړه:
«کله چې موږ له مجموعي څخه مصارف منفي کړو، خالص عاید پاتې کېږي، له لوړې کچې نیولې د کورنیو تر کچې، څومره چې خالص عاید لوړ وي، هومره د ښه اقتصاد معنا لري، خو که چېرې د خالص عاید کچه په کمېدو وي، د هغه معنا دا ده چې یا به مجموعي عاید او ګټې کمې شوې وي یا هم دا چې دا عاید به په خپل حال وي خو مصارف به لوړ شوي وي، چې په دې صورت د خالص عاید کچه کمېږي.»
ښاغلی دودیال وایي د ناخالص عاید د کمښت اصلي لاملونه په هېواد کې دننه د تولید کمه کچه او د خلکو د لګښتونو ډېروالی دی.
خو کوم نور عوامل د دې سبب کېږي چې د یو هېواد د اقتصادي ودې سربېره، ناخالص عواید کم شي؟
د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي ازادي راډیو ته وویل:
«لومړی خو زښته زیات کډوال بېرته راستانه شوي،او تر څنګ یې افغانستان کې د نفوسو وده په کال کې له ۲.۳ سلنې تر ۲.۹ سلنې ده، او که موږ دومره اقتصادي وده هم ولرو دا کوم پرمختګ نه دی.»
لومړی خو زښته زیات کډوال بېرته راستانه شوي،او تر څنګ یې افغانستان کې د نفوسو وده په کال کې له ۲.۳ سلنې تر ۲.۹ سلنې ده، او که موږ دومره اقتصادي وده هم ولرو دا کوم پرمختګ نه دیازرخش حافظي
د یادونې ده چې نړیوال بانک خپل یاد راپور کې هم ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو افغانستان په وروستیو کلونو د ۳.۷ میلیونه افغانانو ستنېدل پر بشري مرستو، روغتیایي مراکزو، د کورنیو پر عاید،د کار بازار پر کمښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو د بیو پر لوړوالي او د خوړو د نا امنۍ پر کچې شدید فشارونه راوستي دي.
په افغانستان کې ناخالص عاید د تېر جمهوري نظام په وروستیو کې نژدې شل میلیارده ډالره و، خو د طالبانو د حکومت په راتګ او د بهرنیو مرستو په کمېدو په کې د پام وړ کموالی راغلی.
د نړیوال بانک د راپور له مخې ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان ناخالص عاید ۱۹.۹ میلیارده ډالره و، خو ۲۰۲۱ کال کې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، د ناخالص عاید کچه ۱۴.۲میلیارده ډالرو ته ټیټه شوه.
۲۰۲۲ کال کې دغه عاید ۱۴.۴، درویشتم کال کې ۱۷.۱، ۲۰۲۴ کال کې ۱۷.۷، او ۲۰۲۵ کال کې ۲۰.۳ ته ورسېد.
که څه هم د ناخالص عاید کچه د طالبانو د حکومت په پنځو کلونو کې په بره روان دی، خو د نفوس ودې، د کډوالو بیرته ستنېدو او د لګښتونو کچې ته په پام د سړي سر عاید کم شوی دی.
ښاغلی حافظي وایي که د سړي سر عاید کال په کال کمېږي، د خلکو ژوند به له اقتصادي اړخه ډېر وځپل شي:
«که د دې ناخالص سرانه عاید کموالی دوام ومومي،بې وزلي زیاتېږي، د خلکو د خرید (پیر) توان کمېږي او د دوی پر معیشت منفي اغېزي کوي.»
که د دې ناخالص سرانه عاید کموالی دوام ومومي،بې وزلي زیاتېږي، د خلکو د خرید (پیر) توان کمېږي او د دوی پر معیشت منفي اغېزي کويازرخش حافظي
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت نظر ولرو، خو ویاند یې عبدالرحمن حبیب له خبرو کولو ډډه وکړه.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد بیا ازادي راډیو ته وویل چې د وخت په پوره کېدو به په دې اړه خپل شپږ میاشتنی راپور له رسنیو سره شریک کړي.
که څه هم د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو د مرستیال دفتر د روان ۲۰۲۶ د اګست په لومړیو کې په یو بیان کې ویلي چې « په ۱۴۴۷ هـجري قمري کال» کې د کانونو، صنعت، سوداګرۍ، کرنې، ترانسپورټ او بانکدارۍ په برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی او د کورني تولید او پانګونې د پراخېدو یادونه یې کړې، خو د خلکو پر سر د ناخالص عاید د کلني وېش او کچې اړوند یې څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې مختلفو نړیوالو ادارو د افغانستان د اقتصاد او د کورنیو د ژوند د وضعیت اړوند اندېښنې ښودلې دي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې ویلي چې بې وزلۍ د کورنیو پر اقتصادي فشار ډېر کړی دی او یوازې په ۲۰۲۵ کې ۷۴ سلنه افغانان د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ وو او له ۸۰ سلنې څخه ډېرې کورنۍ پوروړې وې.
دغه شان د خوړو دغه سازمان د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې بیا اټکل کړی چې د ۲۰۲۶ تر سپتمبر پورې شاوخوا ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو د شدیدې ناامنۍ له خطر سره مخ دي.