د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د دوشنبې په ورځ په جده کې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له مشر اډمیرال براډ کوپر سره په سیمه کې د وروستي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د سعودي عربستان د دولتي رسنیو د راپور له مخې، په دې کتنه کې د سیمې پر روان وضعیت چې د یمن د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ پر یو بل د بریدونو له زیاتوالي سره لا کړکېچن شوی، خبرې وکړې.
په یمن کې د ایران ملاتړو حوثیانو په تازه بریدونو کې د سعودي عربستان ښارونه او د انرژۍ تأسیسات په نښه کړي و.
د روېټرز خبري اژانس د راپو له مخې دغه کتنه داسې مهال ترسره کېږي چې درې باخبره سرچینو دې اژانس ته ویلي چې څو ورځې وړاندې محمد بن سلمان د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه د حوثیانو پر وړاندې د پوځي مرستې غوښتنه کړې وه.
د سرچینو په وینا، ټرمپ د حوثیانو پر ضد د امریکايي مستقیمو بریدونو اجازه نهده ورکړې، خو واشنګټن ریاض ته د استخباراتي معلوماتو او د اهدافو په ټاکلو کې د مرستې ژمنه کړې ده.
د راپور له مخې حوثیانو په وروستیو بریدونو کې د سعودي عربستان د توغندیو او ډرونونو په وسیله د دې هېواد پوځي او نور مهم اهداف په نښه کړي و.
دغه ډله په یمن کې د سره سمندرګي په خوا کې پرتو سیمو کې هم پرمختګ کوي چې د بابالمندب ستراتېژیک تنګی هم پهکې شامل دی.
دغه تنګی له هرمز تنګي وروسته د نړیوالې سوداګرۍ او د تېلو د لېږد یوه بله مهمه سمندري لار بلل کېږي.
په عین حال کې په سیمه کې د شخړو د کمولو لپاره د ایران وروستۍ هڅې هم له خنډ سره مخ شوې دي.
هغه سیمهییزه غونډه چې ټاکل شوې وه د ایران په وړاندې د دوشنبې په ورځ د عمان په صلاله ښار کې د ایران او د خلیج د هېوادونو ترمنځ ترسره شي، وځنډول شوه.
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د هرمز تنګي د امنیت او د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ په اړه د هغې هوکړې په اړه خبرې وشي چې ایران او عمان پرې سلا کړې ده.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي وویل، غونډه د رغنده خبرو لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو په موخه بلې نېټې ته ځنډول شوې ده.
تهران بیا ویلي چې د ځینو سیمهییزو هېوادونو په غوښتنه غونډه ځنډول شوې ده.