د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۹

حوثیان د باب‌المندب تنګي ته ورسېدل

د ایران تر ملاتړ لاندې حوثي وسله‌وال
د ایران تر ملاتړ لاندې حوثي وسله‌وال

راپورونه وايي، د یمن حوثي وسله‌والو د سره سمندرګي پر ساحل د چټک پرمختګ په دوام، ساحلي ښار ذو باب نیولی او د ستراتیژیک میون یا پریم ټاپو ته په رسېدو سره د باب‌المندب تنګي ته رسېدلي دي.

د یمن حکومت څلورو سرچینو د جمعې په ورځ روېټرز ته ویلي چې حوثیان د باب‌المندب په تنګي کې میون ټاپو ته رسېدلي دي.

تر دې مخکې، دوو حکومتي سرچینو ویلي و چې دولتي ځواکونو له ټاپو شاتګ کړی او حوثیانو د ټاپو مخې ته پروت ذو باب ښار هم نیولی دی.

ذو باب د باب‌المندب تنګي پر غاړه موقعیت لري او میون ټاپو د همدې تنګي په منځ کې پروت دی.

د دغو دواړو سیمو کنټرول د نړۍ د یوه مهم سوداګریز سمندري مسیر د څار او کنټرول لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.

حوثیانو تر دې مخکې د تعز ولایت په جنوب کې ستراتیژیک المخا بندر او په سره سمندرګي کې حنیش ټاپوګان هم نیولي وو.

د سعودي عربستان یوه بې‌پیلوټه الوتکه چې حوثي یاغیانو نسکوره کړې ده.
د سعودي عربستان یوه بې‌پیلوټه الوتکه چې حوثي یاغیانو نسکوره کړې ده.

د روېټرز په وینا، د حوثیانو دغه پرمختګ ښيي چې دوی د یمن له شمال او ګڼ‌نفوسه سیمو څخه د خپل کنټرول له ټینګولو وروسته، اوس د هېواد د اوږدو لوېدیځو ساحلونو پر لور د خپل نفوذ د پراخولو هڅه کوي.

تر دې مخکې د یمن د حکومت څلورو پوځي سرچینو روېټرز خبري اژانس ته تأیید کړې وه چې حوثیانو د المخا تاریخي ښار نیولی دی.

المخا د باب‌المندب تنګي شاوخوا ۷۵ کیلومتره شمال ته موقعیت لري او دغه پرمختګ ښايي پر دې تنګي چې د نړۍ د سمندري سوداګرۍ له مهمو لارو څخه دی، د حوثیانو واک زیات کړي.

حوثیانو ته نږدې رسنیو تر دې راپور څو ساعته مخکې ویلي و چې د دوی ځواکونو په تعز ولایت کې د «خالد بن ولید» پوځي مرکز او المخا بندر لور ته تللې څلورلارې یې نیولې دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، حوثیانو د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان خمیس مشیط، ابها او جازان ښارونه په بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په نښه کړي او د دوی بریدونه د سعودي عربستان پر «ملي شتمنیو او زېربناوو» لا هم دوام لري.

د سعودي عربستان تر ملاتړ لاندې یمني ځواکونه چې له حوثیانو سره په جګړه دي.
د سعودي عربستان تر ملاتړ لاندې یمني ځواکونه چې له حوثیانو سره په جګړه دي.

یوه ورځ وړاندې هم د ابها، خمیس مشیط، جازان او نجران ښارونه د حوثیانو له‌خوا په نښه شول چې په وروستیو میاشتو کې پر سعودي عربستان د دوی پراخ بریدونه وګڼل شول.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۳ کسان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت هم ویلي چې د انرژۍ د سکټور یو شمېر تأسیسات په بریدونو کې لګېدلي، په ځینو کې یې اور لګېدلی او د یو شمېر تأسیساتو فعالیتونه په مؤقتي توګه درول شوي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG