د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۴۹

پاکستان کې د طب محصله فریحه؛ ښایي د طبي شورا پرېکړه یې د ډاکټرۍ خوب عملي نکړي

څلور کاله وړاندې، فریحه دفتاني او د هغې خور په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، پاکستان ته ولاړې څو په طبي برخه کې زده کړې وکړي خو د پاکستان د حکومت نوې پریکړه ښایي هلته هم دوی د زده کړو له دوام راوګرځوي او په کوریې کینوي.

د پاکستان طبي شورا د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۱۶مه، د پوهنتونونو د طب او غاښونو له څانګو د افغان محصلانو د ایستلو او د نویو افغان محصلانو د نوم ‌لیکنې د لغوه کولو امر کړی دی. دې پرېکړې د نجونو په ګډون سلګونه افغان محصلان له نامعلوم راتلونکي سره مخ کړي دي.

د دې شورا په وینا، دغه پرېکړه د پاکستان د ملي پالیسۍ له مخې چې له "حساسو مسلکي برخو" افغانان منع کوي، شوې ده.

آغلې دفتاني ازادي راډیو ته وویل، کله چې له دې پرېکړې خبره شوه، دا او ۲۱ نورې افغانې نجونې چې د فاطمه جناح په پوهنتون کې زده کړې کوي، ډېرې ناهیلي شوې.

یو ځل د طالبانو له وجې او اوس هم دلته دا حالت رامنځته شو

"ډېری هغه نجونې چې دلته دي، په افغانستان کې یې کانکور ورکړی و او یو یا دوه کاله یې زده کړې کړې وې. اوس دوی بیا له همدې وضعیت سره مخ شوې دي. یو ځل د طالبانو له وجې او اوس هم دلته دا حالت رامنځته شو. موږ ډېرې ناهیلې شوې یو. موږ پوهېږو چې که افغانستان ته ستنې شو، بیا به هېڅ څه ونه شي. طب هم یو سخت مسلک دی. موږ درې، څلور کاله زده کړې کړې دي؛ ځکه ټولې هغه زده کړې چې په پاکستان کې مو کړې وې، بې ‌ګټې پاتې کېږي."

فریحه دفتاني په افغانستان کې د تعلیمي محدودیتونو او بندیزونو له لګېدو وروسته، د علامه اقبال تحصیلي بورس له لارې د پنجاب ایالت په لاهور کې د فاطمه جناح طبي پوهنتون ته ولاړه.

نوموړې چې اوس د طب د څلورم کال محصله ده، د همدي تحصیلي بورس له لارې په قانوني ویزه پاکستان ته تللې ده.

د لاهوریوې محکمې چې افغان محصلانو له دغې پریکړې وروسته د خپلو ستونزه د هواري لپاره ورته مراجعه کړې وه، د جمعې په ورځ د وږي په ۲۰ د پاکستان د طبي شورا د دې پرېکړې د ځنډولو حکم صادر کړ.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا وکیل هڅه کړې وه چې دا موضوع له ملي امنیت سره وتړي؛ خو د محکمې قاضي خالد اسحاق ویلي چې دا موضوع په ښکاره ډول د ملي امنیت مسئله نه ده.

محکمې د پاکستان له روغتیا وزارت، د طبي او غاښونو طب شورا او د اړوندو طبي پوهنتونونو له چارواکو غوښتي چې خپل ځوابونه وړاندې کړي او محکمې د دې قضیې څیړنه د وږي تر ۲۷مې پورې ځنډولې ده.

د پاکستان دې پرېکړې په افغانستان او له هېواده بهر هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د نویو غبرګونونو په ترڅ کې د افغانستان وتلې سندرغاړې او د ښځو د حقونو فعالې اریانا سعید ویلي چې افغانې نجونې په هېواد کې له پراخو تعلیمي محدودیتونو سره مخ دي او دا پوښتنه یې مطرح کړې چې افغانې نجونې څنګه هغه هېواد ته ستنېدای شي چې هلته ورته راتلونکی نه شته. هغې له پاکستانه غوښتي چې خپله پرېکړه لغوه کړي.

ه پاکستان کې د دوی لپاره زده کړې یوازینۍ لار ده چې ور پاتې ده

اریانا سعید په هغه پیغام کې چې ازادي راډیو ته یې استولی، ویلي: "په پاکستان کې د دوی لپاره زده کړې یوازینۍ لار ده چې ور پاتې ده. د دې لارې تړل نه یوازې د هغوی د زده کړو د پای ته رسېدو په معنا ده؛ بلکې ښايي د کار فرصتونه او حتی د خپل ژوند د ژغورلو چانس هم ترې واخلي."

منتقدان وايي، دا پرېکړه د بشري اصولو او د افغان محصلانو له اساسي حقونو سره په ټکر کې ده او ښايي د طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوې د دواړو لورو پر علمي اړیکو او همکاریو هم اغېز وکړي.

د طالبانو حکومت چې خپله یې پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي او ان هغوی یې د اېګزیټ ازموینې له ورکولو هم منع کړي، د پاکستان پر دې پرېکړې نیوکه کړې او هغه یې "غیربشري" بللې ده.

د پاکستان دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي او له هغه وخت راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بېرته واک ته رسېدلي، د اسلام‌ا باد او کابل ترمنځ اړیکې هم له بېلابېلو ترینګلتیاوو سره مخ دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG