د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۲

د لاهور محکمې د افغان طبي محصلینو د ایستلو پرېکړه وځنډوله

پاکستان ـ افغان طبي محصلین په ۲۰۲۶ کال کې د طبي روزنې پر مهال په یوه روغتیايي مرکز کې د عکس لپاره ولاړ دي.
پاکستان ـ افغان طبي محصلین په ۲۰۲۶ کال کې د طبي روزنې پر مهال په یوه روغتیايي مرکز کې د عکس لپاره ولاړ دي.

د تېرې دوشنبې پر ورځ(د وږي ۱۶مه) باندې د پاکستان د طب او غاښونو د طب شورا پرېکړه کړې وه، چې په دغه هېواد کې پر طبي زده‌کړو بوخت افغان محصلان دې خپل هېواد ته ستانه کړل شي؛ دې پرېکړې په پاکستان او له پاکستان څخه د باندې افغانانو ګڼ غبرګونونه راوپارول او شورا یې پر خپله پرېکړه بیاځلي غور ته اړ کړه.

نن د جمعې پر ورځ «د وږي پر ۲۰مه» د پنجاب د پلازمينې لاهور سترې محکمې د پاکستان د طب او غاښونو د طب شورا هغه پرېکړه‌لیک په عارضي ډول ځنډولی دی، چې له مخې یې په پاکستان کې د طب څانګې افغان محصلان له زده‌کړو بې‌برخې کېدل، د دوی ازموينې منسوخېدې او بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو امر ورته شوی و.

دا پرېکړه د عدالت قاضي، ښاغلي خالد اسحاق د بېړنۍ دوسیې د اورېدنې پر مهال کړې ده. دا دوسيه د پنجاب ايالت د بېلابېلو طبي پوهنتونونو له 30 څخه د زیاتو افغان محصلانو له خوا د وکيل جنید جبار او اسد جمال په وسیله د اګست او سېپټمبر د پرېکړو پر ضد په محکمه کې ثبت شوې وه.

«دغه افغان محصلان په منظم ډول او د قانون له مخې په پاکستان کې زده‌کړې کوي، نو ځکه 'PMDC' یا پوهنتونونه په ناڅاپي ډول د دوی تعلیمی حق نه‌شي ترې اخیستلی.»

د دوسیې وکيل جاويد جبار له اوريدنې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وويل: «دغه افغان محصلان په منظم ډول او د قانون له مخې په پاکستان کې زده‌کړې کوي، نو ځکه 'PMDC' یا پوهنتونونه په ناڅاپي ډول د دوی تعلیمی حق نه‌شي ترې اخیستلی.»

نوموړي زیاته کړه، چې د طب او غاښونو د طب د شورا تر امر لومړی افغان محصلین نه دی اورېدل شوي.

هغوی له عدالت څخه غوښتي دي، چې محصلانو ته دې اجازه ورکړل شي، چې په ازموینو کې کېني، د لیلیو اسانتیاوې ترلاسه کړي او د دوی ښوونیز فعالیتونه روان پاتې شي.

د وکيل جبار جنيد په وينا: «عدالت د طب او غاښونو د طب شورا د جولای 31 او د سېپټمبر لومړۍ نېټې هغه نوټیفیکیشنونه يا امرونه، چې افغان محصلان یې له تعلیمه محرومول او له ليلیو څخه یې ایستل، په عارضي توګه معطل کړل او امر یې وکړ، چې تر بلې اورېدنې پورې هېڅ پوهنتون نه‌شي کولای محصلان وباسي او یا یې ازموینې وځنډول شي.»

تر دې وړاندې په عدالت کې د پاکستان د طب او غاښونو د طب شورا په استازيتوب د دوی وکيل ويلي، چې د افغان محصلان د وېزې ستونزې لري؛ قاضي جسټس خالد اسحاق ورغبرګه کړې: «که چېرې د محصلانو په وېزو کې مسله وه، نو د داخلې پر مهال تعلیمي ویزې څنګه ورکړل شوې؟ ځینې محصلین د تېرو څلورو کلونو راهیسې په پوهنتونونو کې روزنه ترلاسه کوي او اوس د دوی د ویستلو پرېکړه کېږي، دا څنګه؟»

د عدالت قاضي د اورېدنې پر مهال ويلي دي، چې د محصلانو پر ضد له ګام پورته کولو وړاندې لږ تر لږه د دوی درېځ اورېدل په کار وو. قاضي زیاته کړه: «تر پرونه پورې دغه محبوب ماشومان وو، نن تګلاره بدله شوې ده. که محصلان بېرته استول هم موخه وي، نو باید لږ تر لږه خپلو طبي زده‌کړو بشپړولو فرصت ورکړل شي.»

د پاکستان رسنۍ راپور ورکوي، چې د طب او غاښونو د طب شورا وکیل هڅه وکړه، چې موضوع له ملکي امنیت سره وتړي، خوخالد اسحاق په ځواب کې ورته ويلي دي، چې په ښکاره خو دا موضوع د ملکي يا ملي امنیت معامله نه‌ده.

عدالت د روغتیا وزارت، د طب او غاښونو د طب له شورا او اړوندو طبي پوهنتونونو له مشرانو څخه د ځواب غوښتنه کړې ده او قضیه یې د راروانې جمعې (د وږي تر ۲۸مې) پورې ځنډولې ده.

افغان محصلانو دا عدالتي پرېکړه ستايلې ده او دا يې د انصاف پرېکړه بللې ده؛ د ملتان د نشتر میډېکل پوهنځي افغان محصل فیض وردګ ازادي راډیو ته وويل: د محکمې دا پرېکړه پوره پر حق او انصاف ولاړه ده. د محکمې له پرېکړې وړاندې هم پوهنتون له موږ سره اړیکه نیولې وه او زموږ پاسپورټونه، وېزې او نور اړین اسناد یې راڅخه غوښتي وو؛ خو غوښتنه مو دا ده، چې د محکمې تر پرېکړې وروسته اوس باید د پاکستان حکومت او 'پي‌ایم‌ډي‌سي' په رسمي ډول نوټیفیکیشن جاري کړي، چې ټول افغان محصلان له ذهني ناډاډمنۍ څخه خلاص شي او په پوره روحي او ذهني آرامۍ خپلې زده‌کړې پر مخ بوځي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر ویاند سجاد حیدر خان تېره ورځ ویلي وو، چې پر ټولو افغان محصلانو بندیز نه‌شته دی؛ که يو محصل په رسمي پروګرام کې ثبت وي او باوري وېزه لري، خپلې زده‌کړې کولای شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+


راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG