په افغانستان کې یو شمېر مېرمنو، ښځو ته په څو بېلابېلو برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو یو انلاین شرکت او اپلیکیشن جوړ کړی دی.
د دې شرکت او اپلیکیشن مسؤلانې وايي، د دوی دا خدمتونه وړاندې کول په ټول افغانستان کې او وړیا دي.
ځینو مېرمنو ازادي راډیو ته وویل، له دې خدمتونو برخمنې شوې دي.
جزئیات په راپور کې واورئ:
……………………..
"د ټکسي راغوښتلو له خدمت څخه استفاده کوم، ډېر ښه نوښت دی، سربېره پر دې چې یو څرګند قیمت لري، مطمئن دی او په برېښنايي ډول د پرداخت اسانتیا هم لري."
په غور ولایت کې یوه روغتیايي کارکوونکې رویا یوسفي وه، چې ویل یې د "همرا" په نوم شرکت او اپلیکیشن له وړیا خدمتونو استفاده کوي.
د بلخ ولایت د مزارشریف ښار اوسېدونکې لطیفه مرادي وايي، دې هم یاد اپلیکیشن ډاونلوډ کړی او له خدمتونو یې استفاده کوي:
"یوه ورځ د خوړو برخې ته ولاړم او انلاین مې د خوړو فرمایش ورکړ، که څه هم ما په دې اپلیکیشن اعتماد نه درلود، خو په تعجب سره چې خواړه په خپل وخت راته راورسېدل."
خو دا شرکت او اپلیکیشن کله جوړ شوی او موخې یې څه دي؟
د شرکت مشرې سمیې سیدي ازادي راډیو ته وویل:
"په ۲۰۲۵ کال کې د یو شمېر ځوانو ښځو له خوا، چې په افغانستان کې ژوند کوي، جوړ شو. د دې شرکت له جوړولو زموږ موخه په لومړي قدم کې د ښځو د ودې لپاره د یوې ښې لارې رامنځته کول وو، او دغه شان د افغاني ټولنې لپاره د یوې پرمختللې ټکنالوژۍ رامنځته کول او د خلکو هوساینه وه. زموږ ټول خدمتونه مشتریانو ته وړیا دي او هېڅ ډول اضافي لګښت له دوی څخه نه اخیستل کېږي."
نوموړې وايي، چې د دوی له خوا جوړ شوی دا شرکت او اپلیکیشن چې په ټول افغانستان کې ورته لاسرسی شته په څو مهمو برخو کې فعالیت لري، لکه ټکنالوژي او د ډیجیټلي خدمتونو وړاندې کول، په بازار او کسب او کار باندې تمرکز، چې په دې برخه کې له پلورونکو او د انلاین خدمتونو له وړاندې کوونکو سره مرسته او ورته د مشتریانو پیدا کول دي. دغه شان د مشورې، ښوونې او ظرفیت جوړونې برخه هم لري.
اغلې سیدي زیاتوي، دوی اوس یوه ځانګړې برخه د مېرمنو د تشبثاتو د ثبت لپاره هم جوړه کړې ده:
"مېرمنې کولای شي هلته خپل تشبث ثبت کړي، او خپل خدمتونه، محصولات او وړتیاوې معرفي کړي، تر څو کوم اشخاص، سازمانونه او بنسټونه چې دې خدمتونو ته اړتیا لري، ورسره اشنا شي."
د یاد شرکت او اپلیکیشن جوړوونکې وايي، که څه هم د دوی موخه افغان ښځو ته د خدمتونو وړاندې کول دي، خو نور هم ترې برخمن کېدای او استفاده کولای شي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته ښځې د کار، زده کړو او تګ راتګ په برخه کې له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوې او له دې امله ډېرو ښځو او نجونو انلاین سوداګرۍ او د انلاین خدمتونو استفادې ته مخه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته، کورني کارونه، لاسي صنایع او انلاین کاروبارونه د افغان ښځو لپاره د عاید ترلاسه کولو له محدودو پاتې شویو لارو څخه دي.
خو په دې برخه کې هم ستونزې موجودې وې.
تازه پنجشنبه د سنبلې ۱۲ مه هم یو شمېر مېرمنو ازادي راډیو سره په خبرو کې د انلاین سوداګرۍ په برخه کې د خپلو مشکلاتو خبره کړې وه.
د "همرا" په نوم شرکت او اپلیکیشن مسوولین وايي، د دوه میاشتې مخکې شمیرو پر بنسټ کومو میرمنو چې د دوی له خدمتونو استفاده کړې، شمیر یې یوازې ۲۵۰۰ تنو ته رسېده، داسې مهال چې د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ادارې د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې د راپور په بنسټ د افغانستان د ۳۷،۲ میلیونه نفوس ۴۹ سلنه ښځې جوړوي.
په افغانستان کې د برېښنا، انټرنېټ، بانکي خدمتونو او ادرسونو په برخه کې ستونزې، او له انلاین خدمتونو سره د خلکو نابلدتیا هغه مشکلات دي چې د خدمتونو وړاندې کوونکياو استفاده کوونکي، پلورونکي او پېرودونکي ټول ورسره مخ دي.