د نورستان ولایت یو اوسیدونکی په دغه ولایت کې د ځنګلونو د بې رویې او ناقانونه قطع کېدو اړوند ادعا او اندېښنې مطرح کوي.
بدبختانه دلته ځینو ځایونو کې ونې په خپلې سرې توګه پرې کېږي او سوداګري پرې روانه ده
ده چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې که څه هم لا د نورستان ولایت ځنګلونه د هېواد له ښکلو طبیعي سرچینو او د ملي شتمنیو له مهمو برخو ګڼل کېږي خو وروستیو څو کلونو کې د ځینو غیر مسلکي او غیر مسولو کسانو لخوا خپل سرو قطع کولو له چاپېریالي زیانونو سره مخ کړي دي:
«نورستان پر همدې ځنګلونو ښکلی دی، خو له بده مرغه دې وروستیو کې ځینې طبیعي افتونه پرې راغلل، ځینو کې یې اورونه بل شول او بلخوا یې د ونو خپل سرې پرې کول روان دي او ځنګلونو پخوانۍ ښکلا له لاسه ورکړې ده،ځینې یې بیا قاچاق او خرڅلاو کوي، نو زموږ اندېښنه دا ده چې دا ملي شتمني ورځ په ورځ د کمرنګ کېدو په حال کې ده، غوښتنه مو دا ده چې دا باید وساتل شي.»
د ده په خبره، غرني ولایت نورستان کې د صنوبر، څېړۍ، جلغوزي او نورو غرنیو ونو پراخ ځنګلونه شته چې د بېلابېلو مرغانو او وحشي او غیر وحشي ژویو د لرلو تر څنګ د خاورې د تخریب مخه نیسي، اوبه ساتي او د سیمې اقلیم متوازن کوي.
خو یوازې له نورستان څخه نه، بلکې د کونړ ولایت ځنګلونو ته نږدې ولسوالیو ځینې اوسېدونکي هم ورته ادعاوې، شکایتونه او اندېښنې مطرح کوي.
د کونړ ولایت یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل د ځان او ولسوالۍ نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، دا چې د چنارونو او څېړیو ونو پر پرې کولو بندیز لګېدلی، خو اوس خلکو د ځنګلونو مېوه لرونکو ونو لکه د توتانو، چهارمغزو په شان ونو پر پرې کولو کار روان کړی دی:
«دا چې اوس دلته د څېړیو د لرګیو یا خونانو او زیتونو ونو پر قطع کولو بندیز لګېدلې دی و هغه ونې چې د ځنګلونو، جلغوزیو، غوزانو او مېوه لرونکي دي د هغو پر قطع کولو ډېر کار روان دی، زموږ اندېښنه دا ده که د دې ونو د قطع کولو مخنیوی ونه شي، یو خوا به مو هغه مېوو ته لاسرسی بند شي چې له بازار نه بلکې همدې ونو هم اخیسته، بل لوري ته به د دې ونو له نورو (چاپېریالي) ګټو بې برخې شو.»
د کونړ یو بل اوسېدونکي هم د نوم د نه خپرولو په شرط وویل چې یوازې د ونو د پرېکولو مخنیوی بسنه نه کوي؛ د ځنګلونو د بیا زرغونولو، د طبیعي سرچینو د مدیریت او د ځنګلي اورونو پر وړاندې د چمتووالي لپاره باید دوامدارې عملي برنامې هم پلې شي:
«د ځنګلونو د ساتنې لپاره باید حکومت او ولس لاس په کار شي، هغو سیمو کې چې ونې پرې شوي، باید د بېرته احیا لپاره یې کار وشي،هغه موسسې او ادارې چې د کرنې په برخه کې کار کوي د ځنګلونو هغو برخو چې قطع او تخریب شوي، بېرته دې ورغوي.»
دوی وایي چې په دې وروستیو کلونو کې په دغو ولایتونو کې د ځنګلونو د سطحې بې منظمۍ او د ونو کمېدل د دې لامل شوي چې د هوا د ګرمېدو او تالندې برښنا پر مهال په کې ان په اونیو اونیو اورونه بل شي.
هڅه مو وکړه په راپور کې د مرکه شویو کسانو د ادعاوو او اندېښنو اړوند د طالبانو د حکومت د ځایي مسولینو نظر ولرو، خو د دغو دواړو ولایتونو د کرنې ریاستونو چارواکو د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د طالبانو حکومت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دوی د ځنګلونو د خپل سرو پرې کولو د مخنیوي لپاره د «شنې قطعې» په نوم ځواکونه ګمارلي او چا ته د د ځنګلونو اړوند د ناقانونه کړنو اجازه نه ورکوي.
بل لوري ته د چاپېریال ساتنې برخې ځینې پوهان ټینګار کوي چې که د ځنګلونو د ساتنې لپاره بېړني او منظم اقدامات ونه شي، د کونړ او نورستان د غرنیو سیمو طبیعي ایکوسیستمونه به له لا زیات زیان سره مخ شي؛ هغه زیان چې په خبره یې د سیمې پر اوبو، کرنې، د ژویو تنوع او د خلکو پر ژوند به مستقیمې اغېزې ولري.
له دې ډلې د چاپیریال ساتنې کارپوه احمد جاوېد نور ازادي راډیو ته وویل:
هغه زیانونه چې د ځنګلونو د بې رویې پرې کولو، اور لګېدنو یا د پوښښي سیمو د کمښت له امله چاپېریال ته اوړي،هغه د خاورې تخریب، د سېلابونو د زیاتوالي، زیانګالیو سیمو کې د زلزلو، د اوبو د کمښت، د اقلیمي تغیراتو د شدت او د ژوو د ژوندانه د تنوع د له منځه تلو لامل ګرځيد چاپیریال ساتنې کارپوه احمد جاوېد نور
د افغانستان ختیځ کونړ او نورستان له هغو ولایتونو دي چې د طبیعي ځنګلونو له پلوه ځانګړی اهمیت لري.
خو په وروستیو کلونو کې د ناقانونه او بېنظمې ونې وهلو، د لرګیو د سوداګرۍ، د کرنیزو او استوګنیزو ځمکو د پراختیا او د ځنګلونو د کمزورې ساتنې له امله د دغو سیمو ځنګلونه له جدي فشار سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د نړیوالو څېړونکو ژورنالونو یو بریټانوي خپروندوی اژانس (Taylor & Francis online) د کونړ او نورستان د ځنګلونو د چټکو کمېدو او د ځمکې د کارونې د بدلون د ستونزې اړوند اندېښنه مطرح کړې وه، او ټینګار یې کړی و چې که دې ننګونې ته جدي رسېدنه ونه شي، هلته د مېشتو خلکو او د هېواد دغوو ملي طبیعي شتمنیو ته به نه جبرانېدونکي پابلې ولري.