د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۱۴

د طالبانو تر واک لاندې دیني مدرسې ; د نصاب او د تدریس د څرنګوالي په هکله یې پوښتنې او اندیښنې

د افغانستان په لویدیځ کې یوه دیني مدرسه
د افغانستان په لویدیځ کې یوه دیني مدرسه

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې زرګونه نوې دیني مدرسې تاسیس شوي اوفعالیت کوي چې ځینو کی یې نجونې هم زده کړې کوي خو د نصاب او د تدریس د څرنګوالي په هکله یې پوښتنې او اندیښنې شته. د زده کړو فعالان او کارپوهان وايي د دیني مدارسو نصاب او په کې د تدریس څرنګوالی بدلون ته اړتیا لري.

دیارلس کلن حمزه چې څلور کاله کیږي په ننګرهار کې یوه دیني مدرسه کې زده کړې کوي وايي غوښتل یې ډاکټر یا انجنیر شي خو د کورنۍ په غوښتنه مدرسه کې شامل شوی دی.

هغه وايی :

ما دوه کاله مکتب ولوست خو وروسته پلار راته وویل چې ته باید مدرسې ته ولاړ شې او ملا شي
حمزه


"ما دوه کاله مکتب ولوست خو وروسته پلار راته وویل چې ته باید مدرسې ته ولاړ شې او ملا شي ، په داسې حال کې چې زړه مې غوښتل انجنیر یا ډاکټر شم خو د کورنۍ په غوښتنه او د هیواد شرایطو ته په کتو مدرسې ته راغلم."

خو بلخوا د بغلان ولایت څخه تنکی ځوان محمد سلیم چې سپین دستار یې تړلی او د پنجشیر برهانیه خصوصي مدرسه کې زده کړې کوي وايي چې عربي ژبه یې زده کړې.

هغه د چارواکو لخوا خپره شوې یوه ویډیو کې په څو مختصرو عربي جملو د مدرسې او استادانو په هکله داسې وايي:

زه په دریمه درجه کې زده کړې کوم، د مدرسې امکانات، درسونه او استادان ټول ښه دي
محمد سلیم


" زه په دریمه درجه کې زده کړې کوم، د مدرسې امکانات، درسونه او استادان ټول ښه دي. مدرسه کې د ټولو ولایتونو ګڼ شمیر طالبان شته دي، د شاګردانو ترمینځ روابط ښه دي او تعصب نشته دی."

طالبانو واک ته له ستنیدو وروسته په داسې حال کې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونواو ښځو په زده کړو بندیز لګولی دی په بیلابیلو ولایتونو کې یې د دیني مدرسو تاسیس ته مخه کړې. د طالبانو دمشرتابه ګڼو غړو په دغه ډول مدرسو کې زده کړې کړي او ځینې په کې مدرسین هم پاته شوي دي.

د معارف وزارت وړم کال ویلي وو چې ۲۰ زره دیني مدرسې یې تاسیس کړي او په بل کال ۱۶ زره نورې هم جوړوي.

د معارف وزارت ویاند ذبیح الله همت د ازادی راډیو دې پوښتنې ته چې اوسمهال افغانستان کې څه شمیر دیني او جهادي مدرسې فعالې دي اوڅومره هلکان او نجونې په کې زده کړې کوي ځواب نه دی ویلي.

خو د زدکړو ځینې کارپوهان ددغو مدارسود نصاب او د تدریس د څرنګوالي په هکله پوښتنې لري اوځینې داهم وايي چې طالبان ددغه ډول مدارسو په تاسیس سره په ټولنه کې د خپل فکر د ژورولو او پراختیا هڅه کوي.

د زده کړو د حقوقو فعال او د شرعیاتو استاد دوکتور فضل هادي وزین وايي د افغانستان د دیني مدرسو تدریسي نصاب چې دهند له ټاپو وزمې راوړل شوی تقریبا یونیم سل کلن زوړ نصاب دی او بیا کتنې ته اړتیا لري.

دا نصاب بیا کتنې ته ضرورت لري، دا نصاب چې جوړ شوی وو دهغه وخت ضرورتونو ته یې ځواب ویل اما اوس چې حالت ډیر تغییر موندلی د
دوکتور فضل هادي وزین


" دا نصاب بیا کتنې ته ضرورت لري، دا نصاب چې جوړ شوی وو دهغه وخت ضرورتونو ته یې ځواب ویل اما اوس چې حالت ډیر تغییر موندلی دی او په شرایطو کې ډیر تغییر راغلی دی د دیني مدارسو نصاب هم باید تبدیل شي او بدلون باید په کې راشي ځکه چې نصاب باید د ژوند د تحولاتو سره سم باید وده او پرمختګ وکړي. "

ښاغلی وزین زیاتوي چې په نصاب کې باید داسې مضامینو ته ځای ورکړل شي چې د ټولنې ، اوسنیو شرایطو او د شاګرد ژوند سره اړخ لګوي او نصاب کې بدلون باید له علمي اصولو سره سم د مجربو او متخصصو استادانو لخوا ترسره شي.

هغه وايي ددیني مدارسو په نصاب کې باید طبیعي علومو لکه الجبر ، کیمیا ، هندسه ، فزیک او دغه راز تاریخ ، ژبواو کمپیوټر ته ځکه ځای ورکړل شي چې په اوسني عصر کې ضروري دي او حتی ددین په پوهیدو کې ورته اړتیا ده او علم باید اصلا په دیني او دنیوي څانګو و نه ویشل شي.

په ښوونځیو کې له زده کړو بې برخې شویو ګڼو نجونوهم په وروستیو کلونو کې دیني مدرسو ته مخه کړې ده.

څوارلس کلنه نسترن په ښوونځي کې له شپږم ټولګي وروسته دوه کاله کیږي چې په دیني مدرسه کې زده کړې کوي.

هغه وايي :

مونږ په مدرسه کې اکثر دیني کتابونه لونو، د مکتب کتابونه نشته
نسترن


" مونږ په مدرسه کې اکثر دیني کتابونه لونو، د مکتب کتابونه نشته ، که د بیولوژي یا کیمیا په څیر مضامین وي زه به ډیره خوشحاله شم ، کاشکې ښوونځي پرانیستل شي ترڅو په سمه توګه زده کړې وکړم. "

په عین حال کې مستوره سیلاب افغانستان کې دیو خصوصي تعلیمي بنسټ کارمنده وايي په دیني مدارسو کې د نجونو زده کړې د عامو ښوونځیو د تعلیم ځای نیولی نه سي او د دیني علومو ترڅنګ په عصري زده کړو ټینګار کوي.

په اسلامی هیوادونو کې لازم او ملزوم یودې بل دي هم عصري علوم او هم دیني علوم
مستوره سیلاب


" په اسلامی هیوادونو کې لازم او ملزوم یودې بل دي هم عصري علوم او هم دیني علوم که چیرې مشخص نصاب ولري او ددیني علومو ترڅنګ عصري علوم هم ځای پرځای شي یا ورسره ضمیمه سي البته، نو کیدای شي یو لوی او ښه دست آورد ولري."

آغلې سیلاب زیاتوي چې د نظارت نشتوالی په اوسنیو شرایطو کې یوه بله لویه ستونزه ده.

هغه وايی په هره دوهمه کوڅه کې یوه مدرسه جوړه سوې او په لوحه باندې یې لیکل شوي چې د قرآن کریم او عقیدې تدریس په کې کیږي خو چې کله څوک دننه ورشي نو هلته بیا نه کوم خاص تدریسي کدر وي او نه هم کوم مشخص نصاب اوپه ټکو یې د مدرسې څخه دعاید د لاس ته راوړلو دیوې منبع په توګه کار اخیستل کیږي.

مولوي رحمت الله اندړ چې په افغانستان او پاکستان کې یې په دیني مدرسو کې زده کړې کړي او پخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند هم پاته سوی وايي چې افغانستان کې په وروستیو کلونو د طالبانو ترواک لاندې تاسیس شوي دیني مدارس دپاکستاني مدارسو "کاپي" دي او نصاب یې د دیوبندي مدارسو دی چې په ټکو یې د متخصصینو لخوا نه دی جوړ شوی بلکه تدریسي کتابونه په کې "کیفما اتفق " وراضافه شوي دي او لویه نیمګړتیا یې د تحقیق او تدریس دنویو طریقو نشتوالی دی.

په لویه دوره او وړه دوره کې چې ګڼ شمیر شاګردان وي هلته دوی استاد څخه پوښتنې ته ډیر لاسرسی نه لري
مولوی رحمت الله اندړ


" یوازې سنتي طریقې نه کار اخیستل کیږي ، استاد ناست وي تدریس کوي او شاګردان هم لاندې ورته ناست وي. په لویه دوره او وړه دوره کې چې ګڼ شمیر شاګردان وي هلته دوی استاد څخه پوښتنې ته ډیر لاسرسی نه لري ، ځکه که پنځه سوه کسان دمثال په ډول یوه – یوه پوښتنه وکړي او هره پوښتنه په یوه دقیقه کې ځواب شي نو ۵ سوه دقیقې نیسي."

مولوي اندړ زیاتوي چې په دغو مدارسو کې طالبانو ته انتقادي ذهنیت نه ورکول کیږي بلکه د استاد احترام د "تقدس" درجې ته رسیږي.

هغه وايی د دیني مدرسو هدف په ټولنه کې داخلاقیاتو او دیني علومو ترویج دی خو دغو مدارسو څخه د سیاسي موخو لپاره پخوا هم کار اخیستل شوی او اوس هم کار اخیستل کیږي.

ځینې کارپوهان بیا په دې باور دي چې د نظارت او ارزونې د نشتوالي په صورت کې د عقایدي زده کړو پراختیا او ورباندې تمرکز امکان لري افراطي افکارو ته زمینه برابره کړي.

دافراطیت اوترهه ګری په وړاندې د مبارزې کارپوه عارف سحر وايي د طالبانو په رژیم کې د زده کړو د څارنې او ارزیابي کوم سیستم نشته او دا مسئله د افراطي افکارو مداخلې ته لار اواروي.

د طالبانو په رژیم کې د زده کړو د څارنې د ارزیابي کوم سیستم وجود نلري او دغې موضوع نسبت پخوا ته د بنسټپالنې د عواملو د مداخلې زمینه ډیره برابره کړې
عارف سحر


" د طالبانو په رژیم کې د زده کړو د څارنې د ارزیابي کوم سیستم وجود نلري او دغې موضوع نسبت پخوا ته د بنسټپالنې د عواملو د مداخلې زمینه ډیره برابره کړې او په هره اندازه چې وضعیت دوام وکړي د زده کړو په نظام کې ددغو ځواکونو حضور نور هم ژور کیږي او په همدغې اندازه د بنسټپالنې بستر پراخیږي او په همدې کچه نه یواځې په افغانستان بلکه په سیمه او نړۍ کې د افراطیت خطر زیاتیږي. "

بله پوښتنه داده چې ددغو ګڼ شمیر دیني مدرسو فارغان به څه مهارتونه ولري چې دکار بازارته په داخلیدو ورڅخه ګټه واخلي ؟

اقتصادي کارپوهان وايي د افغانستان دکار بازار په بیلابیلو برخو لکه کمپیوټر ، زراعت ، تجارت انجنیري او روغتیا کې مسلکي مهارتونو ته اړتیا لري.

نصرت الله وفا چې ددغو کارپوهانو څخه یو دی ازادي راډیو ته وویل چې ددیني زده کړو د پراختیا ترڅنګ باید علمي او تخنیکي زده کړې هم پراخه کړای شي ترڅو د ځوانانو دمهارتونو او د بازارد اړتیاوو ترمینځ واټن رامینځ ته نشي.

هغه وايي :

که د دیني مدرسو شمیر زیات شي او ترڅنګ یې علمي ، تخنیکي او مسلکي زړه کړې پراخې نشي، په اوږده موده کې امکان لري د ځوان کاري ځواک د مهارتونو او دبازار د اړتیا وو ترمینځ واټن رامینځ ته شي
نصرت الله وفا


" که د دیني مدرسو شمیر زیات شي او ترڅنګ یې علمي ، تخنیکي او مسلکي زړه کړې پراخې نشي، په اوږده موده کې امکان لري د ځوان کاري ځواک د مهارتونو او دبازار د اړتیا وو ترمینځ واټن رامینځ ته شي . دا وضعیت کیدای شي بیکاري زیاته کړي ،د کار د ځواک څخه ګټه اخیستنه به کمه شي او په بهرنیو کارپوهانو باندې دهیواد اتکا به زیاته شي. "

ښاغلی وفا زیاتوي چې د دیني ،علمی او مسلکي زده کړو ترمینځ توازن هم د ټولنې د ارزښتونو په ساتنه کې مرسته کوي او هم ځوان نسل کار، تولید او په اقتصادي بهیر کې ګډون ته چمتو کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تیر۱۴۰۴ کال په مرغومي میاشت کې ویلي وو چې د معارف وزارت تر چترلاندې ۲۱ زرو دیني مدرسو کې تقریبا دوه نیم ملیونه زده کوونکي درس وايی اوسربیره پردې ۱۲ ملیونه شاګردان په ښوونځیو کې چې نصاب یې "اصلاح" شوی زده کړې کوي.

دیني مدرسې د افغانستان په ښوونیز نظام کې ډیره پخوانۍ سابقه لري ، کلونو راهیسې په دغه هیواد کې دینې مدرسې هم په رسمي بڼه وې او شته او هم خصوصي چې هرکال ترې زرګونه طالبان فارغیدل او ځینو یې شرعیاتو کې له لوړو زده کړو وروسته د څارنوالي او قضاء په برخو کې کار کاوه او ځینې نور لکه صدراعظم محمد موسی شفیق دهیواد لوړو مسؤلیتونو ته هم ورسیدل.

د کابل ابوحنیفه مدرسه ، دارالعلوم عربي کابل ، د غزني نورالمدارس ، د ننګرهار نجم المدارس ، دهرات فخرالمدارس او شمال کې د تخارستان او اسدیه مدرسې له مشهورو دولتي پخوانیو مدرسو څخه ګڼل کیږي. سربیره پردې په بیلابیلو ولایتونو کې لسګونه نورې خصوصی مدرسې هم وې.

ددغو رسمي مدارسو نصاب تر ډیره په سیمه کې رایج او د عربي هیوادونو لکه مصر څخه راوړل شوی نصاب وو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG