د حاصلاتو د فصلونو ټولولو سره هم مهاله، د افغانستان په ځینو سیمو کې د کرنیزو محصولاتو ډیروالی د بزګرانو لپاره د ډیرې ګټې پرځای د ټیټو بیو او د پلور نشتوالي په اړه اندیښنې رامینځته کړې دي.
د پالېزونو حاصلات سږکال د خټکیو په برخه کې ښه دي او له بزګرانو یو من خټکی په پنځوس افغانۍ پېري، دا بیه د بزګرانو د زحمتونو په پرتله ډېره کمه ده، خو اړ یو چې ویې پلوروشاه محمد بزګر
د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ یو بزګر شاه محمد وايي چې سږکال د خټکیو د حاصلاتو له ډیروالي سربېره، د دې محصول بیه دومره راټیټه شوې چې د بزګرانو لګښت او زیارونه نه شي جبرانولی.
"د پالېزونو حاصلات سږکال د خټکیو په برخه کې ښه دي او له بزګرانو یو من خټکی په پنځوس افغانۍ پېري، دا بیه د بزګرانو د زحمتونو په پرتله ډېره کمه ده، خو اړ یو چې ویې پلورو، ځکه که پاتې شي، خرابېږي ځکه سړې خونې نشته."
د ذخیره کولو د اسانتیاوو نشتوالی بزګران دې ته اړ باسي چې د حاصلاتو له راټولولو وروسته سمدلاسه خپل محصولات بازار ته وړاندې کړي، هغه وخت چې د حاصلاتو ډېرښت د بیو د راټیټېدو سبب ګرځي.
د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو بڼوال او بزګر حاجي محمد حنیف وايي چې که څه هم پاکستان یو وخت د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره یو مهم بازار و، خو ان هغه مهال هم د حاصلاتو په موسم کې محدودیتونو او د لګښتونو زیاتوالي د افغان صادرونکو لپاره ستونزې رامنځته کولې.
د ده په خبره، د نویو بازارونو موندلو سربیره، د لویو او مجهزو سړو خونو جوړول بزګرانو سره مرسته کولای شي تر څو خپل محصولات په مناسب وخت کې بازار ته وړاندې کړي او د نرخونو د راټیټېدو له زیانه یې مخنیوی وشي.
که په کافي اندازه سړې خونې ولرو او خپل محصولات ذخیره کړو، نه یې بیې له حده زیاتې لوړېږي او نه بې حده راټیټېږي، کولای شو په بازار کې یو ډول توازن او کنټرول رامنځته کړوشاه محمد بزګر
"که په کافي اندازه سړې خونې ولرو او خپل محصولات ذخیره کړو، نه یې بیې له حده زیاتې لوړېږي او نه بې حده راټیټېږي، کولای شو په بازار کې یو ډول توازن او کنټرول رامنځته کړو، په مطمئنه برښنا له سمبالو لویو او مجهزو سړو خونو پرته دا کار شونی نه دی او موږ یې په اړه ډېر اندېښمن یو."
پاکستان ته ټولې سوداګریزې لارې، چې افغانستان د خپلو ځینو میوو او سبزیجاتو صادراتو لپاره کارولې، د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته د پاکستان لخوا وتړل شوې.
د طالبانو حکومت تر هغه وروسته اعلان کړی چې د بدیلو صادراتي او ټرانزیټي لارو موندلو لپاره هڅه کوي.
همدارنګه د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر میاشت کې په افغانستان کې د لسګونو سړو خونو د فعالیت او د دغه هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ټولټال ۲۶ زرو ټنو مېوو او کرنیزو حاصلاتو د ساتنې په ظرفیت د ۲۲ سړو خونو د جوړولو د پیل راپور ورکړ او ویې ویل چې په راتلونکي کې د چین د حکومت په همکارۍ د ۱۵۰۰ ټنو میوو د ذخیره کولو ظرفیت لروونکو درې نورې سړې خونې هم جوړې شي.
خو د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شیر محمد حاتمي د سړو خونو د دقیق شمیر په اړه د ازادي راډیو پوښتې ځواب نه کړې.
دې وزارت مخکې د کرنیزو محصولاتو د ذخیره کولو لپاره په صفر انرژۍ او لمریزې بریښنا سمبالو سړو خونو د جوړولو خبره کړې، هغه اقدام چې موخه یې د ضایعاتو کمول او د محصولاتو د ذخیره کولو ښه کول بلل شوي دي.
په لرې پرتو سیمو کې دولت باید د خلکو په همکارۍ د دغو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره اقدام وکړي، او که یې توان نه لري، مرستندویه موسسې هم مرسته کولای شي، تر څو لازمې زېربناوې جوړې شي او محصولات په خپل وخت په سمه توګه بازار ته وړاندې شيذکرالله صافی
د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۴۵۰ کوچنۍ او لویې سړې خونې موجودې دي چې یو شمیر یې غیر فعاله شوي دي.
په افغانستان کې د سړو خونو د نشتوالی نوې ستونزه نه ده، بلکې بزګران له کلونو راهیسې د محصولاتو د ذخیره کولو لپاره د مناسبو اسانتیاوو د جوړولو پر اړتیا ټینګار کوي.
په ورته وخت کې، د کرنې متخصصین وايي چې د سړو خونو او ذخیره کولو اسانتیاوو جوړول باید د هرې سیمې شرایطو سره سم او د خلکو، حکومت او ادارو په همکارۍ ترسره شي.
د دې متخصصینو له ډلې پوهاند ذکرالله صافي ازادي راډیو ته وویل چې په هغو سیمو کې چې کرنیز محصولات په پراخه کچه بازار ته وړاندې کیږي، د مناسبې انرژۍ پر سیسټم د سمبالو سړو خونو جوړول کولای شي اقتصادي پانګونه وي، ځکه په خبره یې لګښتونه یې د محصولاتو د ښه پلور له لارې بیرته تر لاسه کېدای شي.
"په لرې پرتو سیمو کې دولت باید د خلکو په همکارۍ د دغو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره اقدام وکړي، او که یې توان نه لري، مرستندویه موسسې هم مرسته کولای شي، تر څو لازمې زېربناوې جوړې شي او محصولات په خپل وخت په سمه توګه بازار ته وړاندې شي،خو هغو سیمو کې چې تولید په سوداګریزه توګه ترسره کېږي، د ذخیره کولو ځایونه او مجهزې سړې خونې چې انرژۍ ته اړتیا لري، د تولیدوونکو لپاره یو اصافي لګښت نه دی؛ ځکه لګښتونه یې د حاصلاتو د ښه پلور له درکه جبران کړي."
د سړو خونو او کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنې داسې مهال مطرح کېږي چې شاه محمد وایي، د دغو امکاناتو د نشتوالي پایلې تجربه کوي.
"موږ بزګران له دغو حاصلاتو چې خورا زیات دي، کمه ګټه ترلاسه کوو، هیله من یو چې دولت ځانګړې پاملرنه وکړي، سړې خونې جوړې کړي تر څو بزګران نور دومره زیانمن نه شي."