مودي د هندي محصلینو د قهر پر وړاندې؛ د کانکور د درغلیو عاملانو ته د سختې سزا ژمنه
د هند صدراعظم ، نریندرا مودي، د کانکور د ازموینو د پوښتنو د افشا کېدو له امله د محصلینو د پراخو اعتراضونو له زیاتېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره غبرګون وښود او ژمنه یې وکړه چې د دې قضیو د څېړلو لپاره به ځانګړې محکمې جوړې شي او د درغلیو عاملانو ته به سختې سزاوې ورکړل شي. دغه اعتراضونه چې له نوي ډیلي څخه پیل شوي، اوس د مودي د حکومت لپاره په یوه له سترو سیاسي ننګونو بدل شوي دي.