د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۵

د ناټو مشران: ایران باید اټومي وسله ونلري؛ ټرمپ پر ایران د نویو بریدونو خبر ورکړ

انقره کې د ناټو د غړو هیوادونو دمشرانو غونډه
انقره کې د ناټو د غړو هیوادونو دمشرانو غونډه

د ناټو تړون د ۳۲ غړو هیوادونو مشرانو په انقره کې د خپلې غونډې په پای کې ټینګار وکړ چې ایران باید اټومي وسله ونلري. بلخوا د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر په ایران دنویو بریدونو خبر ورکړ. ایران هم ځوابي بریدونه کړي دي.

د ناټو د غړو هیوادونو مشرانو د چهارشنبې په ورځ د انقرې د غونډې په پای کې خپله ګډه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې ایران باید اټومي وسله ترلاسه نه کړي، او له تهران څخه یې وغوښتل چې د هرمز په تنګي کې د بیړیو چلونې ازادي په بشپړه توګه رعایت کړي.

د ناټو هیوادونه دا خبره په داسې مهال کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکیچ یو ځل بیا زیات شوی او دواړو هیوادونو پر یو بل بیا بریدونه کړي دي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسشمر ډونالډ ټرمپ په انقره کې د ناټو دغونډې په څنډه کې د اوکراین ولسشمر ولودیمیر زیلنسکي سره د لیدو په مهال خبریالانو ته وویل چې امریکايي ځواکونو د سې شنبې شپې په بریدونو کې د ایران خارګ جزیره کې اهداف په نښه کړل.

تېره شپه مو پر خارګ ټاپو برید وکړ او د هغه یوه برخه مو له کاره وغورځوله.
ولسمشر ټرمپ


"تېره شپه مو پر خارګ ټاپو برید وکړ او د هغه یوه برخه مو له کاره وغورځوله. ما ویلي وو چې د نفتو پر تأسیساتو برید مه کوئ، ځکه کېدای شي موږ خپله د خارګ ټاپو کنټرول په لاس کې واخلو. امکان لري چې دغه ټاپو ونیسو، او هغوی زموږ پر وړاندې څه نه شي کولی."

خارګ ټاپو د ایران د نفتو د بارولو او صادراتو تر ټولو مهمه اډه ده چې تر دې وړاندې یې هم د ۴۰ ورځنۍ جګړې پر مهال پوځي تأسیسات په نښه شوي وو. خو د امریکا ولسمشر هغه مهال هم ویلي وو چې د دې ټاپو د نفتو پر زیربناوو برید نه دی شوی.

تر دې مخکې، ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د ناټو د مشرانو تر غونډې مخکې وویل چې د ایران سره د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره لاسلیک شوې تفاهم‌نامه نور د اعتبار وړ نه ده، او زیاته یې کړه چې نور له تهران سره د خبرو دوام ته لېوالتیا نه لري.

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا پوځ اعلان وکړ، چې ایران ته د منسوب شویو بریدونو په غبرګون کې یې چې هرمز تنګي کې یې تجارتي بېړۍ په نښه کړې وې، د ایران په جنوب کې یې ځینې هدفونه بمبار کړي دي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلامیې وویل چې دا بریدونه یې د هغو کسانو او ډلو د کمزوري کولو لپاره کړي چې پرتجارتي بېړیو یې بریدونه کړي وو.

سنټکام زیاته کړه چې بریدونه یې دهرمز تنګي د امنیت د خوندي ساتلو لپاره، چې د نړۍ یوه مهمه سمندري لار ده، ترسره کړي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې شاوخوا ۸۰ هدفونه په نښه شوي دي.

په مقابل کې، ایران اعلان وکړ چې د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې په بحرین او کویت کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.

په عین حال کې، کویټي چارواکو وویل چې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د مخنیوي لپاره یې د هوايي دفاع سیستمونه فعال کړي، او په بحرین کې هم رسنیو د خطر زنګونو د غږېدو راپور ورکړ.

د ایران دغو بریدونو د سیمې د یو شمېر هېوادونو غبرګونونه راوپارول. د قطرد بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله.

اردن هم پر کویټ برید د دغه هېواد د حاکمیت، نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف وباله، او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول کړنې به سیمه‌ییز کړکېچ لا زیات کړي.

مصر هم دغه بریدونه دسیمې دثبات لپاره ګواښ وبلل او وغندل.

تر دې مخکې، مصر، قطر، پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان د ایران او امریکا ترمنځ د یو نهايي توافق لپاره خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړی و او ددوی وروستۍ ګډه غونډه په قاهره کې ترسره شوې وه.

ټرمپ ویلي چې ایران سره د سولې د خبرو د دوام یا درولو وروستۍ پرېکړه امریکايي مرکچیانو ته سپاري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG