د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ګرینلنډ باید د امریکا تر کنټرول لاندې وي، نه د ډنمارک. نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ د ترکیې په پلازمینه انقره کې چې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د ناتو د سرمشریزې کوربنه ده، د ترکیې له ولسمشررجب طیب اردوغان سره په یوه خبري غونډه کې وکړې. ټرمپ د دې یادونه هم وکړه چې د ګرینلنډ د کنټرول موضوع د امریکا او ناتو اړیکو ته زیان رسولی دی.
د ډنمارک په ګډون چې ګرینلنډ یې ترکنټرول لاندې دی، د ناتوډیرو اروپایي غړیو د نړۍ د دې لوی ټاپو په اړه د ولسمشرټرمپ په مخکینو څرګندونو انتقاد کړی و.
ډنمارک د ګرینلنډ لپاره پیسې نه لګوي چې ورسره ریښتینې مرسته وشي، خو هغه د امریکا لپاره یوه مهمه برخه ده
ټرمپ په دې خبري غونډه کې وویل چې "ډنمارک د ګرینلنډ لپاره پیسې نه لګوي چې ورسره ریښتینې مرسته وشي، خو هغه د امریکا لپاره یوه مهمه برخه ده، او دا سیمه د چینايي او روسي بېړیو له خوا محاصره ده، چې باید دې کارته اجازه ورنکړل شي."
ولسمشرټرمپ دغه راز وویل چې دی چمتودی چې پرترکیې لګیدلي بندیزونه لیرې کړي. دغه بندیزونه په ۲۰۲۰ کال کې د انقرې له خوا د روسیې د ایس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم د پېرلو له امله لګول شوي وو. ټرمپ وویل: "موږ به بندیزونه لرې کړو. اوس یې وخت رارسیدلی. موږ نه غواړو پر خپلو ملګرو بندیزونه ولګوو. خبره ډېره ساده ده."
ټرمپ همداراز د ناټو پر دې متحد هېواد د ایف-۳۵ امریکایي جنګي الوتکو له پلورلو سره هم لېوالتیا وښوده خو یادونه یې وکړه چې دا به معلومه شي چې دغه معامله قانوني خنډونو ته په پام په څه ډول عملي کېږي. هغه زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزیر او د خزانې وزیر یې پر دې موضوع کار کوي.
د ناتو د دوه ورځنۍ سرمشریزې په لومړۍ ورځ د سې شنبې په ورځ غړي هیوادونه د ناټو د دفاعي صنعت په یوه فورم کې راټول شول.
د ناتو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپورکې خپورشي، وویل چې غړیو هیوادونو د لږ تر لږه ۵۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو او دفاعي تجهیزاتو د پېرودلو د نوې معاملې په اړه سلا وکړه خو په دې اړه یې نورجزیات ورنکړل.
په انقره کې د ناتو سرمشریزه پردې سربیره چې د ایران د جګړې تر سیوري لاندې ترسره کېږي د امریکا له هغو شکایتونو سره هم مخ ده چې وايي ټول اروپايي متحدین د دفاعي لګښتونو په برخه کې خپله ونډه په سمه توګه نه پوره کوي.
د ناتو په مخکینۍ سرمشریزه کې چې تیرکال د هالنډ په هاګ ښارکې جوړه شوې وه، ټولو ۳۲ غړیو ومنله چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به د خپل ناخالص کورني تولید (GDP) پنځه سلنه د دفاع لپاره لګوي.
تمه کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې بیا دا موضوع راپورته کړي او پریوشمیر اروپایي مشرانو به سخت انتقادونه وکړي.
د ناتو دا سرمشریزه به د ټرمپ د دغه دریځ، دفاعي لګښتونو، په اروپاکې د امریکایي ځواکونواو دفاعي صنعت د پراختیا، د اوکراین، ایران او همدارنګه د ناتو د راتلونکې سرمشریزې د ځای او وخت ټاکلو په اړه بحثونو باندې متمرکزه وي.