هایلایټ؛ لنډ او مهم خبرونه
ملا برادر او امیرخان متقي د ایران د مخکیني رهبر سیدعلي خامنه يي د جنازې لپاره تهران ته ولاړل. په اسټرالیا کې د افغانستان د سفیر وحیدالله ویسي کاری پای ته رسېدلی او ښايي هلته افغان سفارت وتړل شي. په افغانستان کې د تریاکو د تولید چټک کموالي نړیوال بازار بدل کړی. د پنجشنبې په سهار په کییف باندې د روسیې توغندیزو او ډرون بریدونو ۱۳ کسان وژلي. د فوټبال د نړیوال جام په حذفي دور کې به نن شپه هسپانیه او اتریش سره مخ شي. صفي الله ستانکزی دا هایلایټ خبرونه وړاندې کوي