د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۳

د طالبانو حکومت پر پاکستان د هوایي بریدونه خبر ورکوي؛ اسلام آباد: ډرونونه مو راغورځولي دي


د طالبانو حکومت پر پاکستان د هوایي بریدونه خبر ورکوي؛ اسلام آباد: ډرونونه مو راغورځولي دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:08 0:00

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې دوی د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولایتونو کې په یو شمیر اهدافو هوایي بریدونه کړي دي. دغه وزارت ادعا کړې چې د اسلامي دولت ډلې او د "شر او فساد" مرکزونه یې ویشتلي کوم چې د دوی په باور د افغانستان پر ضد ترې کار اخیستل کېده. خو د پاکستان پوځ ویلي چې دوی په چټکۍ سره څلور بې پیلوټه الوتکې پیژندلي، په نښه کړي او ویجاړې کړې چې بلوچستان ولایت ته ننوتلي وې. د یکشنبې شپې ناوخته پاکستان د افغانستان په دریو ختیځو ولایتونو کې هوایي بریدونه وکړل چې د ملګرو ملتونو د تایید په اساس ملکیانو ته یې پراخه مرګژوبله ورسوله.

XS
SM
MD
LG