د طالبانو حکومت د پاکستان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې پرځینو اهدافو چې هغه یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش او شر او فساد مرکزونه بللي، د هوایي بریدونود ترسره کیدو خبر ورکوي.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبې د دې وزارت په ایکسپاڼه خپره شوې ویل شوي چې "د دفاع وزارت هوایي ځواکونو نن شپه د بلوچستان د پشين ضلعې د سرانانو په ساحه کې د داعشيانو او شر او فساد په ګډ مرکز هوایي ګوزارونه وکړل. له یاد مرکز څخه په افغانستان کې د تخريبي کړنو او بریدونو لپاره استفاده کیدله او د هغو بمبارونو د کوردینات د مرکز په توګه کاریدل چې په افغانستان کې ملکي خلک په کې هدف وګرځیدل." د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې که څه هم پرپکتیا، پکتیکا او کونړولایتونو د پاکستان وروستیو هوایي بریدونو ته اشاره نده شوې خو د طالبانو د حکومت په وینا په دغو بریدونو کې ۳۶ ولسي وګړي ووژل او ۱۶۳نورټپیان شوي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د لږترلږه ۲۸ ملکیانو د وژل کیدو او ۴۹ د ټپي کیدو پخلی کړی. پاکستاني چارواکو بیا په دغو بریدونو کې د ۲۵ وسله والو د وژلو خبره کړې ده.
په خیبرپښتونخوا ایالت کې د هوایي بریدونو په اړه د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې "په قمبرخيلو ساحه کې د داعشيانو په يو مرکز او د چترال شاه سلیم درې اړوند ګرم چشمو سيمه کې د داعشيانو او شر اوفساد په يو بل مشترک مرکز د افغانستان د هوايي ځواک له لوري بريالي بريدونه وشول." دفاع وزارت ویلي چې له دغو مراکزو څخه هم تخريبي کړنې او په ملکي خلکو بريدونه پلانيدل.
په خبرپاڼه کې په دې اړه چې دغه هوایي بریدونو په څه ډول ترسره شوي یا پکې له ډرونونو کاراخیستل شوی، څه ندي ویل شوي خو د طالب چارواکو د ویناوو له مخې پرپاکستان په مخکینو هوایي بریدونو کې له ډرونونو کار اخیستل شوی و.
د طالبانو دفاع وزارت همداشان ویلي چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې بريدونو کې "داعشيانو او شر او فساد او د دوی حاميانو ته درانه ځاني تلفات او مالي زيانونه اوښتي." د خبرپاڼې په ټکو دغه بريدونه په مطلوبواهدافو ډیر دقيق ترسره شوي او ملکي تلفات نه لري.
د رویترز خبري آژانس د راپورله مځې اسلام اباد ویلي چې امنیتي ځواکونو یې په بلوچستان کې څلوربې پیلوټه الوتکې چې هغه یې ابتدایي الوتکې ښودلې کشف او راغورځولې دي.
د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې بې پیلوټه الوتکې سمدستي کشف او له منځه یوړل شوې. د دې ایالت چارواکو هم د ډرون برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې د سرانان په سیمه کې یوه دولتي ښوونځي ته نږدې یو ډرون لیدل شوی و. د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.
پوځ په خبرپاڼه کې ویلي چې که افغان طالبان د پاکستان پر وړاندې خپلو پاروونکو اقداماتو ته دوام ورکړي، نوداسې مناسب ځواب به ترلاسه کړي چې ورته به درنه بیه ولري.
پاکستان هغه ادعا چې ګواکې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له خوا یې خاوره کارول کیږي تل ردکړې خو د طالبانو حکومت اسلام آباد د دې ډلې چې پرافغانستان د دوی له بیا واکمنیدو راهیسې د ډیرو خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی، په ملاتړ تورنوي.
په لندن کې میشت د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انستیتوت د معلوماتو له مخې، افغانستان جنګي الوتکې نه لري، خو لږ تر لږه شپږ الوتکې او ۲۳ هلیکپټرې او پردې سربیره د طالبانو ځواکونه بې پیلوټه الوتکې یا ډرونونه هم لري چې له پاکستان سره په نښتو کې ترې کار اخیستل شوی دی.