د پاکستان نوي هوایي بریدونه؛ ګڼو خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتو راپورونه خپاره شوي
د راپورونو له مخې پاکستاني پوځ یو وار بیا د افغانستان په ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي. په پکتیا، پکتیکا، کونړ او ننګرهار کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې ځینې سیمې د یکشنبې شپې ناوخته بریدونو کې ویشتل شوي. د پکتیا د څمکنیو له روغتونه ازادي راډیو ته رسېدلې ویډیوګانې ښيي چې ګڼ ټپیان او جسدونه روغتون ته وړل شوي چې پکې ګڼ ماشومان هم لیدل کېږي. روغتیاپالان د لسګونو کسانو د مرګژوبلې خبره کوي. ازادي راډیو په خپلواکه توګه د مرګژوبلې ارقام نه شي تاییدولی.