د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۱

له اتلس کلن ځنډ وروسته یو وار بیا د تورخم - جلال اباد د سړک په دویم لین کار پیل شوی

د تورخم جلال اباد سړک
د تورخم جلال اباد سړک

له اتلسو کلونو راهیسې دا څویم ځل دی چې د تورخم – جلال اباد د نږدې ۷۵ کیلو متره دویم لین سړک چارې پیلېږي، هغه سړک چې د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د ټرانزیټ مهمه لاره بلل کیږي.

د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د دې سړک په رغولو ۸۴۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې له دولتي بودجې ورکول کیږي.

که دروغجن نه شم زه چې په ښه او بد پوه شوی یم دا سړک همداسې وران ویجاړ پروت دی، په وار وار پرې کار شروع شوی خو سرته نه دی رسېدلی
نورالله

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي د دې سړک د رغولو د خبر په اورېدو خوښ دي خو دوی وايي په وار وار په دې سړک پیل شوي کارونه نیمګړي پاتې شوي دي، خو دوی هیله لري چې دا ځل یې کارونه تر بشپړېدو مخکې ونه دریږي.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد یوه اوسېدونکي نورالله ازادي راډيو ته وویل: " که دروغجن نه شم زه چې په ښه او بد پوه شوی یم دا سړک همداسې وران ویجاړ پروت دی، په وار وار پرې کار شروع شوی خو سرته نه دی رسېدلی، نه پوهیږو ستونزه په کوم ځاې کې ده."

د دې ښار یو بل اوسېدونکي فهیم ګل ازادي راډیو ته وویل: " دا اوس چې یو لین سړک دی، په دې تګ راتګ او ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده، او ټرافیکي پېښې هم رامنځته کیږي، نو زموږ هیله داده چې دا ځل د دې سړک کار بشپړ شي."

د تورخم – جلال اباد دا لار نه یوازې د ټرانزیټ لپاره مهمه ده، بلکې دا سړک د تورخم ښارګوټي په ګډون دولس ولسوالۍ له جلال اباد سره نښلوي، او د دې ولایت له ټرافیکي ګڼې ګوڼې ډک سړک بلل کیږي.

له دې سړک نه نه یوازې د ټرانیزیټ ګټه اخیستل کیږي بلکې د دولس ولسوالیو خلک پرې مستقیم تګ راتګ کوي، نو که ورغول شي نه یوازې ټرافیکي پېښې به کمې شي
دین محمد

اوس مهال یوازې یو طرفه سړک چې په ځینو ځایونو کې ویجاړ شوی شته خو دا بوخته لار ډېره د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ګڼې ګوڼې له امله د مرګونو ټرافیکي پېښو لامل ګرځي.

د جلال اباد – تورخم د لین یو موټر چلونکي دین محمد ازادي راډيو ته وویل که دویم لین سړک ورغول شي نو نه یوازې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې مخه به ونیول شي بلکې د مرګونو ټرافیکي پېښو مخنیوی هم کیدای شي.

" له دې سړک نه نه یوازې د ټرانیزیټ ګټه اخیستل کیږي بلکې د دولس ولسوالیو خلک پرې مستقیم تګ راتګ کوي، نو که ورغول شي نه یوازې ټرافیکي پېښې به کمې شي بلکې په سوداګریزه برخه کې به هم افغانستان ته پراخه ګټه ورسول شي."

د تورخم – جلال اباد د دویم لین سړک چارې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ کال کې د پاکستان له لوري پیل شوې، وروسته په ۲۰۱۳ کې په دې سړک بیا یو څه کار وشو، خو وروسته یې چارې په ټپه ودرېدې.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال هم د وخت چارواکو په وار وار د دغه سړک د جوړېدو ژمنې وکړې خو سرته یې ونه رسولې، همدا لامل دی چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، له دې سړکه اوس د ( د بسوګۍ واده) جوړ شوی، هغه متل چې خلک یې تر ډیره ځنډیدلو کارونو ته کاروي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویلي چې د دې سړک د رغولو چارې به ۲۲ میاشتې وخت ونیسي، خو په دې سړک مخکې تر دې پیل شویو او بیرته تړل شویو کارونو ته په کتو خلک وايي وګوري چې دا ځل ژمنې عملي کیږي او کنه.

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG