د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۱

له اروپايي چارواکو سره د طالب استازیو لیدنه؛ فعالانو اروپا ته د طالبانو پر سفر پراخې نیوکې کړي


له اروپايي چارواکو سره د طالب استازیو لیدنه؛ فعالانو اروپا ته د طالبانو پر سفر پراخې نیوکې کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

بروکسل کې اروپايي چارواکو له طالب استازیو سره خبرې کړي. د طالبانو پلاوي ویلي " خبرې رغوونکې وې او هیله شته چې مثبت پرمختګ وشي". اروپايي چارواکو دغه طالب پلاوي سره افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو په اړه تخنیکي خبرې کولې. د طالب پلاوی مشري د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوله. قهار بلخي په یو بیان کې ویلي،" په اروپايي ټولنه کې د کونسلي چارو له سره پیلول او د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کول د خبرو اترو برخه وه". اروپا ته د دغه پنځه کسیز پلاوي راتګ د بشري حقونو د مدافع سازمانونو له پراخو نیوکو سره مخ شو او ټولو یې په یوه غږ له اروپا غوښتي چې افغان کډوال دې افغانستان ته نه لیږي.

XS
SM
MD
LG