د امریکا او ایران ولسمشرانو هغه هوکړه لاسلیک کړه چې په منځني ختیځ کې جګړه پای ته رسوي او سمدستي عملي کیږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۷ په فرانسه کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) له سرمشریزې وروسته د ورسايۍ په ماڼۍ کې د شمعو په رڼا کې د ماښامنۍ پر مهال دغه تفاهم لیک لاسلیک کړ. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې هغه ویډیو چې د سپینې ماڼۍ او د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون له خوا په ایکسپاڼو کې شریکه شوې، ښيي چې ټرمپ دغه سند لاسلیکوي. نوموړي د لاسلیک کولو په مهال وویل: "دا اسانه نه وه." په داسې حال کې چې د کوربه هېواد د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او نورو مېلمنو چکچکې کولې.
مکرون پرخپله ایکسپاڼه ولیکل: "دا هوکړه د تلپاتې سولې لپاره لاره هواروي او له مخې یې د هرمز تنګي بیرته پرانیستل کیږي."
د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا هم هغه انځورونه خپاره کړل چې پکې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د هوکړې د لاسلیکولو پر مهال ښکاري. په انځورونو کې د ایران ولسمشر د هوکړې پاڼې د کامرو پر لور نیولې چې د هغه او د امریکا د ولسمشر دواړه لاسلیکونه پکې ښکاري.
ټاکل شوې وه چې دغه هوکړه چې ۱۴ مادې لري، د جمعې په ورځ په سویس کې لاسلیک شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند
اسماعیل بقایي وویل چې که څه هم د دغې هوکړې لپاره نور رسمي مراسمو ته اړتیا نشته خو له مخکیني پلان سره سم به د دواړو هیوادونو پلاوي هلته په سویس کې وي او د خبرو اترو دوهم پړاو به پیل کړي.
د پاکستان صدراعظم شهبازشریف چې هیواد یې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو کې منځګړیتوب کړی، هم پرخپله ایکسپاڼه لیکلي چې د اسلام آباد تاریخي تفاهم لیک نن د متحدو ایالتونو او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ په الکترونیکي ډول لاسلیک شو.
ایران به د هرمز تنګي بېرته پرانیزي، په داسې حال کې چې واشنګټن به خپله سمندري محاصره پای ته رسوي
د راپورله مخې د باور جوړونې د لومړني اقدام په توګه، ایران به د هرمز تنګي بېرته پرانیزي، په داسې حال کې چې واشنګټن به خپله سمندري محاصره پای ته رسوي. د موافقې له مخې، ایران مکلف دی چې د ۶۰ ورځو لپاره به له فیس پرته په دغه تنګي کې د سوداګریزو کشتیو تګ راتګ خوندي کوي او له هغې وروسته به له عمان او د خلیج له نورو عربي هېوادونو سره د سمندري چارو د اوږدمهاله چوکاټ په اړه خبرې اترې مخ ته وړي. متحده ایالات سمدستي د خپلې سمندري محاصرې د پای ته رسولو بهیر پیلوي او د ۳۰ ورځو په موده کې به هغه په بشپړه توګه پای ته رسوي.
امریکايي چارواکو وویل چې دغې هوکړې لا دمخه اغېز ښودلی دی. یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ د جون د ۱۷ ناوخته وویل: "د دې شخړې په ۱۰۰ ورځو کې د لومړي ځل لپاره ایران پر هېڅ بېړۍ ډزې ندي کړي."
دغه تفاهم لیک همدارنګه دا هم تضمینوي چې د ایران پرتیلو د امریکا بندیزونه سمدستي لغوه شي چې دا کار د دې هېواد ځپل شوي اقتصاد ته د پام وړ اسانتیا برابروي.
پردې سربېره واشنګټن ژمنه کړې، کله چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه هراړخیز وروستی تړون وشي، له ایران سره د بیارغونې د ۳۰۰ ملیارډ ډالرو صندوق د ایجادولو لپاره اسانتیا رامنځته کړي چې د سیمې هېوادونه به یې ملاتړکونکي وي.
دغه هوکړه همدارنګه پر ایران د امریکا د ټولو اصلي او فرعي بندیزونو د تدریجي لرې کېدو او په څو پړاوونو کې د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادیدو تصور وړاندې کوي، خو امریکایي چارواکو داهم ویلي چې دغه اقدامات به د ایران د ژمنو په عملي کولو پورې تړلي وي. یوه چارواکي وویل: "هغه څه چې دوی ومنل دا وو چې تر هغو به هېڅ پیسې ترلاسه نه کړي، څو یې خپلې ژمنې عملي کړې نه وي."
د دې تفاهم لیک اساسي برخه د تهران هغه ژمنه ده چې د دوو میاشتو خبرو اترو په ترڅ کې به د غني شوي یورانیمو غلظت کموي.
د امریکایي چارواکو په وینا، دغه مواد کیدای شي په هماغه ځای کې د ملګرو ملتونو د اټومي ادارې تر څارنې لاندې رقیق شي.
ایران یو ځل بیا ټینګار کړی چې "نه به اټومي وسلې ترلاسه کوي او نه به به ورته پراختیا ورکوي." امریکایي چارواکو ویلي چې نړیوال پلټونکي او د امریکا تخنیکي ډلې به د دې بهیرپه تایید کې مهم رول ولوبوي.