د ټرمپ او پزشکیان لهخوا د تفاهملیک د لاسلیک شېبه
سپینې ماڼۍ او د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا هغه عکسونه خپاره کړي چې پکې د دواړو هېوادونو ولسمشران د تفاهملیک د لاسلیک په حال کې ښکاري.
ډونالډ ټرمپ دغه تفاهملیک د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون له ماښامنۍ مېلمستیا څخه لږ وړاندې، په ورسای ماڼۍ کې لاسلیک کړ.
ټاکل شوې وه چې د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه د ټرمپ د مرستیال جې ډي ونس او د ایران د اسلامي شورا د رئیس محمدباقر قالیباف له خوا، چې د تهران او واشنګټن په مذاکراتو کې یې مهم رول درلود، وروستۍ شي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د چهارشنبې په ماښام (د غبرګولي ۲۷مه) اعلان وکړ چې په پای کې پرېکړه وشوه څو د دواړو هېوادونو «جګپوړي اجرایي مشران» دغه سند په الکترونیکي بڼه لاسلیک کړي.
بقایي ټینګار وکړ چې که څه هم د تفاهملیک د لاسلیک لپاره نور ځانګړو مراسمو ته اړتیا نشته، خو د دواړو هېوادونو استازي به د پخواني پلان له مخې د خبرو اترو د دوهم پړاو د پیل لپاره په سویس کې حاضر شي.