مسافري او اندیښنې یو له بل سره تړلي، خو لویدیځو هېوادونو کې مسافرې افغان کورنۍ د خپلو ماشومانو د راتلونکې غم اخیستي.
پخوانی افغان خبریال شکرالله پاڅون چې دا مهال له اوه کسیزې کورنۍ سره یو ځای په جرمني کې اوسیږي وايي ماشومان یې په ښوونځیو او ټولنو کې په بشپړ ډول له بلې ژبې او سیمه ییز کلتور سره لویږي چې دا د دوی لپاره له درده ډک وضعیت دی.
دا حتمي ده، کومو ټولنو ته چې کډوالي ترسره شوی وي، نو د کوربه ټولنې اغیز کرار کرار په دغه کورنیو پریوزي، په ځانګړي ډول په هغه ماشومانو چې یا واړه راوستل شوي وي او یا هم همدلته پیدا شوي وي،شکرالله
هغه ازادي راډيو ته وویل: "دا حتمي ده، کومو ټولنو ته چې کډوالي ترسره شوی وي، نو د کوربه ټولنې اغیز کرار کرار په دغه کورنیو پریوزي، په ځانګړي ډول په هغه ماشومانو چې یا واړه راوستل شوي وي او یا هم همدلته پیدا شوي وي، دوی په کرار کرار نه یوازې خپل کلتور هیروي بلکې خپله ژبه هیروي چې دا ډېره د اندېښنې وړ ده."
یوازې ښاغلی پاڅون نه، بلکې په لویدیځو هیوادونو کې میشتې ګڼ شمېر افغانې کورنۍ د خپلو ماشومانو د راتلونکې په اړه له دې خاموشې خو جدي اندېښنې سره مخ دي.
له مورنۍ ژبې او افغاني کلتور لیرې والې د دغو اندیښنو په سر کې دي.
یو شمېر والدین وايي اولادونه یې په ځانګړي ډول هغه چې یا له افغانستان بهر زیږیدلي او یا هم ډېر کوچني غربي ټولنې ته وړل شوي ورو ورو له افغان هویته لیرې کیږي.
په لویدیځ کې د افغان ماشومانو ښوونیز بهیر، ملګري، رسنۍ او د ټولنې چاپیریال د دې بدلون اصلي عوامل بلل کيږي، ځکه تر ډېره افغان ماشومان له کوره بهر په بل سیستم کې لویږي.
په یوشمېر دغو اروپایي هېوادونو کې که څه هم د افغانانو ټولنې فعالې دي او هر مناسبت لمانځي، خو په وړو او لرې پرتو ښارونو کې چې د افغانانو شمېر کم دی، دغه اندیښنې شته.
فرانسه کې میشت یو افغان چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته دغه هیواد خپلې کورنۍ سره یو ځای کډوال شوی هم ورته اندیښنه لري.
هغه چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "خو خپله د کډوالۍ په دیار کې د خپلو اولادونو راتلونکې ته ډېر اندېښمن یم، دا رښتیا هم د ډېرې اندېښنې وړ ده، ځکه زه ګورم چې اولادونه مې کرار کرار خپله ژبه هیروي، او پردی کلتور خپلوي."
په استرلیا کې میشت یو افغان کډوال سید جمال ازادي راډيو ته وویل د خپل یواځیني درې کلن ماشوم راتلونکې ته سخت اندېښمن دی، ځکه دوی د کاري مصروفیت له کبله هغه سره د اونۍ په ورځو کې د خبرو کم فرصت لري.
خو خپله د کډوالۍ په دیار کې د خپلو اولادونو راتلونکې ته ډېر اندېښمن یم، دا رښتیا هم د ډېرې اندېښنې وړ ده، ځکه زه ګورم چې اولادونه مې کرار کرار خپله ژبه هیروي، او پردی کلتور خپلويپه فرانسه کې میشت افغان کډوال
هغه وویل: "که څه هم سهولتونه دلته ډېر دي، د ماشوم د زده کړو په برخه کې، خو زما غوندې یو کس ته چې خپله هم کار کوم او میرمن مې هم کار کوي، او ماشوم له مجبوریته وړکتون ته استوو، چې هلته هیڅ ډول د مورنۍ ژبې د زده کړې کوم امکانات ورته نشته، نو اندېښنه همدا ده چې دا ماشوم په تدریجي ډول مورنۍ ژبه هیروي او پردۍ ژبه یادوي."
دی وايي که څه هم د کور دننه هڅه کوي هر څه افغاني رنګ ولري، خو د ماشوم ورځنی چاپېریال بل لور ته روان دی.
د اروپا په ګډون په ټولو لویدیځو هیوادونو کې ماشومانو ته لومړنۍ زده کړې په سیمه ییزو ژبو ورکول کیږي.
په همدې حال کې د ټولنیزو چارو یو شمېر پوهان وايي دا حالت یوازې د ژبې موضوع نه ده، بلکې د کلتوري هویت د تدریجي بدلون یوه اوږده پروسه ده چې په ټولو کډوالو ټولنو کې لیدل کیږي خو دوی یې د مخنیوي لپاره لارې چارې هم وړاندیزوي.
په لندن کې میشت ټولنپوه ایمل مړوند ازادي راډیو ته وویل:"د حل لارو لپاره یې ډېره مهمه داده چې مور او پلار باید خپلو اولادونو ته وخت ورکړي، خبرې ورسره وکړي، دغه راز په اروپا کې له میشتو نورو افغانو کورنیو سره راشه درشه ډېره مهمه ده چې باید ترسره شي، او ماشومانو ته وښودل شي چې دا زموږ کلتور او فرهنګ دی، که داسې ونه شي او پام ورته ونه شي نو دا رښتیا ده چې ماشومان له خپلې مورنۍ ژبې ډېر لیرې کیږي."
فرهنګي ناستو او د افغانستان د ملي ورځو نمانځل او دغه راز وخت ناوخت افغانستان ته د اولادونو استول نورې هغه لارې چارې دي چې د ښاغلي مړوند په خبره په لودیځ کې میشت افغان ماشومان له خپلې ژبې او کلتور سره تړلي ساتي.
دې ټینګار کوي چې د هویت ساتنه یوازې د کورنیو مسولیت نه دی بلکې د ټولنې، ښوونځیو او د بیا ادغام پروسې ګډ کار ته اړتیا لري.
نوموړي دا هم وویل که په دې برخه کې توازن رامنځته نه شي نود پناه غوښتونکو راتلونکې نسل به له خپل هویت سره یوازې سمبولیک تړا ولري.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته ګڼ شمېر افغانان د اروپا په ګډون لویدیځو هیوادونو ته کډوال شول، داسې مهال چې لا له وړاندې د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله میلیونونه افغان وګړي په لودیځو هیوادونو میشت دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار د معلوماتو له مخې اوس مهال شاوخوا ۶ میلیونه افغانان له خپل هیواده بهر په بیلابیلو هیوادونو کې ژوند کوي، ځینو راپورونو کې بیا دا شمېر تر ۸ میلیونو پورې یاد شوی دی.