د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۳

کابل :د پاکستان په تازه بریدونو کې د کوچنیانو په شمول ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې; اسلام اباد:وسله وال وژل شوي دي

د خوست سپیره ولسوالۍ کې د پاکستان په بریدونو کې د وژل شویو کسانو د جنازې مراسم
د خوست سپیره ولسوالۍ کې د پاکستان په بریدونو کې د وژل شویو کسانو د جنازې مراسم

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي تېره شپه په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو دپاکستان تازه بریدونو کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. خو پاکستان وايي د ترهګرو څلور مرکزونه په نښه شوي او ۲۶ کسان یې وژلي. د پېښې قربانیان او عیني شاهدان وايي په دې حملو کې زیانمن شوي ټول کسان ولسي وګړي دي.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه د درېو ولایتونو کونړ، خوست او د پکتیکا پر ځینو سیمو یو ځل بیا د پاکستاني ځواکونو هوايي حملې شوي.

د طالبانو حکومت او د سیمې اوسېدونکي وايي سې شنبه د جوزا ۱۹ مه د شپې شاوخوا دولس بجې پاکستاني الوتکو د کونړ، خوست او پکتیکا ځینې سیمې بمبار کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې وژل شویو کې ۱۱ ماشومان، یوه میرمن او یو سپین ږیري شامل دي او ۱۴ نور ملکیان ټپيان شوي.

د پاکستان حکومت دغه بریدونه منلي او ادعا یې کړې چې په افغانستان کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د دوی په خبره د ترهګرو څلور مرکزونه په نښه کړي او ۲۶ کسان، چې دوی یې فتنه الخوارج بللي، وژلي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ چهارشنبه د جوزا ۲۰مه په خپله اېکس پاڼه د برید یوه ویډیو هم خپره کړې او ادعا یې کړې چې پاکستان دا هوايي حملې په دې هیواد کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په غبرګون کې کړې چې په کې یې د ترهګرو څلور پټنځایونه په نښه او د روزنې یو مرکز په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

خو د دغه هوايي حملو یو شمېر عیني شاهدان او د قربانیانو د کورنیو غړي وايي وژل شوي ټول ولسي وګړي دي او په هیڅ ډول سیاسي یا هم ترهګریز فعالیت کې یې لاس نه درلود.

د کونړ د شلتن یو شمېر اوسېدونکي وايي سې شنبه د جوزا ۱۹ مه د شپې نژدې دولس بجې د دې ولسوالۍ د کربوړۍ په کلي کې یو ملکي کور په نښه شو چې له امله یې یوه ماشومه ووژل شوه او د ماشومې د مور او پلار په ګډون درې نور کسان ټپیان شول.

د شپې شاوخوا دولس بجې به وي، چې درز شو، په خونه کې ګردونه شول، ما چیغې کړې خو هیچا راته غږ ونه کړو


د پېښې یو عیني شاهد او قومي مشر سلطنت چې په خبره یې ټپیان یې په خپل لاس له ویجاړیو راویستلي ازادي راډيو ته وویل: "د شپې شاوخوا دولس بجې به وي، چې درز شو، په خونه کې ګردونه شول، ما چیغې کړې خو هیچا راته غږ ونه کړو، له خونې چې راووتم زما د ګاونډي کور یې په نښه کړی وو، بیا راغلو، یوه ماشومه شهیده وه، او نور زخمیان وو هغه مو راوویستل له خاورو او روغتون ته یې انتقال کړل."

د خان په نوم د سیمې یو بل اوسېدونکي ازادي راډيو ته وویل چې زیانمن شوی کس د ده دهقان و.

دا بېګاه چې کومه پېښه رامنځته شوې ده، دا زما کور و، او زما دهقان په کې اوسېده، هیڅ ډول مخالف کس سره یې لاس نه لرلو


هغه ازادي راډيو ته وویل:" دا بېګاه چې کومه پېښه رامنځته شوې ده، دا زما کور و، او زما دهقان په کې اوسېده، هیڅ ډول مخالف کس سره یې لاس نه لرلو، ما دلته د خپلو ځمکو او کور د ساتنې لپاره دیره کړی و، خو بیګاه ظالمانو پرې بمبار وکړو او ځینې کسان یې شهیدان او ځينې ټپیان کړل."

د شپې ډرون راباندې بمبار وکړو، یو مې ماشوم زوی نظام الله شهید شو، یو مې لور وه خدیجه هغه شهیده شوه


اخوا د پکتیکا د برمل ولسوالۍ یو اوسېدونکي سرمست چې په دې هوايي حمله کې یې د کورنۍ دوه غړي وژل شوي او کور یې ړنګ شوی وویل: " د شپې ډرون راباندې بمبار وکړو، یو مې ماشوم زوی نظام الله شهید شو، یو مې لور وه خدیجه هغه شهیده شوه، کور مې بشپړ ډول ړنګ شو، هیڅ ډول ګناه مو نه لرله، خو زه یې تباه او برباد کړم."

په خوست کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز بیا کورنیو رسنیو ته ویلي چې تېره شپه د دې ولایت په سپېره ولسوالۍ کې پاکستاني هوايي ځواکونو یو ملکي کور په نښه کړی چې له امله یې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا بریدونه غندلي او دا یې د افغانستان د هوايي حریم نقض او پر افغانانو تجازو بلل دی.

که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا تاوتریخوالی او نښتې د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې پیل شوي خو په تېره اپریل میاشت کې د چین په اورمچي کې د دواړو لوریو ترمنځ له خبرو وروسته په نښتو کې کموالی راغلی و او له هغې وروسته دا لومړي ځل دی چې د افغانستان په دریو ولایتونو دهمهاله بریدونه خبر ورکول کیږي.

په دې سره د روان کال د فبرورۍ له ۲۶ مې تر دې دمه د طالبانو د حکومت د ادعا له مخې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې د وژل شویو ملکي وګړو شمېر ۷۷۴ او د ټپیانو شمېر ۶۳۶ ته ورسېده، خو پاکستان له دې وړاندې ادعا کړې چې پر افغانستان په حملو کې یې له ۷ سوه ډېر ترهګر وژلي دي.

ازادي راډيو بیا د دواړو لوریو ادعاوې په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.

له دې وړاندې د روانې جوزا په درېیمه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا په یو راپور کې ویلي و چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نښتو کې له جنوري تر مارچ میاشتې پورې لږ ترلږه ۷۶۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په کې ۳۷۲ وژل شوي او ۳۹۷ نور ټپیان دي.

په راپور کې راغلي وو چې په ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې دغه راز د تاوتریخوالي له امله له یولک ډېر کسان بې ځایه شوي، نژدې زر کورونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او د وبو سیسمتونه یا ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان وسله والو ته خوندي ځایونه ورکړي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار دا تورونه رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې راغلي چې پاکستان تراوسه داسې ثبوت نه دی وړاندې کړی چې وښيي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو په لارښونه پاکستان کې بریدونه کوي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG