د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي د نیول کېدو وېرې په بازارونو او عامه ځایونو کې د ښځو حضور کم کړی دی.
دوی وايي په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو حضور او د ښځو نیول د ویرې او اندېښنې فضا رامنځته کړې ده.
له بده مرغه د ښځو حضور که د سلنې له مخې ووایم، ان شل سلنه هم نه دی، ډېر کم دی، کومې ښځې چې نن بازارونو ته راوتلې وي هغوی هم ډېره هڅه کوله چې خپل حجاب تر معمول زیات مراعات کړي، ځکه دوی ویرېدې داسې نه چې ستونزه ورته جوړه شي.د هرات یو اوسېدونکی
په هرات ښار کې یو شمېر میرمنې هم وايي د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو لړۍ لا هم روانه ده.
د دې ښار یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط وویل: « ما خپله ولیدل، پرون یې زموږ تر مخه په څو بیلابیلو سیمو کې ښځې ونیولې او د ښځینه پولیسو په مرسته یې مستقیم زندان ته یوړې، ویل یې درې شپې به زنداني وي اوس په هرات کې وضعیت ډېر ترینګلی دی او خلک په وېره کې دي.»
په ټولنیزو رسنیو کې په یو شمېر خپرو شویو ویډیو ګانو کې هم لیدل کیږي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې اړوند کسان یو شمېر ښځې او نجونې نیسي او د دې ادارې موټرو ته یې پورته کوي.
خو ازادي راډيو د دغه ویډیو ګانو دقیق وخت او د ثبت ځای په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.
داسې مهال چې د عیني شاهدانو په خبره د ښځو د نیولو لړۍ دوام لري یو شمېر چارواکو او د بشري حقونو بیلابیلو بنسټونو هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، چې تازه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې د مرستیالانو له ډله کې هم ټاکل شوی دی ویلي چې د «بې حجابۍ» په پلمه د ښځو نیول نه د اسلامي اصولو او نه هم د افغانستان د خلکو له کلتور سره سمون لري.
نوموړي د غبرګولي په ۱۷مه په خپله اېکس پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي په زندانونو کې د تاوتریخوالي او ځورونې د راپورونو په پام کې نیولو سره دا نیونې د طالبانو د هغې تګلارې برخه ده چې د ښځو بنسټیزې ازادۍ محدودوي، هغوی له ټولنې څنډې ته کوي او د وېرې فضا پراخوي.
په ورته وخت کې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو په ځانګړي ډول د روادارۍ د بشري حقونو سازمان، د شنبه های ارغواني، د عدالت غوښتونکو ښځو او د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ د بشري حقونو د فعالانو اتحاد او د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې، په هرات کې د ښځو او نجونو نیول غندلي دي.
د رواردارۍ په نوم د بشري حقونو سازمان ویلي په هرات کې د ښځو او نجونو نیول باید سمدستي ودرول شي او ښځو ته باید اجازه ورکړل شي چې له وېرې پرته په ټولنه کې ازاد حضور ولري.
د دې سازمان مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل:
«موږ په دې اړه سخت اندېښمن یو، دا د طالبانو د تبعیضي سیاستونو دوام دی، موږ د ټولو ښځو د سمدستي او بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوو، او همدارنګه د هر ډول ځورونې او خپل سرو نیونو د بندېدو غوښتونکي یو، افغانستان د ښځو لپاره په یوه لوی زندان بدل شوی دی، او د ښځو پر انساني کرامت او شخصي حریم دوامداره تېری کېږي.»
تر دې مخکې هم په هرات کې یو شمېر ښځو او نجونو ازادي راډیو ته ویلي وو ،سره له دې چې اسلامي حجاب مراعتوي، په وروستیو اونیو کې په دوی محدودیتونه لا زیات شوي دي.
ځینو باخبره سرچینو هم ازادي راډيو ته ویلي وو چې د جمعې په ورځ د هرات په یو شمېر جوماتونو د لمانځه پر مهال ملا امامانو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې ښځې باید ټاکل شوی اسلامي حجاب مراعت کړي، که نه له قانوني چلند، او د نیولو او زنداني کولو سره به مخ شي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر، د هرات د والي ویاند یوسف سعیدي او د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر عزیزالرحمن مهاجر د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
خو طالبانو له دې وړاندې په وار وار ادعا کړې چې د ښځو او نجونو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
بلخوا حریت راډیو، چې طالبانو ته نږدې رسنۍ بلل کېږي، د غبرګولي په ۱۸مه د سیفالاسلام خیبر له قوله راپور ورکړی چې هغه د هرات د ښځو د نیولو راپورونه رد کړي او بې بنسټه اوازې یې بللي دي.
دغه راز د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي په یوه غږیز پیغام کې چې د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلوېزیون له خوا خپور شوی د هرات پېښو ته له مستقیمې اشارې پرته د اسلامي نظام پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم په هرات کې د هغو ښځو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه چې د طالبانو له نظره یې ټاکل شوی حجاب نه و مراعت کړی.
یوناما د غبرګولي په ۱۷مه ویلي وو چې دا موضوع جدي بشري حقونو اندېښنې راپاروي.
دغه بنسټ له طالبانو غوښتي چې د خلکو اساسي حقونو ته درناوی وکړي او د ښځو پر وړاندې له محدودوونکو اقداماتو ډډه وکړي.