داسې مهال چې د ناروې د کډوالو شورا د وروستیو جګړو له امله په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د اقتصادي او رواني وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی، په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي په دې هېواد کې د اسراییلو او امریکا له حملو وروسته دوی د عاید سرچینې له لاسه ورکړې دي.
د ایران په اصفهان کې مېشت یو افغان کډوال چې له خپلې درې کسیزې کورنۍ سره له تېرو څلورو کلونو راهیسې دغلته مېشت دی وايي، کار نه لري او په دې وختونو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
نوموړي دغه راز وویل چې د نښتو او هوايي حملو له امله یې ماشومان په ذهني ناروغیو اخته شوي او هره شېبه ورسره دا وېره وي چې جګړه یې ژوند وانه خلي.
هغه د غږ د بدلېدو په شرط دوشنبه د جوزا ۱۲مه ازادي راډيو ته وویل:
په ایران د اسراییلو او امریکا له حملو وروسته، دلته زموږ وضعیت ډېر خراب دی، نه یوازې امنیتي ستونزې، بلکې له سختو اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ یو، که څه هم اوس مهال نښتې کرارې دي، خو په عمومي ډول وېره لا هم شته، ماشومان ډارېږي او هره شېبه فکر کوئ چې خدای ناخواسته کوم مزایل یا مرمۍ به له موږ ژوند واخلي، دا ډېر سخت وضعیت دی چې موږ ورسره اوس مهال مخامخ یو.په اصفهان کې یو افغان کډوال
د ایران په تهران کې یو بل مېشت افغان چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ورته خبره کوي او ویې ویل چې له اوس مهال په دې هېواد کې د کارونو موندل ورته ډېر سخت شوي دي.
نوموړي وویل:
«لا هم د جګړې وېره شته، غټو شرکتونو کارونه درولي دي، موږ ته هېڅ کار نه پیدا کېږي، ساختماني کارونه په ټپه ولاړ دي، تومنو خپل ارزښت نور هم له لاسه ورکړی او د خوراکي او غیر خوارکي موادو بیې ډېرې لوړې شوي دي، نو دلته د افغان کډوالو وضیعت ډېر بد دی.»
دا په داسې حال کې ده چې تازه د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی چې په ایران کې وروستیو هوايي حملو د افغان او ایراني ماشومانو په رواني وضعیت سخت منفي اغېز کړی دی
د هغه په خبره د دوی ډېرو میندو او پلرونو ورته ویلي، هغه لږ عاید چې مخکې یې درلود هغه یې هم د جګړې او اقتصادي بحران له امله له لاسه ورکړی دی.
د ناروې د کډوالو شورا «ان ار سي» مشر یان ایګلنډ دوشنبه د جوزا ۱۱مه په یو بیان کې چې په خپله اېکس پاڼه یې خپور کړی ویلي په هغه هېواد کې مېشت له څلور میلیونو زیات افغان کډوال بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او نړیواله ټولنه باید دې موضوع ته لا ډېره پاملرنه وکړي.
د ده په وینا، ایراني او افغان کورنۍ په ایران کې د روان وضعیت تر ټړلو لویه بیه پرې کوي.
د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلنډ تر دې وړاندې افغان کډوال د ایران، اسراییلو او امریکا ترمنځ د شخړې «هېر شوي قربانیان» بللي و.
هغه ویلي و چې د عایداتو کمېدو او د بیو لوړېدو ډېری کورنۍ له دې ستونزې سره مخ کړي چې خپل لومړني اړتیاوې هم پوره نه شي کړای.
د ایګلنډ په وینا، په ایران کې د تاوتریخوالي او شخړو له زیاتېدو وروسته ګڼو افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي، په داسې حال کې چې د خوراکي توکو بیې د تېر کال په پرتله دوه برابره شوې دي.
په همدې حال کې د دغه نښتو له امله له ایرانه افغانستان ته یو شمېر راستانه شوي افغانان وايی په کور دننه له بې روزګارۍ سره مخ دي.
د پلازمېنې کابل یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته وویل:
«دلته په خپل وطن کې ورځ تر بلې له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږو، زموږ په شان ډېرې کورنۍ دي چې هېڅ کار او روزګار نه لري، ځوانا بې کاره دي، نجونې له زده کړو منع دي، کومه هستي او دارايي مو چې لرله هغه د کډوالۍ په مهال ختمه شوه اوس دلته تش لاس پاتې یو.»
د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ کړکېچ د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شو.
په ایران کې له کلونو راهیسې ډېر شمېر افغان کډوال استوګن دي، خو پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځل واکمنۍ وروسته ګڼ نور هم د اقتصادي، سیاسي او تعلیمي ستونزو په ځانګړي ډول د نجونو په زده کړو د دوام لپاره ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران ته کډوال شول.
د راپورونو له مخې اوس مهال په ایران کې نږدې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې ډېری یې قانوني اسناد نه لري.
د کډوالو د حقونو ملاتړو ادارو ویلي چې روان اقتصادي بحران او نا امنۍ د دغو کډوالو وضعیت لا خراب کړی او هغوی یې د ایستلو، بېوزلۍ او د لا ډېرو محرومیتونو له خطر سره مخ کړي دي.