ایران کې د انټرنیټ بیا محدود وصلېدل؛ ګڼ خلک لا هم له ستونزو سره مخ دي
په ایران کې تر څو میاشتني بندیز وروسته انټرنیټ په محدود شکل بېرته فعاله شوی دی. د ایران رژیم وروسته له هغه انټرنیټ بند کړ چې د فبروري په ۲۸مه امریکا او اسراییلو په ګډه په دغه هېواد برید وکړ ځینو ایرانیانو له هېواد دننه او بهر له ازادي راډیو سره د هغو سختو ورځو او شپو کیسه کوي چې انټرنېټ نه و. نور جزییات په دغه راپور کې صفي الله ستانکزی وړاندې کوي.