د بلو اوریجین شرکت یو لوی توغندی تر ازموینې مخکې وچاودېد
د بلو اوریجین شرکت یو لوی توغندی «نیوګلن» تېره شپه د ازموینې په دړه وچاودېد. دا پېښه د جف بزوس فضايي پروژې ته یوه ضربه ګڼل کېږي چې غواړي د ایلان ماسک له سپین ایکس شرکت سره واټن کم کړي. تمه وه بلو اوریجین شرکت په دغه توغندي سره د آمازون لئو ۴۸ سپوږمکۍ د ځمکې ښکتني مدار ته یوسي. هدف د ماسک له سټارلینک سټلایټ انټرنیټ سره د یوې سیالې شبکې رامنځته کول و. ایلان ماسک بیا د خپل سیال شرکت په دې تاوان خپګان ښوولی او هیله یې ښوولې چې ژر بېرته په خپلو پښو ودریږي.