د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۸

هند په زرګونو افغانان له خپلې خاورې باسي

د هند پلازمېنه نوی ډیلی
د هند پلازمېنه نوی ډیلی

په هند کې په زرګونو افغان کډوال له اجباري ایستلو سره مخامخ دي. د دغو کډوالو یوشمیر استازیو ازادي راډیو ته وویل چې د هند حکومت خبر ورکړی دی چې د خروجي ویزو غوښتنه وکړي.

د دوی له ډلې یوې افغانې چې له خپلو زامنو سره د سینګار په چارو بوخته ده، پرته له دې چې نوم یې په راپور کې یاد شي، سه شنبه( د مې ۲۶ مه) ازادي راډیو ته وویل، که افغانستان ته واستول شي هلته به څه کوي:

« موږ ته د اپرېل په ۱۶مه د وتلو خبر راغی، بیا د اپرېل په ۲۱مه، او پرون چې د مې ۲۵مه وه، درېیم ځل یې موږ ته وویل چې تاسو ته ویزه نه درکول کېږي او باید د خروجي ویزې غوښتنه وکړئ. موږ چېرته ولاړ شو؟ که موږ په افغانستان کې د اوسېدو ځای درلودای، نو ولې دلته راتلو؟ کابل ته ولاړ شو، څه وکړو او څه وخورو؟ که کابل زموږ لپاره د اوسېدو ځای وای، نو دلته به نه راتلو. هلته ځای نه و، ګواښونه ډېر وو، زما، زما د اولادونو او مېړه لپاره ډېرې ستونزې وې. اوس بېرته افغانستان ته ولاړ شو، څنګه ژوند وکړو؟ طالبان به موږ ته اجازه راکړي چې سینګار وکړو؟ »

هغې زیاته کړه چې ښځې په افغانستان کې له هېڅ حقه برخمنې نه دي او ژوند د ښځو لپاره ډېر سخت او ستونزمن شوی دی.

د روان کال له پيل راهیسې په هند کې د افغان محصلانو د ویزو ستونزې زیاتې شوي
محمد هادي مؤحد د هند د پنجابي پټیاله پوهنتون د دوکتورا افغان محصل

محمد هادي مؤحد، چې د هند د پنجابي پټیاله پوهنتون د ټولنپوهنې د دوکتورا افغان محصل دی، هم وايي چې د ۲۰۲۶ میلادي کال له پیلېدو وروسته په هند کې د افغان محصلانو د اقامت وضعیت بدل شوی او ډېر شمېر محصلانو چې د ویزې د تمدید غوښتنه کړې، د وتلو امرونه ترلاسه کړي دي.

هغه د سې شنبې په ورځ راډیو ازادۍ ته وویل چې دغه وضعیت افغان کډوال او محصلان له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

« د ویزې نه لرل د دوی ورځنی ژوند ګډوډوي، د پیسو په ترلاسه کولو او لګولو کې، په کار موندلو کې، ځکه له ویزې پرته بانکي حساب نه شي جوړېدلی او له بانکي حساب پرته څوک په کومه اداره کې کار نه شي موندلی. ډېر کډوال له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي. بل لور ته د هند پولیس هغو کارتونو ته چې د UNHCR له خوا ورکول کېږي، ډېر ارزښت نه ورکوي. په دې وروستیو کې څو کورنۍ بېرته وایستل شوې. نه پوهیږو چې ولې د هند د حکومت چلند د افغانانو او هغو محصلانو په وړاندې دومره بدل شوی چې له افغانستانه دلته راغلي».

بلخوا، نوریه صدیقي، چې په هند کې د افغان کډوالو د ښځو د ټولنې مشره ده او د افغانانو د همغږۍ کمېټې سره تړاو لري، وایي چې نژدې دوې میاشتې کېږي چې ځینو افغان کډوالو ته د وتلو اسناد ورسپارل کیږي او ترې غوښتل شوي چې په ۳۰ ورځو کې د هند خاوره پرېږدي. هغې زیاته کړه چې تر اوسه درې کورنۍ او یو شمېر محصلان په جبري ډول ایستل شوي دي او دې چارې په هند کې میشتو افغانانو ته اندیښنې پیدا کړې دي:

« د دغو کسانو جبري ایستل د هغوی ژوند له خطر سره مخ کوي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان چې له جدي او نه جبرانېدونکو ګواښونو سره مخ دي. ټول خلک غمجن او اندېښمن دي چې زموږ راتلونکی ژوند به څنګه وي. له پرمختللو هېوادونو، د بشري حقونو له بنسټونو او رسنیو غوښتنه کوو چې زموږ غږ تر مسوولو کسانو ورسوي او زموږ لپاره د درېیمو هېوادونو بشردوستانه ویزې برابرې کړي.»

په همدې حال کې، د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې دوشنبه د مې ۲۵ مه په هند کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه په یوه اعلامیه کې ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

د هند د خاورې پرېښودلو او ایستلو ګواښ افغان کورنۍ او محصلان اندېښمن کړي
د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمېټه

دغې کمېټې ویلي چې د هند د خاورې پرېښودلو او ایستلو ګواښ افغان کورنۍ او محصلان اندېښمن کړي، ځکه دوی د امنیتي، سیاسي، بشري حقونو د ګواښونو او په افغانستان کې د پراخو محدودیتونو له امله هېواد پرېښودو ته اړ شوي وو.

د دې کمیټې په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې په هند کې افغان پناه غوښتونکي، په ځانګړې توګه ښځې، ماشومان، مدني فعالان، خبریالان، د بشري حقونو ملاتړي او محصلان په سختو او له اندیښنو ډکو شرایطو کې ژوند کوي او د نړیوالې ټولنې بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

په اعلامیه کې له نړیوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې په هند کې د افغان پناه غوښتونکو وضعیت ته پاملرنه وکړي او خوندي درېیمو هېوادونو ته د هغوی د لېږد لپاره عملي او عاجل اقدامات وکړي.

تېر کال هم یو شمېر افغان فارغو محصلانو ویلي وو چې په هند کې د ویزو د نه تمدید له امله د پولیسو له خوا نیول شوي او زنداني شوي دي.

د یوشمیر راپورونو له مخې په هند کې شاوخوا پنځوس زره افغان کډوال ژوند کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG