د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۹

اوچا: د افغانستان او پاکستان جګړې په سرحدي ولایتونو کې بشري وضعیت کړکیچن کړی

داسې مهال چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو په څو سرحدي ولایتونو کې بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی، ډیورند کرښې ته د نږدې سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي د دغه نښتو له امله یې تقریبا هر څه له لاسه ورکړي دي.

د چا چې کورونه ویجاړ شوي هماغسې ویجاړ پاتې دي مرستې نه دي شوي، یوازې د هغه کورنیو سره چې شهیدان يې لرل تر ۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې، نور هېڅ غمه نه ده خوړل شوې، کوم، خو ډېر شمېر بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته راستنې شوې دي
اسدالله

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ دا اوسېدونکی اسدالله اتمانزی چې څو میاشتې مخکې یې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د نښتو پر مهال یوه وړه ورېره او مور ووژل شول او وروسته د نښتو د زیاتېدو له امله له خپلې سیمې ووتل، وايي تازه بېرته خپل کلي ته ستانه شوي خو کور یې لا هم ړنګ دی.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "کورونه د چا چې ویجاړ شوي هماغسې ویجاړ پاتې دي او نه دي ترمیم شوي، مرستې هم نه دي شوي، یوازې د هغه کورنیو سره چا چې شهیدان لرل تر ۲۰، ۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده، نور هېڅ غمه نه ده خوړل شوې، کوم دکانونه او د تېلو پمپونه چې خراب شوي وو هماغسې ویجاړ دي، خو ډېر شمېر بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته راستنې شوې دي، موږ هم راستانه شوي یو."

د ختیځ کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ یوه بې ځایه شوي هم ازادي راډيو ته وویل چې خپلو سیمو ته ستانه شوي، خو د ژوند له کړاوونو سره مخ دی.

نوموړي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "موږ خو بېرته خپل کلي ته راستانه شوي یو، خو د سرکاڼو ډېر خلک لا هم بې ځایه دي، ځکه د خلکو کورونه ړنګ شوي دي، هر څه یې له لاسه ورکړي دي چې بېرته راهم شي، دلته د اوسېدو لپاره ځای نه لري، موږ خپله هم کور مو له نیم زیات ویجاړ شوی دی، خو له ډېر مجبوریته په کې پراته یو، له وېرې سره ژوند کوو چې بیا توپونه رانه شي او بیا هوايي حمله ونه شي."

دغه زیانمنې کورنۍ له حکومته او مرستندویه بنسټونو غواړي چې له دوی سره د کورونو په رغېدو کې مرسته وکړي.

ډیورند کرښې ته د نږدې سیمو یو شمېر نورو اوسېدونکو بیا ازادي راډيو ته وویل چې د دغه نښتو له امله د دوی په سیمو کې ویجاړ شوي روغتیايي مرکزونه او ښوونځي هم په خپل حال پاتې دي چې له امله یې خلک روغتیايي او د زده کړو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

موږ خو بېرته خپل کلي ته راستانه شوي یو، خو د سرکاڼو ډېر خلک لا هم بې ځایه دي، ځکه د خلکو کورونه ړنګ شوي دي، هر څه یې له لاسه ورکړي دي چې بېرته راهم شي، دلته د اوسېدو لپاره ځای نه لري
د کونړ اوسیدنکی

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) تازه ویلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو په څو سرحدي ولایتونو کې بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

اوچا په یو راپور کې چې یکشنبه د جوزا ۳مه یې خپور کړی ویلي، د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې دا نښتې او تاوتریخوالی راپور شوي او له امله یې په ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي، نږدې زر کورونه او دغه راز ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او د اوبو سیستمونه زیانمن یا هم ویجاړ شوي دي.

په راپور کې راغلي چې که څه هم اوس مهال نښتې یو څه کرارې دي، خو د راپور په ټکو وخت ناوخت په ځینو ولایتونو کې د تاوتریخوالي پېښې رامنځته کېږي.

په راپور کې راغلي چې د روان ۲۰۲۶ کال د جنورۍ نه تر مارچ پورې په دې نښتو کې لږ ترلږه ۷۶۹ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په کې ۳۷۲ کسان وژل شوي او ۳۹۷ ټپیان شوي دي.

د راپور په ټکو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې ډېره مرګ ژوبله د فبرورۍ او مارچ میاشتو کې ده او د ملکي تلفاتو ۶۴ سلنه د پاکستان په هوايي حملو کې اوښتې ده.

له دې وړاندې د طالبانو حکومت ادعا کړې چې د روان کال د فبرورۍ له ۲۶ مې راهیسې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې لږ ترلږه ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲۲ نور ټپیان شوي دي، خو پاکستان بیا د دوی په حملو کې له یوې مخې د ملکي مرګ ژوبلې راپورونه رد کړي او ادعا یې کړې چې دوی په افغانستان کې تر ۷ سوه ترهګر وژلي دي، خو ازادي راډيو د دواړو لوریو دا ادعاګانې په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا تاوتریخوالی او نښتې د روان کال په فبرورۍ کې پیل شوې چې لا هم پای ته نه دي رسېدلي.

د تېرې ثور میاشتې په ۲۹مه د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د بلوچستان په یوه پوځي اکاډمۍ کې د وینا پر مهال ویلي و چې د دې هېواد د «غضب للحق» په نوم پوځي عملیات به په « بشپړ عزم » سره دوام ولري، هغه عملیات چې مخکې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په ضد اعلان کړي و.

خو د طالبانو حکومت ویلي هر ډول حملې ته به سم دستي ځواب ورکړي.

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG