د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۴

د کابل د «نجات څلي» د ویجاړولو پرېکړې غبرګونونه پارولي

Minorite, Kabul
Minorite, Kabul

په کابل کې د «نجات منار» د ویجاړولو اقدام د یو شمېر فرهنګي فعالانو او سیاستوالو غبرګونونه راپارولي دي. منتقدان وایي، دا منار د افغانستان د معاصر تاریخ یو مهم سمبول و او ویجاړول یې د تاریخي میراثونو پر وړاندې بې‌پامي ده.

کابل ښاروالي ویلي چې د منار نړول د ترافیکي ستونزو د حل او د نوي پُل د جوړولو د پروژې برخه ده، خو یو شمېر ښاري او فرهنګي کارپوهان باور لري چې د انجینري د بدیلو لارو په وسیله د دې تاریخي څلي ساتنه ممکنه وه.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزی ویلي چې «د نجات منار» به بېرته ورغول شي، ځکه د ده په وینا دا څلی تاریخي ارزښت لري او ښاروالي ورته درناوی لري.

ده په خپله ایکسپاڼه کې په یوه صوتي بیغام کې دې ته په اشارې چې د نجات منار سل کاله پخوا جوړ شوی او تاریخي ارزښت لري، وویل

«بې له شکه د افغانستان خلکو، د کابل ولس او په تېره بیا د جنوب د هغو خلکو لپاره ډیر ارزښت لري چې دا حماسه یې رامنځته کړې وه، کابل ښاروالي هم دې حماسې ته پوره درناوی لري، خو له بده مرغه په کورنیو جګړو کې اصلي منار ونړېده او بیا په ۱۳۹۵ کې یې پر ځای بل منار جوړ شو، اوس چې پل جوړېږي، دا منار له منځه وړل کېږي.»

بارکزي په عین حال کې ویلي چې پل به د نجات منار ونومول شي او وروسته به پر پل یو بل منار جوړ شي.

بل لور ته، د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي دا اقدام «د تاریخي ارزښتونو ضد» بللی او ویلي یې دي چې د ښاري پراختیا په نوم باید تاریخي نښې له منځه ولاړې نه شي.

په همدې حال کې، د پخواني حکومت والي محمد حلیم فدایي ویلي چې د افغانستان اصلي ستونزه یوازې د یوه منار ویجاړېدل نه، بلکې پراخ سیاسي او ټولنیز بحران دی.

د افغانستان خلک ډاریږي چې د افغانستان تاریخي اثار هسي هم ډېر له منځه تللي دي؛ څه د طالبانو په لاس باندې او یو څه تر هغه مخکې د تنظمي جګړو په وخت کې نو خلک وايي دا هم غنیمت دی

لیکوال عبدالنافع همت د طالبانو د حکومت له لوري د نجات څلي د نړېدو په وړاندې د غبرګونونو عوامل داسي په ګوته کړل:

«د افغانستان خلک ډاریږي چې د افغانستان تاریخي اثار هسي هم ښه ډېر له منځه تللي دي؛ څه د طالبانو په لاس باندې او یو څه تر هغه مخکې د تنظمي جګړو په وخت او ډېری هم هماغه مهال ویجاړ شوي دي، نو خلک وايي چې یو ځلی هم چې نړېږي، دا باید ونه نړېږي باید پاتې شي دا هم غنیمت دی. طالبان به خپل دلایل لري اما یوه بله ستونزه دا ده چې هغه څوک چې انتقاد کوي او له طالبانو سره مخالفت لري د طالبانو ټولې کړنې له سیاست سره تړي، د دوی له نورو کړنو سره یې تړي مثلاً د نجونو د ښوونځیو له بندولو، په مجموع کې د ښځو کار یا نور مدني حقونه چې سلب شوی دي نو څوک چې له دې ډول مسلو سره ستونزه لري بیا نو که طالبان کوم سم کار هم کوي، لکه د لارې جوړېدل، بیا له هغه سره هم مخالفت ښيي.»

دا څلی تر دې وړاندې هم د خلق دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ پر مهال ویجاړ شوی و، خو وروسته بیا ورغول شو.

د نجات څلی په ۱۳۰۷ لمریز کال د افغانستان د پخواني پاچا محمد نادرشاه د پاچهۍ په دوره کې جوړ شوی و.

د افغانستان ډېر تاریخي اثار د جګړو په کلونو کې ویجاړ شوي یا لوټ شوي.

طالبانو په خپله لومړۍ دوره کې د بامیان د بودا دوه زره کلنې مجسمې ونړولې او د تظیمي جګړو په کلونو کې د کابل موزیم ویجاړ شو.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG