داسې مهال چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د هغه هیواد د پیل کړيو عملیاتو په دوام ټینګار کړی په افغانستان کې ډیورنډ کرښې ته د څېرمه سیمو یو شمېر اوسېدونکې چې د وروستیو نښتو له امله بې ځایه شوي وايي، لا هم د نښتو د بیا پیل له ویرې خپلو اصلي مینو ته نه دي ستانه شوي.
موږ دلته په کامه کې د خپلوانو په کور کې یو، خو ډېر نور خلک بې سرپناه په سخته کې ژوند تېروي، زموږ غوښتنه داده چې بل اخره باید دایمي اوربند وشي چې دا بې ځایه شوي خلک خپلو سیمو ته ستانه شي او خپل ارام ژوند ته دوام ورکړيد ګوشتي اوسیدنکی
دوی وايي که څه هم له تېرو نږدې دوه اونیو راهیسي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وضعیت نورمال دی خو ویره لا هم موجوده ده.
د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې د نښتو له ویرې ګاونډ کامې ته کډه شوې ازادي راډيو ته وویل، دغلته د خپلوانو په کور کې دیره دی.
هغه چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلېدو په شرط چهارشنبه د ثور۳۰ مه ازادي راډیو ته وویل:
" نه، تراوسه بېرته خپل کلي ته نه یو ستانه شوي، ځکه ویریږو، یوازې موږ نه یو ډېر شمېر بې ځایه شوې کورنۍ نه دې ستنې شوي، ځکه هلته اوس هم هره ګړۍ د توپونو او د هوايي حملې ویره شته، موږ دلته په کامه کې د خپلوانو په کور کې یو، خو ډېر نور خلک بې سرپناه په سخته کې ژوند تېروي، زموږ غوښتنه داده چې بل اخره باید دایمي اوربند وشي چې دا بې ځایه شوي خلک خپلو سیمو ته ستانه شي او خپل ارام ژوند ته دوام ورکړي."
د ختیځ کونړ یو شمېر اوسېدونکي هم ورته خبره کوي.
د مرکز اسعداباد یوه اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط وویل:
" تقریبا دا لس دولس ورځې وشوې چې د کونړ په سرحدي سیمو کې وضعیت ارام دی، خو ویره شته، ځکه پاکستان هیڅ ډول اصولو ته ژمن نه دی، هره شېبه کولای شي چې حمله وکړي او ملکي خلک په نښه کړي، په پاکستان خلک باور نه لري ځکه خو لا هم د ناړۍ او څو نورو ولسوالیو نه کډه شوي خلک بیرته خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي او اوس هم، اسعداباد او شاوخوا سیمو کې اوسیږي."
تقریبا دا لس دولس ورځې وشوې چې د کونړ په سرحدي سیمو کې وضعیت ارام دی، خو ویره شته، ځکه پاکستان هیڅ ډول اصولو ته ژمن نه دی، هره شېبه کولای شي چې حمله وکړي او ملکي خلک په نښه کړيد کونړ اوسیدنکی
نږدې دوه اونۍ وړاندې د کونړ او د باجوړ د قومي مشرانو ترمنځ په شوې جرګه کې پر اوربند هوکړه وشوه او له هغه راهیسي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د کومې پراخې نښتې راپور نه دی ورکول شوی خو تازه د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي د دې هیواد د « غضب للحق » په نوم پوځي عملیات په « بشپړ عزم » سره دوام ولري، کوم چې مخکې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په ضد اعلان کړي وو.
نوموړي سه شنبه د ثور ۲۹ مه د بلوچستان په یوه پوځي اکاډمۍ کې د وینا پر مهال ادعا وکړه چې د دې عملیاتو هدف د پاکستاني وګړو د سر او مال ساتنه، د وسلوالو ډلو پر ضد مبارزه او د هغوی د پټنځایونو او مرکزونو په نښه کول دي:"غصب له حق عملیاتو د دښمن په زړه کې ویره پیدا کړې، دا زموږ ټینګ عزم دی تر هغه وخته په ارام نه کینو تر څو مو چې د پاکستان له خاورې د ترهګرۍ ناسور په بشپړ ډول له منځه نه وی وړی."
شریف دا خبرې د پاکستان په بېلابیلو ښارونو کې تر بریدونو ورسته کړي دي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو له زیاتېدو وروسته پاکستان د طالبانو پر ضد د « غضب للحق » په نوم عملیات پیل کړل چې په رسمي ډول یې لا هم د پای اعلان نه دی شوی.
دې عملیاتو کې پر افغانستان ځمکني او هوايي بریدونه شامل وو.
د طالبانو حکومت ادعا کړې چې د روان کال د فبرورۍ له ۲۶ مې راهیسي د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې لږ ترلږه ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲۲ نور ټپیان شوي دي، خو پاکستان په دې نښتو کې د ملکي مرګ ژوبلې راپورونه رد کړي دي او ادعا یې کړې چې دوی په افغانستان کې تر ۷ سوه ترهګر وژلي دي.
ازادي راډيو د دواړو لوریو ادعاګانې په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې حمدالله فطرت د شهباز شریف د تازه ګواښ په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې یې په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول ټي ټي پي موجودیت رد کړی او دا مسله یې د پاکستان کورنۍ موضوع بللې ده.
که څه هم د دغه نښتو د پای ته رسېدو لپاره د ترکیې په ګډون په قطر، سعودي عربستان او وروستی ځل د چین په اورمچي کې د دواړو خواو د پلاویو ترمنځ ناستې هم شوي خو تراوسه یې ښکاره پایله نه ده ورکړې.