د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۳

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په څو میاشتو کې به افغانستان ته په میلیونونو کډوال ستانه شي

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په راتلونکو اتو میاشتو کې به افغانستان ته یو میلیون او اووه لکه کډوال له ایرانه او شاوخوا یو میلیون له پاکستانه ستانه شي.

یو شمیر داسې کډوال هم شته چې د کورنۍ یوه برخه یې ایران ته تللې یوه برخه پاکستان ته:

« زموږ کورنۍ په ایران کې وه. دوی له ایرانه وایستل شوه او زه له پاکستانه؛ هیڅ ډول مرستې نه له ما سره، نه له دوی سره شوې دي. کورنۍ مې د دې لپاره ایران ته تللې وه چې له هغه ځایه یوه اروپایي هیواد ته ولاړه شي خو له بده مرغه ونه شوه. د کور کوم وسایل چې مو درلودل یا هغه پيسې چې مو زېرمه کړې وې، هم دوی لګولي او هم ما»

دې میرمنې چې د سې شنبې په ورځ( د مې ۱۹ مه) له ازادي راډیو سره خبرې کولې نه یې غوښتل چې نوم یې په راپور کې واخیستل شي، خو په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د یوشمیر ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو له لورې د ۲۰۲۶ کال لپاره افغانستان ته له ستنېدونکو کډوالو سره د مرستو د پلان د پلي کیدو چارې په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې.

پر دې پروګرام پنځه سوه نهه ویشت میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه ماموریت( یوناما) د سې شنبې په ورځ وویل چې له دوه میلیونه او اووه لکه کډوالو سره به داسې مرسته وشي چې څه باندې سل میلیونه به په سرحدي سیمو کې پر ستنېدونکو ولګول شي. د راپور له مخې دغو کډوالو ته به یو مقدار پیسې ورکړل شي او له دوی سره به د روغتیا، خوراکي موادو او ترانسپورتي خدماتو په برخو کې مرستې وشي.

د ملګرو ملتو د دې مرستندویه پروګرام پاتې لویه برخه څه باندې څلور سوه اته ویشت میلیونه ډالر کیږي چې تر ډيره په یوشمیر ولسوالیو کې چې وچکالۍ ډيرې ځپلې دي له ستنیدونکو کډوالو سره پر بنیادي خدماتو لکه زده کړې، روغتیا او اوبو ولګول شي. همدا راز به دا مرستې یوشمیر خلکو ته د اقتصادي فرصتونو په رامنځته کولو متمرکزې وي.

هغه کډوال چې د تیرو درې کلونو په ترڅ کې افغانستان ته ستانه شوې دي شکایت لري چې کارونه نه پيدا کیږي، له دې ډلې د ازادي راډیو یو اوریدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي:

« په افغانستان کې کارګران زیات دي او کار کم دی. نو ځکه د شرکتونو مالکان، د دوکانونو مالکان له خلکو کار ډیر اخلي او معاش کم ورکوي»

د کډوالو د چارو د ادارو د شمیرو له مخې افغانستان ته د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر را په دې خوا نژدې پنځه میلیونه او شپږ لکه افغانان ستانه شوې دي. دغه لوی شمیر ستنیدونکو د کورونو او سرپناه ستونزه هم رامنځته کړې ده. له پاکستانه د لغمان چارباغ ته ستون شوی کډوال ثنا ګل چې د خپلوانو په کور کې دیره دی، وایي:

« کور مو نه دی پیدا کړی. خیمه هم نه لرو چې اوس مو وهلې وای او کورونه په کرایه هم نه پيدا کیږي که کرایي کور پيدا شي بیا کرایه یو په درې له تاسو غواړي»

د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمشنري استازی وایي، افغانستان ته د میلیونونو کډوالو ستنیدل ښایي په دغه هیواد کې د بې ثباتۍ سبب شي، چې دا بې ثباتي په سیمه کې د هیچا په ګټه نه ده خو عرفات جمال له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې دا هم وویل چې ممکن افغانستان ته د ډيرو کډوالو ستنیدنه د دغهَ هیواد د اقتصادي ودي سبب شي او دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه یې غواړي او هیله یې لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG