افغانستان کې دپولیو یا ګوزڼ ضد د واکسین دکمپاین له پیل سره کنړ کې یوې میرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي او دولس کلنه لور یې په ګوزڼ اخته سوې ازادي راډیو ته وویل چې د کورنۍ د ناغیړې له امله یې لور ګوزڼ ووهله.
ما فکر کاوه واکسین دی، یو ځل به وشي بس دی؛ څه پوهېدم چې لور به مې دې حال ته رسیږي
"ما فکر کاوه واکسین دی، یو ځل به وشي بس دی؛ څه پوهېدم چې لور به مې دې حال ته رسیږي، کله به چې وخت و واکسین مو کاوه کنه ډېر یې په کیسه کې نه وو، دا مو بې ګټه کار بللو."
افغانستان کې د طالبانو د حکومت دروغتیا وزارت او نړیوالو ادارو ددوشنبې په ورځ په هیواد کې د پولیو یا ګوزڼ د واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل کړ.
روغتیا وزارت وايي دغه ۴ ورځنی کمپاین ترراتلوکې پنجشنبې پورې د شلو ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې ترسره کیږي او په کندهار، هلمند، روزګان او زابل کې دسه شنبې په ورځ پیل د جمعې ترورځې ترسره کیږي.
ټاکل شوې چې ددغه کمپاین په ترځ کې له پنځو کلونو دکم عمر شاوخوا اته ملیونه او درې لکه کوچنیان واکسین شي.
د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان رسنیو ته په یوغږیز پیغام کې په ځانګړي توګه د دیني علماوو ، مخورو او د کورنیو د مشرانو د مرستې غوښتنه وکړه.
مونږ د قومي مخورو ، علمای کرامو او کورنیو له مشرانو څخه هیله لرو چې په سیمه کې د مونږ له واکسیناتورانو سره مرستندوی اوسيشرافت زمان
" مونږ دقومي مخورو ، علمای کرامو او کورنیو له مشرانو څخه هیله لرو چې په سیمه کې د مونږ له واکسیناتورانو سره مرستندوی اوسي ترڅو وکولای شو د واکسین ښه تطبیق سره د پولیو د وحشي وایروس څخه مخنیوی وکړو. "
دغه راز "له پولیو پاک افغانستان بنسټ" هم له کورنیو غوښتي چې د خپلو ماشومانو په واکسین کولو سره د ګوزڼ د مخنیوي او له دغې بیمارۍ څخه د پاک افغانستان په جوړولو کې برخه واخلي.
د طالبانو د حکومت له پرېکړې سره سم، له ۲۰۲۴ کال راهیسې د پولیو کمپاینونه کور په کور نه ترسره کېږي او ماشومان ډېری وخت په جوماتونو کې واکسین ترلاسه کوي.
یو شمېر کورنۍ وایي چې د ښځینه کمپاین کوونکو نه موجودیت ، د تګ راتګ ستونزې او د واکسین مرکزونو لرې والی د دې لامل کېږي چې ځینې ماشومان له واکسین پاتې شي.
بلخوا پاکستان کې دوشنبې د پولیو ضد واکسیناسیون د پیل په لومړۍ ورځ د امنیتي چارواکو په وینا دوه کسه پولیسان چې د واکسین د کارکوونکو ساتنه یې کوله د وسله والو مخالفینو لخوا ووژل.
پاکستان او افغانستان په نړۍ که یواځني دوه هیوادونه دي چې د پولیو وایروس په کې له مینځه نه دی وړل شوی.
پيښور کې یو لوړ رتبه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته وویل:
"د پولیو د کمپاین پر مهال د باجوړ په قبایلي ولسوالۍ کې، هغه دوه پولیس چې د واکسین د ټیمونو د ساتنې لپاره ګومارل شوي وو، د موټرسایکل سپرو وسلهوالو له خوا په دوو جلا بریدونو کې ووژل شول."
پاکستان په ۷۹ هغو ولسوالیو کې چې د پولیو خطر په کې زیات دی د پولیو ضد یو اوونیز کمپاین پیل کړی، چې پکې به له ۱۹ میلیونو څخه زیاتو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي.
پولیو یوه ډېره ساري ناروغي ده چې تر ډېره د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان اغېزمنوي. دا ناروغي د ټول عمر فلج سبب کېدای شي، خو د واکسین د څو څاڅکو په ورکولو سره یې په اسانۍ مخنیوی کېږي.