د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۳۱

ځینې سېلاب ځپلي وايي هر څه یې له لاسه ورکړي خو لا ورسره اړینې مرستې نه دې شوي

د سیلابونو له امله اوښتي زیانونه
د سیلابونو له امله اوښتي زیانونه

په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوې یو شمېر کورنۍ وايي مناسبې او پوره مرستې ورسره نه دي شوي. د سرپناه او خوراکي توکو نه لرل هغه موضوعات دي چې دغه زیانمن یې د خپلو لویو ستونزو په توګه بیانوي.

د افغانستان په لږ تر لږه ۲۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو په اړه د نوي خبرداري سره هم مهاله د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ وايي مخکېنیو سېلابونو ترې هر څه اخیستي او تر اوسه یې کافي مرستې نه دي ترلاسه کړي.

د ختیځ ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی علي محمد وايي د وروستیو سېلابونو له امله یې کور او د کور توکي له لاسه ورکړي او اوس مهال له سرپناه پرته له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره یوځای تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

هغه دوشنبه د ثور په ۲۸مه ازادي راډيو ته وویل:

دغه خونې، ټولې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي، هېڅ نه شو ورننوتلی، وېرېږو چې راباندې ونه لوېږي، دومره ځای نشته چې ماشومان په کې ویده شي، هېچا مرسته نه ده راسره کړې، موږ هر څه شي ته اړتیا لرو.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی علي محمد


د همدغه ولایت د دره نور ولسوالۍ د ستن د سیمې یوه اوسېدونکي نصرت هم ورته ستونزه بیان کړه.

هغه ازادي راډيو ته وویل:

«هېڅ راته نه دي پاتې، ولاکه لا د خوراک لپاره څه لرو، سېلابونو مو ان د خوراک وړه وړي دي، اوس د خوراک لپاره هېڅ نه لرو.»

دغه زیانمنې کورنۍ وايي له سرپناه پرته ژوند کوي او که د سېلابونو او اورښتونو نوې څپه راځي نو زیات شمېر قربانیان به یې ښځې او ماشومان وي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېلابونو یوه تازه احتمالي لړۍ یو ځل بیا د دوی ژوند ګواښي.

د طالبانو حکومت دوشنبه د ثور ۲۸مه هم د افغانستان په لږ تر لږه ۲۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، تېزو بادونو او سېلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو حکومت د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بامیان، پکتیا، خوست، لوګر، هرات، غور، بادغیس، سمنګان، سرپل، فاریاب، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان هغه ولایتونه یاد کړي چې تر نورو ډېر د سېلابونو له خطر سره مخ دي.

دې ادارې په دې ولایتونو کې مسؤلینو ته د بشپړ چمتووالي سپارښتنه کړې ده.

د اټکل له مخې په دغو ولایتونو کې به د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۰ میلی مترو پورې وي.

طالبانو له خلکو غوښتي چې په زیانمنونکو سیمو کې له سیندونو، درو او هغو ځایونو څخه ځانونه لرې وساتي چې د ناڅاپي سېلابونو خطر لري.

په افغانستان کې د سختو اورښتونو او مرګونو سېلابونو دې لړۍ چې د تېرې حمل میاشتې له ۶مې راهیسې پیل شوې، زرګونه کورنۍ زیانمنې کړي او خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د روانې ثور په ۲۱مه ویلي و د حمل له شپږمې راهیسې په افغانستان کې د بېلابېلو طبیعي افتونو له امله ۲۵۷ کسان مړه شوي او ۳۳۸ نور ژوبل شوي دي.

د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد دغه راز ویلي و چې د سېلابونو او اورښتونو له امله سلګونه کورونه په بشپړ یا نسبي ډول ویجاړ شوي، سلګونه کیلومتره سړکونه او یو شمېر پلونه زیانمن شوي، لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه له منځه تللي او په ټولیز ډول له ۱۱ زرو ډېرې کورنۍ د دغو افتونو له امله اغېزمنې شوې دي.

خو د اقلیمي بدلون دغو قربانیانو ته د کافي مرستو نه رسېدل، بله هغه جدي ستونزه ده چې تر اوسه ورڅخه کړېږي.

د لغمان د الینګار ولسوالۍ یوه سېلاب ځپلي ازادي راډيو ته وویل چې سیمې ته یې د سروې ټیمونه ورغلي، خو مرستې نه دي ورسېدلي.

هغه د نوم د نه خپرېدو په شرط وویل:

نه خونې راپاتې دي، نه توکي راپاتې دي، خلک ځي او راځي، خو مرسته نه کوي، دا سېلابونه دا درې کاله زموږ ځمکې او کورونه خرابوي خو هېڅ مرسته نه ترلاسه کوو
د لغمان د الینګار ولسوالۍ یو سیلاب ځپلی

د شمالي ولایت بغلان د پلخمري یوه اوسېدونکي حفیظ الله بیا وویل چې وروستیو سېلابونو د کروندګرو کروندې په بشپړ ډول له منځه وړي او د سږکال لپاره یې د خلکو خواري په اوبو لاهو کړې ده.

هغه دوشنبه د ثور ۲۸مه وویل:

«یو سړی چې دهقان وي او سېلابونه یې ټول فصل تباه کړي، نو تاسو فکر وکړئ دا به څه خوري، د خلکو کورونه نړېدلي دي، ځمکې یې ویجاړې شوي، ان د یو کور دلته موټر سېلاب یوړو، خلک اړتیا لري، خو هېڅوک د پوښتنې نه شته.»

د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي د ادارې ویاند یوسف حماد د خلکو د غوښتنو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې دغه ادارې سېلاب ځپلو ته د نغدي او غیر نغدي مرستو د رسولو خبره کړې، زیانمنو کورنیو بیا ویلي چې ترلاسه شوې مرستې ورته بسنه نه کوي.

افغانستان چې د اقلیمي بدلون له امله د زیانمنونکو هېوادونو په کتار کې مخکښ بلل کېږي، په وروستیو څو کلونو کې په کې زلزلو، ناڅاپي سېلابونو او نورو ګڼو افتونو خلکو ته پراخه زیانونه اړولي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG