د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۹

طالبان: د نظام پرضد مبلغین نظامي محاکمو ته معرفي کوو

د افغانستان په شمال کې د پنځو ولایتونو د چارواکو په غونډه کې پریکړه وشوه چې د طالبانو د حکومت پرضد دې د منفي تبلیغاتو مخه ونیول شي او که چا د ممبر او رسنیو له لارې یا هم د عامو مجلسونو پرمهال د نظام پرضد منفي تبلغیات کول، نظامي محکمې ته دې وروپیژندل شي.

له افغانستانه بهر د افغان حقوق پوهانو د ټولنې رییس میر عبدالواحد سادات ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د حقوقو د اصولو پر بنسټ چې له اسلامي ارزښتونو سره مطابقت لري، د نظام پرضد د خبرو په تور د خلکو محاکمه په نظامي محاکمو کې عادلانه نه ده:

« هر ډول نیول او پر اشخاصو اتهام باید له قانون سره مطابقت ولري د واهي اتهام پر بنیاد د طالبانو د ادارې په مقابل کې د تبلیغ په تور د اشخاصو محاکمه په نظامي محاکمو کې په هیڅ ډول حقوقي او قانوني بنیاد نه لري او غیرعادلانه ده چې د اسلام له عدالت سره په ټکر کې ده»

د طالبانو د بلخ ولایت د رسنیو دفتر د جمعې په ورځ، د غويي ۲۵مه په اېکس کې لیکلي، چې د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې د پنځو ولایتونو والیانو د طالبانو د مشر د فرمانونو د پلي کیدو او د امنیتي مسایلو په تړاو هم خبرې وکړې.
په دې غونډه کې چې په سرپل کې جوړه شوې وه د طالبانو د سرپل، جوزجان، سمنګان، فاریاب او بلخ ولایت والیانو، امنیه قوماندانانو او استخباراتي رییسانو ګډون کړی وو او په همدې غونډه کې یې دا پریکړه وکړه چې د طالبانو د نظام پرضد تبلیغاتو مخنیوی دې وشي.

د بشري حقونو ډیرو ډلو تر دې مخکې بیا بیا پر طالبانو دا تور پورې کړی دی چې د بیان د ازادۍ مخنیوی کوي.

د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندوی ماموریت( یوناما) هم پر طالبانو غږ وکړ چې د بیان ازادۍ ته ژمن واوسي. یوناما په کابل کې د لږ تر لږه درې خبریالانو تر نیولو وروسته په یوه اعلامیه کې اندیښنه ښکاره کړه او څرګنده یې کړه چې « ازادې، خپلواکې او خوندي رسنۍ د روڼتیا، حساب ورکولو او د افغان ټولنې د هوساینې لپاره خورا اړینې دي»

په دې بیان کې یوناما د طالبانو چارواکي هڅولي دي چې د بشري حقونو د نړیوال قانون تر چتر لاندې خپل مکلفیتونه مراعات کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې خبریالان کولی شي له ډار، ځورونې یا د غچ اخیستنې له ویرې پرته خپل کار ته دوام ورکوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG