د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۱

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ د زیاتېدو اندېښنې

د لوی اختر درشل کې قربانۍ ته آماده څاروي - خو ورسره د کانګو د ناروغۍ خطر
د لوی اختر درشل کې قربانۍ ته آماده څاروي - خو ورسره د کانګو د ناروغۍ خطر

د لوی اختر په رانږدې کېدو او د افغانستان په بازارونو کې د څارویو د پېر او پلور په زیاتېدو سره، د کانګو ناروغۍ د خپریدو په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي. یو شمیر روغتیایی مسولان وايي چې په دې وروستیو کې د کانګو د ناروغانو شمیر ډیر شوی دی.

د لوګر ولایت اوسېدونکی عبدالجلیل وایي په کانګو ناروغۍ د اخته کېدو تجربه لري.

دی زیاتوي چې دا یې د ژوند له ترخو تجربو څخه وه:

ځینې نښې مې بدن کې راڅرګندې شوې، لکه تبه، کانګې، د عضلو درد، د سترګو د لید کمېدل او له رڼا سره شدید حساسیت، بالاخره وضعیت مې دومره خراب شو چې کوما ته ولاړم
په کانګو ناروغۍ یو پخوانی اخته ناروغ

دی زیاتوي: «ممکن داسې غوښه مې خوړلي وي چې څاوري یې په کانګو اخته و، ځکه موږ کباب کړی و او غوښه مو کاملاً پخه شوې نه وه، نو ویروس کاملا له منځه نه و تللی او زه په دې ناروغۍ اخته شوم.»

دې ناروغۍ یو شمېر هغه خلک چې نیت یې کړی د لوی اختر په ورځو کې د قربانۍ لپاره څاروي واخلي، اندېښمن کړي چې د دوی کورنۍ ته دا ناروغي انتقال نه شي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:

«موږ هر کال د لوی اختر په ورځو کې څاروي اخلو او ذبح کوو یې، خو د کانګو ناروغۍ په اړه ډېر اندېښمن یو، که روغتیايي احتیاطي تدابیر ونه نیول شي، نو دا خطرناکه ناروغي د کورنۍ ټولو غړو ته لېږدېدلی شي، هیله لرم چې روغتیايي چارواکي خلکو ته ښه معلومات ورکړي او خلک وکړای شي د دې احتیاطي تدابیرو په پام کې نیولو سره خپل ژوند وژغوري.»

په ورته وخت کې د کابل په انتاني او د فرانسويانو روغتون کې یو شمېر روغتیايي مسوولین وايي چې په دې وروستیو کې د کانګو د وینې بهیدونکي تبې د ناروغو شمېر زیات شوی دی.

د کابل انتاني روغتون کې د انتاني ناروغیو متخصص ډاکټر فریدالله عمري ازادي راډیو ته وویل:

«د کانګو د وینې بهیدونکي تبې د پېښو شمېر زیات شوی دی، او د انتاني ملي تخصصي روغتون د عامې روغتیا وزارت سره په همکارۍ اړینې اسانتیاوې او اقدامات نظر کې نیولي دي، د پېښو دا زیاتوالی مختلف لاملونه لري، د اقلیم بدلون او په مختلفو ولایتونو کې طبیعي پیښې، لکه سیلابونه، د دې ناروغۍ د زیاتوالي لامل شوي دي، همدارنګه له ګاونډیو هیوادونو څارویو سره د کډوالو راستنیدل هم د قضیو په زیاتوالي کې رول لوبولی دی، بلخوا هغه خلک چې د څارویو سره سر او کار لري روغتیایی سپارښتنې په سمه توګه نه تعقیبوي، چې دا ټول عوامل د کانګو د پښو د زیاتوالي لامل شوي دي.»

دی هغو خلکو ته چې څارویو سره کار لري، لکه قصابانو، وترنرانو، د مسلخ کارکوونکو او مالدارنو ته سپارښتنه کوي چې څارویو سره د تماس پر مهال دستکشې، ماسکونه، پیش بندونه، موزې اوعینکې استفاده کړي.

دی دا ټینګار هم کوي چې د لوی اختر لپاره د څارویو پیرودونکي، باید د څارویو غوره کولو پرمهال دستکشې واغوندي، څاروی په داسې ځای کې ذبح کړي چې وینه یې په سمه توګه ومینځل شي او شي او له ذبح کولو او قصابي کولو وروسته، غوښه په یخچال کې وساتي او په سمه توګه یې پخه کړي.

د ده په وینا، کوم کسان چې په لاسونو یا پښو ټپونه لري باید قرباني شوي څاروي ته نږدې نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) هم تازه خبرداری ورکړی چې د کریمیه-کانګو تبه په افغانستان کې مخ په زیاتیدو ده او ډیری ټولنې له خطر سره مخ دي.

د دې سازمان په ټکو، دا ویروسي ناروغي د اخته شوي کنو د چیچلو یا د اخته شوي څاروي د وینې او نسج سره د تماس له لارې په ځانګړې توګه د څارویو د ذبح کولو پرمهال یا وروسته انسانانو ته لیږدول کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان له خلکو غوښتنه کړې چې د دې ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره وقایوي روغتیایی تدابیر رعایت کړي.

هڅه مو وکړه چې د کانګو تبې په ناروغۍ د اخته کسانو د اوسني شمېر په اړه معلومات ترلاسه کړو، خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ، "د ثور په ۲۴ مه" په خپله ایکس پاڼه د یو پیغام په خپرولو اعلان کړی چې د کنو د چیچلو او د کانګو تبې د نښو نښانو لکه تبه، د ځان درد، زړه بدوالی، کانګې او د پوستکي لاندې د وینې بهیدو په صورت کې دې خلک ډاکټر ته مراجعه وکړي ترڅو ناروغي ژر تشخیص او درملنه یې وشي.

بل خوا د طالبانو حکومت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت هم په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د کانګو د وینې بهیدونکي تبې د خپریدو د مخنیوي او قصابانو ته د زده کړې ورکولو لپاره د څارویو په غوجلو او د څارویو په ساتنځایونو کې د سپرې شیندلو کمپاین پیل اعلان کړی دی، خو یو شمیر خلک وايي چې د دې ناروغۍ د خطرونو او د مخنیوي د لارو چارو په اړه د خلکو ترمنځ لاهم کافي پوهاوی نشته.

کریمه کانګو وینه بهیدونکی تبه یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې لومړی په کریمه ټاپووزمه کې وپیژندل شوه او وروسته یې په کانګو کې هم پیښې ثبت شوې.

افغانستان هر کال په ځانګړي توګه د دوبي په موسم کې او د لوی اختر په رارسیدو سره د دې ناروغۍ د پیښو د زیاتوالي شاهد وي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG