د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۲

له افغانستان، ایران او روسیې څخه اروپايي هیوادونو ته د تروریستي خطر ګواښ

د اروپايي ټولنې د یو افشا شوي امنیتي راپور له مخې، ترهګري او تاوتریخجن افراطیت لا هم د اروپا لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان او ایران وضعیت، او همداراز د اوکراین د جګړې اغېزو، د امنیتي اندېښنو کچه لوړه کړې ده.

راپور چې د اروپايي ټولنې د شورا له خوا چمتو شوی، وایي چې د “اسلامپالې/جهادي ترهګرۍ” خطر تر ټولو مهمه اندېښنه ده. د راپور له مخې، د داعش خراسان څانګه چې په افغانستان کې فعاله ده، د اروپا لپاره له مهمو بهرنیو ګواښونو څخه ګڼل کېږي او په ځانګړي ډول ځوانان د انلاین تبلیغاتو له لارې جذبوي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې په ایران کې وروستیو کړکېچونو دا وېره زیاته کړې چې ښايي ایران پلوه ډلې یا پټې شبکې په اروپا کې غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړي، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې لویې یهودي او مسلمانې ټولنې لري.

دا ۲۳ مخیز راپور، چې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړیو هیوادونو د شورا له لوري ترتیب شوی، تر ډېره د ۲۰۲۵ م کال وضعیت او انکشافات رانغاړي.

د امنیتي ارزونې له مخې، اوسني بریدونه زیاتره د ساده وسایلو لکه چړو، وسلو، موټرو او لاسي چاودېدونکو توکو په کارولو ترسره کېږي. راپور خبرداری ورکوي چې افراطي ډلې د ټیلیګرام او ټیک‌ټاک په څېر شبکو له لارې ان تر ۱۲ کلنو ماشومانو د جذب هڅې کوي.

اروپايي ټولنې همداراز اندېښنه ښودلې چې د اوکراین جګړې له سیمې د وسلو او چاودېدونکو توکو قاچاق به په منځمهاله او اوږدمهاله توګه امنیتي ستونزې زیاتې کړي.

په راپور کې ویل شوي چې سږ کال په اروپايي هیوادونو کې لږ تایید شوې تروریستي حملې شوي دي. خو په وروستیو کې دوه یهودان په لندن کې په چړو ووهل شول. د بریتانیا پولیسو دا پېښه تروریستی وبلله. د برید مسوولیت حرکت الشعب الیمن الاسلامیه په نوم ډلې په غاړه واخیست چې ویل کېږي د ایران له سپاه پاسداران سره تړاو لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG