د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۳۱

د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون؛ خلک د خپلو کورونو د قانوني مالکیت په اړه اندېښمن دي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د طالبانوحکومت له لوري د «امارتي ځمکو د پلور او وېش او د ودانیو د جوړېو د اجازې» د نوي قانون له توشیح او خپرېدو وروسته، په کابل کې د هغو استوګنیزو ښارګوټو د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې شوې، چې طالبانو دولتي یا «امارتي» اعلان کړي دي.

د ښار جوړونې وزارت دغو ښارګوټو ته اجازه ورکړې وه او هماغه وخت جوړ شوي وو
د کابل اوسیدنکی

په کابل کې د یوه استوګنیز ښارګوټي اوسېدونکی وايي، "د ښار جوړونې وزارت دغو ښارګوټو ته اجازه ورکړې وه او هماغه وخت جوړ شوي وو."

دا هم د دې ښارګوټي د نورو اوسېدونکو په څېر د طالبانو له لوري د «امارتي ځمکو د پلور او وېش او د ودانیو د جوړلو د اجازې» د نوي قانون له توشیح او خپرېدو وروسته، د خپل کور د له لاسه ورکولو له اندېښنې سره مخ دی او نه پوهېږي چې څنګه یو ځل بیا د هغې ځمکې بیه پرې کړي، چې کلونه وړاندې یې اخیستې ده.

ده چې نه یې غوښتل خپل او د ښارګوټي نوم یې په راپور کې یاد شي چهارشنبه د ثور ۲۳ مه یې ازادي راډيو ته وویل،

"موږ د هغه وخت پر حکومت، چې جمهوریت و، باور وکړ او دا کورونه مو واخیستل، هماغه وخت جوړ شوي او خلکو اخیستي وو، هر اپارتمان شاوخوا له یو لک تر یو لک او شل زره ډالرو پورې اخیستل شوی دی، د خلکو غوښتنه دا ده چې دا تاوان دې له غاصبینو واخیستل شي، چا چې دا ښارګوټی جوړ کړی او چا چې پلورلی، هغوی باید ځواب ووايي."

د کابل د یوه بل استوګنیز ښارګوټي اوسېدونکی، چې طالبانو دا هم «امارتي» تثبیت کړی او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وویل،

دا ډېره ستونزمنه موضوع ده، پخوا خلکو کار او روزګار درلود او یوازې دومره توان یې درلود چې ځان ته کور واخلي او له کرایي ژوند خلاص شي، خو اوس باید ټول اسناد وکتل شي، که کورونه واقعاً په قانوني ډول اخیستل شوي وي، نو باید خلکو ته وسپارل شي که دا کورونه یو وار بیا بیه شي نو خلک یې د ورکولو توان نه لري
د کابل اوسیدنکی

"دا ډېره ستونزمنه موضوع ده، پخوا خلکو کار او روزګار درلود او یوازې دومره توان یې درلود چې ځان ته کور واخلي او له کرایي ژوند خلاص شي، خو اوس باید ټول اسناد وکتل شي، که کورونه واقعاً په قانوني ډول اخیستل شوي وي، نو باید خلکو ته وسپارل شي که دا کورونه یو وار بیا بیه شي نو خلک یې د ورکولو توان نه لري، کار نه شته، خلک له اقتصادي پلوه ډېر ځپل شوي دي."

دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت سه شنبه د غويي په ۲۲مه د «امارتي نمرو د پلور او وېش او د ودانیو د جوړولو د اجازې» په نوم نوی قانون، د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده له توشیح وروسته، په رسمي جریده کې خپور کړ.

د دې قانون د پنځلسمې مادې په څلورم بند کې راغلي، هغه ځمکې چې د طالبانو د حکومت د «ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون» له لوري د ښارګوټو او ښاري پلانونو په محدوده کې «امارتي» تشخیص او تثبیت شوې وي، بېرته هماغو کسانو ته د ټاکلې بیې په بدل کې ورکول کېږي چې مخکې یې ترې ګټه اخیسته.

د دې قانون له مخې هر کس یوازې د امارتي سیمو د څلورو نمرو د ترلاسه کولو حق لري، او که له چا سره تر څلورو ډېرې نمرې وي، اضافي نمرې به نه هغه ته او نه به یې د لومړۍ درجې خپلوانو ته ورکول کېږي.

په دې قانون کې ویل شوي که خلک په یو ځل د ځمکې د نوې بیې د ورکولو توان نه لري نو د هغوی د مالي وضعیت تر ارزونې وروسته دې پیسې ترې په قسطونو واخیستل شي.

د طالبانو نوی قانون هغو زیانمنو مالکانو ته سپارښتنه کوي چې که بېرته اخیستل شوې ځمکې یې له نورو کسانو اخیستې وي، نو د خپلو پیسو د بېرته ترلاسه کولو لپاره دې د پلورونکو پر ضد حقوقي شکایت ثبت کړي.

خو په همدې قانون کې ټینګار شوی، هغه کسان چې محکمه «غاصبین» وپېژني، د دغو ځمکو د بیا اخیستلو حق به ونه لري.

که خلک په یو ځل د ځمکې د نوې بیې د ورکولو توان نه لري نو د هغوی د مالي وضعیت تر ارزونې وروسته دې پیسې ترې په قسطونو واخیستل شي
د طالبانو نوی قانون

دا قانون یوه مقدمه، څلور بابه، شپږ فصلونه او ۳۸ مادې لري او د ښار او کور جوړونې وزارت، ښاروالیو او د کرنې وزارت د ځمکو ادارې له خوا عملي کېږي.

په دې قانون کې د استوګنیزو او سوداګریزو نمرو د بیو د ټاکلو، د ځمکو د وېش، د قبالو د صادرولو او د ځمکو د بېرته اخیستلو څرنګوالی هم بیان شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په نږدې څلورو کلونو کې له څلورو میلیونو جریبو ډېرې ځمکې د امارتي یا دولتي ځمکو په توګه پېژندلې دي.

د کابل، هرات، بلخ، غزني، ننګرهار او بامیان په ګډون په ډېرو ولایتونو کې د هغو ځمکو لویه برخه چې اوس یې طالبان «امارتي» بولي، د جمهوري نظام پر مهال خلکو اخیستې، کورونه او ښارګوټي یې په کې اباد کړي دي.

په وروستیو کې د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی و چې د کابل ښار لوېدیځ کې د «امید سبز ښارګوټي» شاوخوا ۱۵۰۰ جریبه ځمکه او د کابل په درېیمو مکروریانو کې د «عمر ګلستان ښارګوټي» ۱۱ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې ده، هغه موضوع چې د دغو ښارګوټو د اوسېدونکو اندېښنې یې راپارولې وې.

شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې هم د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت ویلي وو چې د مرکزي زون د غصب شویو ځمکو د قضیو ځانګړې محکمې د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د «اریا ښارګوټي» د لومړي او دویم فاز له ۱۸ جریبو ډېره ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.

د طالبانو حکومت د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون یو کال وړاندې ویلي وو چې د دې کمېسیون د فعالیت له پیل راهیسې ۴۹ اعشاریه ۷ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه پېژندل شوې، ۳ اعشاریه ۹ میلیونه جریبه بېرته راګرځول شوې او د لسګونو قضیو په اړه پرېکړې شوې دي.

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG