۱۳ کلن سباوون چې له خپلې کورنۍ سره د اسلام اباد په بې ۱۷ سیمه کې اوسیږي، وايي د ویزې د نه لرلو او د پولیسو د نیولو له ویرې له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسي خپل ښوونځي ته نه دی تللی:
« ښوونځی له موږ پاتې دی، له کوره نه شو وتلی، چې ووځو هر ځای پولیس دي نیسي مو.»
هغه چې په یاده شوې سیمه کې یې د یو خصوصي ښوونځي په اتم ټولګي کې زده کړې کولې چهارشنبه د ثور۱۶مه ازادي راډيو ته وویل چې ان له کوره نه شي وتلی:
" دا یوه میاشت به کیږي چې ښوونځي ته نه یم تللی، ځکه پولیس راځي، مخکې یې هم زموږ په مکتب چاپه وهلې وه، او هلکان یې نیولي وو، اوس له کوره هم نه شو وتلی، هر ځای پولیس دي، پارک ته نه شو تللی او په کور کې لکه بندیان داسې یو."
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې میشت یو بل افغان کډوال چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل، خپل درې اولادونه یې د پولیسو د نیولو له ویرې له ښوونځیو راګرځولي دي.
هغه وویل:
"اوس له زده کړو پاتې دي، ځکه د نیولو له ویرې له کوره نه شي وتلی، پولیس په ښوونځیو هم چاپې وهي او افغانان نیسي، نو له دې ویرې مې له مکتبونو وویستل او اوس په کور ناست دي، مخکې به کورسونو ته هم تلل د انګلیسي د زده کولو لپاره، خو اوس هلته هم نه ځي، چې ونه نیول شي، نو دا هم یو سر خوږی دی زموږ لپاره، زموږ د ماشومانو د راتلونکې لپاره، ځکه اوس یې ښوونځي په نیمايي کې پاتې دي."
په همدې حال کې په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د شورا مسولین هم وايي د کډوالو لپاره د دوی د اولادونو د زده کړو دوام ناممکن شوی دی.
د دې شورا مسول بریالي میاخیل ازادي راډيو ته وویل:
" زیات شمېر کډوال په ښوونځیو کې دي، په کالجونو کې دي، په پوهنتونونو کې دي، کوم کسان چې د زده کړو مرکزونه ورسره نږدي دي، هغوی کولای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، خو هغه چې ترې لیرې وي نه شي کولای ځکه په لارو کې پولیس وي او دوی نیسي، پیسې ترې اخلي او بندیانوي یې ."
دی د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې په زده کړو د بوختو افغان ماشومانو د زده کړو د دوام لپاره یو ځانګړی میکانیزم رامنځته کړي تر څو کډوال ماشومان خپلې نیمګړې زده کړې پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري « یو این ایچ سي ار» وايي په پاکستان افغان کډوال ماشومان د قانوني اسنادو د نشتوالي او د جبري شړل کېدو له ویرې له سختو محرومیتونو سره مخ دي.
د ګډې کډوالۍ د مرکز او « یو این ایچ سي ار » شریک راپور چې « د پټ او بې اسناده ژوند تر سیوري لاندې» په نوم سې شنبه د ثور ۱۵مه خپور شوی یادو ادارو په کې په پاکستان کې د افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو د خوندیتوب اړتیاوې څېړلې دي.
راپور وایي، افغان کډوال، په ځانګړي ډول ماشومان او ځوانان، له جدي خوندیتوب ګواښونو سره مخ دي او له بنسټیزو خدماتو بېبرخې دي او ټینګار یې کړی چې د قانوني اسنادو نشتوالي او د نیول کېدو او شړل کېدو دوامدارې ویرې دوی دې ته اړ کړي چې په پټه ژوند وکړي.
د راپور د موندنو له مخې زده کړو ته د کډوالو ماشومانو نه لاس رسی تر ټولو لویه ستونزده ده او شاوخوا ۷۷ سلنه سروې شوي ماشومان ښوونځیو او د مسلکي زده کړو مرکزونو ته لاس رسی نه لري.
په راپور کې راغلي چې زیات شمېر ماشومان روغتیايي خدمتونو ته هم لاس رسی نه لري چې دا د دغه ماشومانو زیانمننه نوره هم زیاتوي.
په راپور کې د بې سرپرسته ماشومانو وضعیت لا ډېر خراب یاد شوي او ویل شوي چې ۷۳ سلنه یې د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره کار کولو ته اړ دي، په داسې حال کې چې دا کچه سرپرست لرونکو ماشومانو کې ۳۳ سلنه ده.
د راپور په ټکو په ځانکړي ډول بېسرپرسته نجونې ډېرې اغېزمنې دي چې یو لوی شمېر یې په نامناسبو استوګنیزو شرایطو کې ژوند کوي.
د موندونو له مخې د کډوالۍ فشارونه، بېوزلي او د شړل کېدو وېره د افغان ماشومانو پر رواني روغتیا هم سخت اغېز کړی دی،۷۰ سلنه ځان خپه احساسوي او ۴۴ سلنه د ویرې له ستونزې سره مخ دي.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته د بیلابیلو ستونزو په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو د دوام لپاره زیات شمېر خلک ګاونډیو هیوادونو، ډېر پاکستان ته کډوال شول، چې اوس په دې هیواد کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له جبري ستنېدو سره مخ دي.
که څه هم پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه خو په وروستیو کې یې د کډوالو نیولو، زنداني کولو او شړلو بهیر تېز کړی دی.
د ثور په ۲ مه د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي وو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو له بیا زیاتېدو وروسته پاکستان د افغان کډوالو پرضد ناوړه چاپې، خپل سرې نیونې او په جبري ډول ستنول په بې سارې ډول زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې، له دوو میلیونو څخه زیات افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، او نږدې دوه میلیونه نور لا هم په هغه هېواد کې اوسېږي.