د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۴ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۲

له پاکستانه کډه پر سر افغانان: د لاریو کرایې ملاماتوونکې دي

ارشیف
ارشیف

له پاکستانه کډه پر سر افغانان وایي چې د کډو د لېږد کرایې ورته ملا ماتوونکې دي. دوی ازادي راډیو ته وویل چې لارۍ اوس ورڅخه د پخوا پرتله څو برابره زیاتې پیسې اخلي، هغه څه چې د دوی په وس نه دي پوره.

داسې مهال چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده افغانستان ته یو شمېر تلونکي افغانان وايي، د بار وړونکو موټرو کرایې څو چنده لوړې شوي او دوی یې وس نه لري.

کډې مو تړلي دي، خو موټر نشته، کوم چې پیدا کیږي، هغوی ۶ لکه روپۍ غواړي
پاکستان کې افغان کډوال

" کډې مو تړلي دي، خو موټر نشته، کوم چې پیدا کیږي، هغوی ۶ لکه روپۍ غواړي." دا د خیبر پښتونخوا په مردان کې د میشت افغان کډوال عمران خبرې دي چې وایي، غواړي افغانستان ته ستون شي، خو د کډې وړلو وس ورسره نشته.

نوموړي د یکشنبې په ورځ ( د ثور ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل:"اول خو موټر نه پیدا کیږي، چې بیا پیدا شي، دومره کرایه غواړي چې ډېر کم کډوال به یې وسه ولري، دا نو بیخي ظلم دی، مخکې به تر تورخمه یوه لارۍ په یو لک یا یونیم لک روپۍ تلله خو اوس یې کرایې ډېرې لوړې کړي دي."

د پېښور په تاج اباد کې میشت یو بل افغان کډوال چې ده هم نیت کړی له خپلې کورنۍ سره وطن ته ستون شي، ورته ستونزه بیان کړه.

ده چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: " کډوال غریبانان دلته بیګاه ته یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دي، دومره ډېرې پیسې له کومه کړي چې موټرو ته یې ورکړي، د موټرو کرایې اوس له اسمان سره خبرې کوي، هیڅ څوک یې وس نه لري، بلې خوانه دوی دلته په موږ باندې ځمکه سره کړې چې هلئ وځئ، او هلته موټر نه پیدا کیږي، هیڅ نه پوهیږو چې اخر څه وکړو."

په خیبرپښتنونخوا کې د افغان کډوالو شورا هم د بار وړونکو موټرو د کرایو لوړېدلو ستونزه مني.

د دې شورا مسول بریالي میاخیل ازادي راډيو ته وویل:" د موټرو کرایې ډېرې لوړې شوي دي، مخکې به چې کوم موټر ۶۰ زره اخیستې هغه اوس ۲۶۰ زره اخلي یانې دوه نیم چنده لوړې شوي دي، او دلته دوی په خلکو پسې راخیستې چې هلئ ژر کوئ، نو خلک اړ دي چې موټرې ونیسي او وخت په موټرو کې تېر کړي ځکه دوی خلک بې عزته کوي."

دې ټینګار کوي چې د پاکستان حکومت باید د افغان کډوالو د ستنولو لپاره داسې یو میکانیزم رامنځته کړي چې له مخې یې دوی په اسانه او ارازنه توګه خپل هیواد ته ستانه شي.

دی غوښتنه کوي چې د تورخم ظرفیت ته په کتلو سره باید له دې ځایه کډې بار شي.

له یوې مخې د کډوالو د جبري ایستلو پرېکړه، تورخم ته په لاره اوږد انتظار،د اسنادو د پروسس په مرکزونو کې په شپو، شپو پاتې کېدل او له تورخم دې غاړې د تشو لاریو ځنډېدل هغه لاملونه دي چې د ښاغلي میاخیل په خبره دا ستونزه یې پیدا کړې ده.

له یو نیم لک نه څلور، څلورنیم لکو ته ورسېدې، د موترو کمښت دی، ګڼه ګوڼه ده
لارۍ چلوونکی

د یو بار وړنکي موټر خاوند جاوید هم ازادي راډيو ته وویل:" دې خوانه کډې ډېرې باریږي او هلته اجازه کمو خلکو ته ورکول کیږي، کرایې درې چنده شوي دي، له یو نیم لک نه څلور، څلورنیم لکو ته ورسېدې، د موترو کمښت دی، ګڼه ګوڼه ده، کوم موټر چې بار شي، په بهګیاړي چیک پوسټ کې یې منتظر کړي، اوس ګڼه ګوڼه دومره ډېره شوې ده چې ان د دې موټرو لیکه تر حیات اباد پورې رسېدلی ده."

د ده په خبره په تورخم کې په ورځني ډول له ۸۰ تر ۱۰۰ موټرو ته د تېرېدو اجازه ورکول کیږي.

خیبر پښتنخوا کې د یو ترانسپورتي شرکت مسوول حاجي اقبال هم ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې دا ستونزې تایید کړې.

د کډوالو د دغه ستونزو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د حکومت د رسېدو کمېسیون ویلي چې افغانستان کې تورخم نه، اصلي سیمو ته د کډوالو د رسولو لګښت دوی ورکوي.

یو شمېر کډوالو هم له دې وړاندې ویلي چې د پاکستان له بیلابیلو سیمو تر تورخمه د موټرو کرایه د دوی پر غاړه ده خو له تورخم بلې غاړې ته د طالبانو حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دا لګښتونه په غاړه لري.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او هره ورځ د سپین بولدک او چمن له لارې سلګونه کورنۍ افغانستان ته اوړي.

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د حکومت د رسېدو کمېسیون د راپور له مخې یوازې په تېرو دوه ورځو کې د ثور په ۱۱ او ۱۲ مه نژدې دوه زره کورنۍ چې د غړو شمېر څه دپاسه ۱۱ زره تنو ته رسېده افغانستان ته ستنې شوې دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG