د دې سازمان په وینا د اپریل په وروستیو دوو اونیو کې تر یولک او اووه ویشت زره ډیر افغانان افغانستان ته ستنېدلي دي. چې دا شمیره د پروسږکال دې مودې په پرتله تر دوه برابره زیاته ده.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان په راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، راغلي دي چې د تورخم له لارې تر ټولو ډیر کډوال ستانه شوې دي چې شمیر یې د اپریل په وروستیو دوو اونیو کې له نوي زره اوړي.
په تېرو څو ورځو کې هره ورځ د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته اوړي
د جمعې په ورځ د یوه خپاره شوي راپور له مخې د تورخم له لارې شاوخوا پنځه زره افغانان د افغانستان لور ته واوښتل. تر دې یوه ورځ مخکې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد اله فطرت پر ایکسپاڼه لیکلي و چې څلور زره شپږ نوي افغانان د تورخم له لارې خپل هیواد ته په یوه ورځ کې راغلې دي.
افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو د شمیرو له لوړیدو سره په ښارونو کې کرایي کورونه په سختۍ پیدا کیږي. په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې د دفتر یوه مسوول محمد ابراهیم عظیمي ازادي راډیو ته وویل:
"که څه هم تر یوه حده مدیریت کېږي، خو بیا هم دا چې تقاضا ډېره لوړه ده، او کورونه کم دي نو کرایې لوړې شوي دي، د بېلګې په ډول کوم کورونه چې مخکې په ۴ زره وو اوس هغه په اوه، اته زره پیدا کیږي، دغه شان کوم کورونه چې په لس زره پیدا کېدل اوس یې کرایې لږ ترلږه له ۱۵ تر ۱۶ زره افغانیو ده، د کورونو غوښتنه ډېره زیاته ده ځکه کډوال ډېر دي خو کورونه کم."
د تورخم له لارې د دغه بیروبار سربیره رویټرز اژانس د پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیویي راپور کې د هغو افغان کډوالو د کډو کتارونه ښکاره کړل چې د خییبرپښتونخوا په جمرود او لنډي کوتل سیمو کې انتظار دي چې کله به یې نوبت راځي چې د تورخم په لور روان شي.
بل لور ته له ایرانه هم د کډوالو د ستنیدو بهیر چټک شوی دی. د راپور له مخې د دوو اونیو په ترڅ کې له ایرانه شاوخوا پنځه دیرش زره کډوال افغانستان ته تللي دي، چې په دوی کې اتیا په سلو کې بوډاګان دي او له پاکستانه په ستنیدونکو کې درې پنځوس په سلو کې نارینه دي. له ایرانه په دغو ستنو شویو کډوالو کې پنځه په سلو کې ښځې دي او له پاکستانه بیا یولس فیصده ښځې تشکیلوي.
د مهاجرت نړیوال سازمان څرګندوي چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې له ګاونډیو هیوادو افغانستان ته درې میلیونه او درې لکه افغانان ستانه شوې دي.
افغانستان ته د کډوالو د ستنیدو په تړاو تیره میاشت نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي و چې د دې ستنیدونکو کډوالو له امله په افغانستان کې د سړي سر عواید پنځه اعشاریه شپږ فیصده کم شوې دي.