د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۶

ډېری افغان کسبګر وايي چې په وروستیو کلونو کې یې کاروبار خراب شوی

د بېلابېلو دودیزو او پخوانیو کسبونو یو شمېر افغان کسبګر وایي، سره له دې چې له اوږدو کلونو راهیسې دا کار کوي، خو وروستیو کلونو کې یې روزګار چندان ښه نه دی.

د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکی۳۸ کلن کلال جاوید وايي، «کاسې، منګي، ګلدانۍ او نور وسایل جوړوو، خو بازارونه د تېر په شان نه دي.»

جاوید همداراز وایي له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې خټین لوښي جوړوي.

ده ازادي راډیو ته وویل، دا کسب چې له نیکه ورپاتې دی له لسیزو راهیسې یې له خپل یو ورور سره په ګډه مخته وړي، خو خواري یې ډېره، ګټه یې کمه ده:

"بازارونه د تېر په شان ښه نه دي، څوک یې نه بیه کوي، چې لږ ډېر وسایل جوړ کړو بیا راباندې پاتې وي، له بهره که څوک (کار ته) راولو نو مجبوره یو چې هغه ته درې، څلور سوه افغانۍ ورکړو چې دا ګټه یې نه پوره کوي، موږ یو کس د ورځې تر ۱۵۰ لوښي جوړو چې ښایي په ۸۰۰ یا زر افغانۍ وپلورل شي، شبرغان، پلخمري او سرپل ته یې استوو."

جاوید وایي د میاشتې تر لسو زرو افغانیو کار کوي خو سمې نیمایي یې بیرته د لوښو پر جوړولو لګوي.

د ده په خبره، منګي، د پخلنځي وسایل او ګلدانونه تر ټولو زیات پلورل کېږي.

مسګري په افغانستان کې بل دود کسب دی.

د کابل ښار اوسېدونکی او مسګر ۷۲ کلن عبدالغني وایي، ده له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې دې کسب ته مخه کړې، د خپل عمر ډېره برخه یې په دې کار کې تېره کړې او لا هم شته.

د ده په خبره د کور بېلابېل مسین لوښي جوړوي او ترمیموي خو زیاتوي، افغانستان ته له بهره د بېلابېلو عصري وسایلو وارداتو د دوی چارې کمرنګه کړي او اوس څوک ورسره شاګردۍ ته هم زړه نه ښه کوي:

له بهره د بېلابېلو عصري وسایلو وارداتو د افغان کسبګرو کاروبار خراب کړی

"۴۰ کاله شول چې مسګري کوم، دا (کسب) خپل وخت کې چلېده، خو دا لس کلونه به کېږي چې بازار نه لري، تاسو وګرځئ چې په دې برخه کې کوم شاګرد پیدا کېږي؟ نه پیدا کېږي، شاګرد نه لرو ځکه له چلېدو پاتې دی، دا کار د لمنځته تللو په حال کې دی."

عبدالغني وایي ځوانان ځکه هم دې کار ته زړه نه ښه کوي چې په خبره یې ښه عاید نه لري.

یو شمیر افغان ځوانان چې په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي د افغانستان دودیز کسبونه د هېواد د لرغوني تاریخ او کلتور له مهمو ارزښتونو او با ارزښته صنایع بولي خو زیاتوي، دوی هڅه کوي د اوسني عصر سره سم مهارتونه، کسبونه او کارونه زده کړي.

د کندهار ولایت یو اوسېدونکی چې ځان د ماسټر په نوم راپېژني ازادي راډیو ته یې وویل:

"زما د موبایلونو ورکشاپ دی او بېلابېل وسایلو باندې کار کوم، هڅه کوم بازار ته نوي وسایل وړاندې کړم چې بیخي افغانستان کې نه وي، زه په نجارۍ او ولډینګ کارۍ هم پوهېږم، خو تمرکز مې ډیر د نویو شیانو په جوړولو باندې دي، خو دا نور کار اوباریان دې خپل کار نه ختموي، د دې کسبونو لرونکي کسان که یې کارونه او عاید کم شوي هم وي باید پرې یې نه ږدي، ځکه دا کسبونه هر څوک نه لري."

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی الفت محبزی هم وایي:

"که دا کسبونه ورو ورو له منځه ځي، دلیل یې دا دی چې ځوانان ورسره ډېره علاقه نه لري ځکه زحمت ډېر او عاید یې کم دی، ځوانان اوس چټک او عاید لرونکي کارونه غواړي، بل دا چې عصري کارونو او ټکنالوژۍ پراختیا موندلې نو موږ ځوانان هڅه کوو، انلاین کار او تخنیکي مهارتونه لکه د کمپیوټر او موبایل پروګرام ، ګرافیک ډیزاین او نور زده کړو."

دی وایي د دې لپاره چې دا لروغوني کسبونه له منځه ولاړ نه شي باید بازار ته یې د وړاندې کولو لپاره نوې او عصري لارې ولټول شي تر څو په خبره یې ځوانان یې هم تعقیب ته وهڅېږي.

د یادونې ده چې افغانستان کې له لسیزو راهیسې دودیز کسبونه او کارونه چې ځني یې لاسي صنایع هم بلل کېږي رواج دي.

دا کسبونه کلالي (له خټو د بېلابېلو وسایلو جوړول)، مسګري، پښګري، ترکاڼي، حکاکي، نساجي، زرګري، غالۍ اوبدنه، ګل دوزي، پوستن دوزي، چرم ګري، او ګڼ نور دي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمیر خلک پرې بوخت دي.

د دې کسبګرو په خبره، د افغانستان دا دودیز کسبونه د دې هېواد د پېړیو کلتوري، اقتصادي او ټولنیز ژوند مهمه برخه جوړوي. دا کسبونه یوازې د عاید وسیله نه ده، بلکې د خلکو د هویت، هنر او مهارت څرګندونه هم کوي او په نړیواله کچه د افغانستان د پېژندنې لامل شوي دي.

خو د دوی په خبره، په وروستیو لسیزو کې د جګړو، اقتصادي ستونزو او عصري صنعتي توکو د زیاتوالي له امله، د ډېری دې دودیزو کسبونو هغه پخوانی بازار نه دی پاتې، چې باید ورته پام وشي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG