د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۲

د القاعده د موسس د وژلو پنځلس کاله شول

د دوه زره لومړي کال د سپتمبر یولسمه- پر نیویارک د القاعده شبکې برید
د دوه زره لومړي کال د سپتمبر یولسمه- پر نیویارک د القاعده شبکې برید

پنځلس کاله مخکې د مې په دوهمه د امریکا ځانګړیو ځواکونو د القاعده شبکې موسس اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه.

بن لادن په نړۍ کې د تر ټولو وژونکو او ویجاړونکو ترهګریزو بریدونو د پلان جوړونکي په توګه پیژندل کیده.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱ مه نیټه، القاعدې څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې او په متحده ایالاتو کې یې ترهګریز بریدونه ترسره کړل، چې شاوخوا درې زره کسان پکې ووژل شول.

له دې حملو وروسته امریکایانو د القاعده د مشر د نیولو هڅې پيل کړې او افغانستان ته یې ځواکونه واستول، هغه هیواد ته چې هلته د القاعد شبکې مشر اوسیده او طالبانو یې ملاتړ کاوه.

څه باندې لس کاله وروسته بیا امریکایي ځواکونو اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې وموند. دا سیمه له اسلام اباده ۳۵ مایله لرې ده.

د ځینو کتونکو په باور د اسامه تر وژلو وروسته دا شبکه کمزورې شوه خو ورکه نه شوه. د اسامه ځای ناستی ایمن الظواهري بیا په دوه زره دوه ویشتم کال کې د طالبانو تر واک لاندې کابل کې امریکایي ځواکونو د یوه هوایي برید په ترڅ کې وواژه.

د ملګرو ملتو امنیت شورا پروسږکال د مارچ په میاشت کې له طالبانو وغوښتل چې د القاعده شبکې پرضد لاس په کار شي. طالبانو ویلي دي چې دوی له القاعده شبکې سره په رابطه کې نه دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG