د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۶

افغانانو ته د جرمني د انلاین ویزو اسانتیا

په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت
په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت

د افغانانو لپاره د جرمني د کار او زده‌کړو د ویزو د غوښتنې د انلاین د نوي سیستم اعلان د دوی ترمنځ د دې بهیر د اسانه کېدو هیلې زیاتې کړې دي.

د افغانانو لپاره د جرمني د کار او تحصیل د ویزو د غوښتنې د نوي انلاین سیستم له اعلان وروسته، یو شمېر غوښتونکي دا یو مهم بدلون بولي، خو وايي چې لا هم په دې برخه کې جدي ستونزې شته.

په اسلام‌اباد کې د جرمني سفارت تازه اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د جون له لومړۍ نېټې وروسته به د افغان وګړو د کار او تحصیل د ویزو ټولې غوښتنې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ د انلاین خدماتو له لارې ثبتېږي؛ خو غوښتونکي به د مرکې ترسره کولو او د غوښتنې د بهیر د وروستي کولو لپاره بیا هم اړ وي چې په اسلام اباد کې د جرمني سفارت ته مراجعه وکړي.

یو شمېر افغانان وايي، پاکستان ته تګ خپله یوه لویه ستونزه ده. د دوی په خبره د پاکستان د ویزو د ترلاسه کولو په ګډون، لوړ لګښتونه او د سفر محدودیت هغه خنډونه دي چې دوی نه شي کولای په اسانه له دې فرصته ګټه واخلي.

د طالبانو له لوري له زده کړو یوه راګرځول شوې نجلۍ وايي د ښځو لپاره بله بنسټیزه ستونزه له محرم پرته په سفر محدودیتونه دي.

هغې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي شنبه د ثور په ۱۲مه ازادي راډيو ته وویل:

« کاش دا بهیر اسانه شوی وای او له افغانستان دننه ټول کارونه ممکن وای، ځکه د خلکو اقتصادي حالت ډېر خراب دی، بله جدي موضوع دا ده چې ځینې ښځې محرم نه لري او دا ورته ډېره ستونزمنه ده، ځکه له محرم پرته دا کارونه امکان نه لري.»

یو بل افغان ځوان چې په خبره یې څو څو یې هڅه کړې چې د جرمني تحصیلي ویزه ترلاسه کړي خو له اوږده انتظار وروسته نه دی بریالی شوی وویل د وروستي خبر له اورېدو وروسته خوښ دی خو لا هم د نوي بهیر په اړه اندېښنه لري.

هغه هم چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

«اندېښنه دا ده چې ښايي د پاکستان ویزه ورنه کړل شي، د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو وروسته، د دې هېواد د ویزې ترلاسه کول هم ستونزمن شوي دي، خو که د جرمني سفارت د وخت اخیستلو بهیر انلاین شي او لکه څنګه چې ژمنه شوې چټک شي، دا به ډېر ښه وي، د هغو محصلانو تر ټولو لویه ستونزه چې غواړي په جرمني کې په لیسانس یا ماستري کچه زده‌کړه وکړي، دا ده چې په پاکستان کې د سفارت د وخت اخیستل شاوخوا دوه کاله یا تر دې ډېر وخت نیسي، او دا بهیر ډېر ستونزمن دی او انسان بې‌انګېزې کوي.»

په اسلام‌اباد کې د جرمني سفارت جمعه د ثور ۱۱مه په خپله فیسبوک پاڼه اعلان کړی چې د کار او تحصیلي ویزو افغان غوښتونکي به له دې وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ د انلاین خدماتو له لارې ثبتېږي، او غوښتونکي کولای شي خپل اسناد په انلاین ډول ثبت او د بشپړتیا په اړه یې معلومات ترلاسه کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د اسنادو له بشپړېدو وروسته، غوښتونکي کولای شي د شته وختونو له مخې او د پاکستان د ویزو د لرلو په صورت کې د مرکې وخت واخلي.

د سفارت په وینا، د دې بدلون موخه د غوښتنې بهیر اسانه کول، د انتظار وخت کمول او د دوسیو د ارزونې روڼتیا زیاتول دي.

په اسلام اباد کې د جرمني د سفارت د معلوماتو له مخې، دا سیستم د اروپايي ټولنې د آبي کارت د ترلاسه کولو په ګډون د مسلکي او تجربه لرونکو کسانو لپآره د کار او تحصیلي ویزو کټګورۍ رانغاړي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې د ویزو افغان غوښتني اړ وو چې د خپلو تحصیلي او کاري اسنادو له ارزونې مخکې لومړی په اسلام‌اباد کې د جرمني سفارت ته نوم لیکنه وکړي او وخت نا وخت میاشتې میاشتې د مرکې لپاره انتظار وکړي.

په وروستیو کې یو شمېر افغانانو ویلي چې د پاکستان د ویزې ترلاسه کولو بهیر له جدي ستونزو او ځنډونو سره مخ دی، او د هغوی په وینا، د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو وروسته دا بهیر لا هم ستونزمن شوی او محدودیتونه زیات شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته په دې هیواد کې بې کارۍ زیاته شوې او د نجونو په کار او زده کړو پراخه محدودیتونه لګول شوي دي، چې له امله یې ډیری افغانان هڅه کوي د زده کړو او کار لپاره اروپايي او نورو هیوادونو ته کډه شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG