د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۵

د دمبورې فیستوال په لومړي ځل په انلاین بڼه جوړ شو

د افغانستان او منځنۍ اسیا د کلتوري او ټولنیزې ټولنې له خوا په بهر کې د «نوای کوهسار – دنبوره» په نوم د محلي موسیقۍ لومړنی انلاین فېسټیوال جوړېږي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د موسیقۍ پر غږولو، خپرولو او اورېدلو بندیز دی او هنرمندان نور ازاد هنري فعالیت نه شي کولی، د افغانستان او منځنۍ اسیا کلتوري او ټولنیزې ټولنې اعلان کړی چې د «نوای کوهسار – دنبوره» لومړنی انلاین فېسټیوال جوړ کړي.

د دې ټولنې بنسټګر او رئیس شاهپور صداقت وایي، دا د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي فارغ دی او کلونه یې د کلتور، هنر او رسنیو په برخه کې کار کړی دی او یاد فېسټیوال یې د افغان هنرمندانو د ملاتړ او د افغانستان د محلي موسیقۍ د ژوندۍ ساتلو لپاره جوړ کړی دی:

هغه ازادي راډیو ته وویل:

"دا فېسټیوال په اصل کې یو کلتوري او انساني حرکت دی، څو موږ وکولای شو د افغانستان محلي موسیقي، چې زموږ د هویت او تاریخ مهمه برخه ده، ژوندۍ وساتو او نړۍ ته وښیو چې د افغانستان کلتور، سره له ټولو فشارونو او محدودیتونو چې په افغاني ټولنه کې شته، لا هم ژوندی دی او خپل مسیر ته دوام ورکوي او هېڅکله به غلې نه شي."

دغه غیر انتفاعي کلتوري او ټولنیزه ټولنه د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې د امریکا د ایلینوی ایالت په شیکاګو ښار کې ثبت شوې او خپل فعالیتونه یې د کډوالو د ملاتړ، د کلتوري او هنري ارزښتونو د ساتنې او د ټولنیز یووالي د پیاوړتیا لپاره پیل کړي دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په دې فېسټیوال کې ګډون د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د افغان محلي سندرغاړو لپاره ازاد دی. ګډونوال باید د دنبورې او ځینو محدودو نورو سازونو لکه غیچک، رباب، زیر بغلي او تبلې په کارولو سره په خپله خوښه ځانته شعر وټاکي خو چې د یووالي، همدردۍ، هیلې، کډوالۍ، یو بل منلو، انساني ارزښتونو او سولې موضوعات په کې نغښتي وي.

وروسته یې باید په محلي سبک اجرا کړي، ویډیو ثبت کړي او د واټساپ، ټیلیګرام یا ایمیل له لارې یې تنظیموونکو ته واستوي.

۲۴ کلن نعمت الله هزاره، چې د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکی، دا مهال په پاکستان کې او د دې فېسټیوال یو ګډونوال دی وایي، یاد فېسټیوال د موسیقۍ، په ځانګړي ډول د دنبورې، د ودې لپاره ښه فرصت دی.

"زه په یوه هنرمنده کورنۍ کې لوی شوی یم، له ۱۲ کلنۍ مې د دنبورې زده کړه پیل کړې او تر اوسه یې غږوم. شاوخوا دوه کاله کېږي چې په ټولنیزو رسنیو کې هم فعالیت لرم. زه د «نوای کوهسار – دنبوره» فېسټیوال یو ګډونوال یم او باور لرم چې دا فېسټیوال د اصیلې هزارګي موسیقۍ د ودې لپاره ډېر ګټور دی."

همدارنګه عبدالرحمن خاکسار، چې په افغانستان کې محلي سندرغاړی دی او دنبوره او غیچک هم غږوي، وایي چې شاوخوا ۲۰ کاله وړاندې یې له ځانه سره د موسیقي زده کول پیل کړل. دی زیاتوي چې د دې فېسټیوال له خبر خپرېدو وروسته یې بیا انګېزه پیدا کړې، خو د بندیزونو او احتمالي خطر له امله لا هم په کې د ګډون په اړه دوه زړې دی.

"موږ ته یوه میاشت وخت راکړل شوی، خو له بده مرغه زه اوس په افغانستان کې ژوند کوم. نه پوهېږم چې ګډون کولی شم که نه، ځکه دلته موسیقي منع ده. که موږ موسیقي وغږوو او ونیول شو، ښایي له ځورونې سره مخ شو او ان د وژل کېدو خطر مو هم شته."

په دې فېسټیوال کې ګټونکي د داورانو له خوا ټاکل کېږي.

سید حیات الله کمال، چې د جوزجان ولایت د شبرغان ښار ۶۰ کلن هنرمند او د دې فېسټیوال له داورانو څخه دی، وایي ۴۵ کاله د موسیقۍ تجربه لري او په بېلابېلو هېوادونو لکه هند، ترکیې او ازبکستان کې یې کنسرتونه ورکړي دي.

ده ازادي راډیو سره په خبرو کې له هنرمندانو وغوښتل چې په دې فېستیوال کې ګډون وکړي:

"دا استعداد الله ورکړی، باید ترې ګټه واخلي. هڅه دې وشي چې ټولنې ته یو تل پاتې اثر پرېږدي او هر څه چې وړاندې کېږي، باید په سمه او معیاري بڼه وړاندې شي."

په دې فېسټیوال کې د خلکو له نظره هم د غوره هنرمند ټاکلو لپاره یوه برخه شته، چې پکې د ګډونوالو اثار د ټولنې په رسمي پاڼو کې خپرېږي او خلک د خپلو خوښو له لارې په ټاکنه کې برخه اخلي.

د مهالویش له مخې، لومړی پړوا یې د اپریل له ۱۵ څخه د جون ۱۵ پورې دی او دوهم پړواو بیا د جون له ۱۵ څخه د جولای ۱۵ پورې دوام کوي، چې پکې اثار خپرېږي، خلک رایه ورکي او داوران هم خپله ارزونه کوي.

پایلې به بیا یوه میاشت وروسته اعلان شي او له لومړي تر پنځم مقام ګټونکو ته(له ۱۰۰۰ تر ۳۰۰ ډالرو پورې) ورکول کېږي.

دا ټول په داسې حال کې دي چې د طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې پر موسیقۍ سخت بندیز لګېدلی او مخکې ځینو هنرمندانو د طالبانو له خوا دوی سره د بد چلند او فشارونو ادعاوې کړې وې او ویلي یې وو چې اړ شوي هېواد پرېږدي. همدارنګه راپورونه ښيي چې په تېرو نږدې پنځو کلونو په دغه هیواد کې د طالبانو له خوا سلګونه د موسیقۍ الې سوځول شوي دي.

په وروستي مورد کې ۲۱ کسان د موسیقۍ د الاتو د غږولو او د الکولي مشروباتو د کارولو په تور نیول شوي دي.

د بغلان ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ د ثور په ۳ مه نېټه وویل چې له دغو کسانو څخه دنبوره، غیچک، تبله او هارمونیه ترلاسه شوي دي.

له افغانستان بهر افغان هنرمندان هڅه کوي چې افغاني موسیقي ژوندۍ وساتي، او خپلو هغو هم غاړو ته غږ شي چې په هیواد کې دي، نه یې خپل او نه یې د موسیقۍ غږ شته.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG