د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۶

ښځینه فوټبالرانو ته نوی فرصت، جلاوطنه فوټبالرانې اوس نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي

د فوټبال پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپل، ارشیف
د فوټبال پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپل، ارشیف

په جلا وطنۍ د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف د فوټبال د نړیوال فدراسیون«فیفا»اجازه ترلاسه کړه. د فیفا د تازه اعلان له مخې، په خپلو نویو مقرارتو کې یې داسې بدلون راوستی چې په جلا وطنۍ کې د افغانستان د فوټبال د ښځو لوبډله ته په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لاره هواروي.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون په رسمي سیالیو کې په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډلې ته د ګډون اعلان په کور دننه هم فوټبالرې نجونې هیله مندې کړي دي.

دوی وایي، دا پرېکړه کولی شي د افغان ښځینه ورزشکارانو غږ یو ځل بیا نړۍ ته ورسوي.

له دې ډلې یوې د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:"د هرې ورزشکارې نجلۍ هیله دا وي چې یوه ورځ د افغانستان ملي بیرغ د سیالۍ په میدان کې رپېدلی وویني، هیله لرم چې دا پرېکړه ورزشي ډګر ته په ازادانه ډول د افغان ښځو د بیا راتګ لامل شي."

یوه بله پخوانۍ فوټبالره چې دا هم نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وایي، په دې پرمختګونو سره باید هغو ښځینه لوبغاړو ته هم پام وشي چې افغانستان کې دي:"زه په رښتیا ډېره خوشحاله یم خو د ډېر درد احساس هم کوم، ځکه موږ کلونه خواري کړې زحمت مو ایستلی خو اوس په افغانستان کې پاتې یو، باید موږ ته پام وشي، څو له دې حالته ووځو او بېرته خپلې میني یعنې فوټبال ته ستنې شو."

دا څرګندونې وروسته له هغې دي چي تازه د فوټبال نړیوال فدراسیون په جلاوطنۍ کې د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډلې ته په نړیوالو رسمي سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړه.

فیفا چهارشنبه د غویې یا ثور ۹مه په یوه اعلامیه کې ویلي، دې شورا په دې برخه کې مهم تعدیل تصویب کړی دی.

د دې بدلون له مخې په جلا وطنۍ کې د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله یا د « افغان ومن یونایټیډ» د ټیم غړي چې د فیفا له لوري یې مالي ملاتړ کیږي کولای شي د فیفا په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

فیفا ویلي، د دې اقدام هدف دا دی چې لوبغاړې د هغو شرایطو له امله چې د دوی له کنټروله بهر دي، له نړیوال فوټبال څخه محرومې نه شي؛ د فیفا په ټکو دا اقدام د نړیوالتوب، شمولیت او تبعیض نه‌کولو له اصولو سره سم دی.

په اعلامیه کې راغلي که څه هم دا پرېکړه سمدستي د عملې کېدو وړ ده خو اوس به دا اداره د لوبډلې د ثبت او د ورزشي جوړښت په ګډون ادارې پروسه پرمخ یوسي.

دا مهال له ۸۰ زیاتې د فوټبال افغان لوبغاړې په استرلیا، متحده ایالاتو او اروپا کې میشتې دي.

هڅه مو وکړه په دې اړه په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ښځو د فوټبال د لوبډلې د غړو نظر هم واخلو خو دوی د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

په دې وروستیو کې په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ښځو د فوټبال د لوبډلې لپاره په انګلستان او استرلیا کې د ورزشي تمرینونه دوه کمپونه هم جوړ شوي وو او راتلونکې ورزشي کمپ به یې د روان کال د جون له ۱مې تر ۹ مې په نیوزلانډ کې جوړ شي او هلته به د کوک ټاپوګانو پر وړاندې د لوبې فرصت هم ولري.

د فیفا د معلوماتو له مخې، که څه هم دا لوبډله د ۲۰۲۷ کال د ښځو نړیوال جام د غوراوي سیالیو کې برخه نه شي اخیستلی خو کولای شي د ۲۰۲۸ کال د المپیک سیالیو په غوراوي پړاو کې ګډون وکړي.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون په اعلامیه کې د فیفا د مشر جیاني اینفانتینو له قوله ویل شوي «موږ په هغه ښکلې سفر ویاړو، چې د افغان ښځو یونایټډ سره پیل شوې او له دغه نوښت سره موږ غواړ دوی او د فیفا نورو غړو فدراسیونونو ته چې ښايي ونه شي کولای د فیفا د لوبو لپاره خپله ملي یا استازې لوبډله ثبت کړي، د اړوند کنفدراسیون په همغږۍ د راتلونکو ګامونو زمینه برابره کړ.

د فوټبال د برخې یو شمېر کتونکې دا پرېکړه د افغانستان د ښځو د فوټبال لپاره مثبت ګام بولي.

په اتریش کې میشت افغان فوټبالر طارق مجیدي ازادي راډيو ته وویل:"دا پرېکړه کولی شي د ورزشي استعدادونو ودې ته زمینه برابره کړي او ښځې وهڅوي چې خپل ورزش ته دوام ورکړي او هیله‌منې پاتې شي."

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې، په جلا وطنۍ کې د افغانستان د فوټبال د ښځو لوبډلې « فیفا د ښځو د سیالیو سلسله متحدوي» په سیالیو کې چې په مراکش کې جوړې شوې ګډون کړی و.

فیفا د روان کال په مې میاشت کې په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو د لوبډلې جوړښت ومانه او مالي او عملیاتي بودجه یې ورته برابره کړه، خو دا لوبډله لا هم د افغانستان د رسمې لوبډلې په توګه نه وه پېژندل شوې.

دا لوبډله له هغه افغانو نجونو جوړه شوې چې له ۲۰۲۱ کال وروسته له افغانستان وتلي او هڅه کوي په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان استازولي وکړي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د ورزش په ګډون په ښځو پراخه محدودیتونه لګول شوي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG