په کابل ښار کې د یوه ښوونځي مدیرې وویل، دې وضعیت نه یوازې د زده کړو په بهیر بلکې د زده کوونکو په روحیې او زده کړو ته د دوی په لیوالتیا هم اغیز کړی دی.
دې چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل:
" د ښځینه ښوونکو د کمښت په ګډن نورې ستونزې هم ورزیاتې شوې دي، د ازادو سیالیو له لارې د دندو ترلاسه کول نشته بلکې څوک چې واسطه لري د حکم پر بنسټ ګمارل کیږي، زدهکوونکې تر شپږم ټولګي هېڅ انګېزه نه لري، د زدهکړې شوق او لیوالتیا یې له منځه تللې ده، ښوونځیو ته د زدهکوونکو راتګ ډېر کم شوی، که په اوونۍ کې یو یا دوه ورځې راشي."
په همدې حال کې، د بلخ ولایت د مزارشریف ښار یوې قابلې هم د نوم د نه خپرېدو په شرط وویل چې په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د ډاکټرانو او قابلګانو کمښت یوه جدي ستونزه ګرځېدلې او کله ناکله یوازې یو کارکوونکی د ناروغانو د درملنې لپاره موجود وي، چې اړتیاوې یې نه شي پوره کولای.
"دا ډېره د اندېښنې وړ ده، په دولتي مرکزونو کې ډاکټران کم دي، قابلې کمې دي، د زېږون پر مهال ډېرې ستونزې وي
دې هم د سېشنبې په ورځ (د ثور ۸مه) ازادي راډیو ته وویل:
"دا ډېره د اندېښنې وړ ده، په دولتي مرکزونو کې ډاکټران کم دي، قابلې کمې دي، د زېږون پر مهال ډېرې ستونزې وي، که شپه وي که ورځ، کله یوازې یوه کارکوونکې وي او سم خدمت نه شي وړاندې کولای."
په ورته وخت کې د تخار ولایت یوه اوسېدونکې وایي، په ځینو دولتي روغتونونو کې ناروغان، په ځانګړي ډول امیندوارې ښځې، د درملنې په برخه کې له ځنډ سره مخ کېږي.
دې هم چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل:
" مخکې به چې موږ تللو هر وخت قابلې ډېرې وې، ان رضاکاران هم موجود ول، داسې نه وه چې موږ دې ډاکټر پسې وګرځو، خو اوس ناروغان اړ دي چې ډاکټران ولټوي یا یې له خوبه راویښ کړي."
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق «یونیسف» خبرداری ورکړی که دا محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۲۵ زرو څخه ډېرې ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکي له لاسه ورکړي.
دې ادارې سه شنبه د ثور ۸مه په خپل تحلیلي راپور کې ویلي چې دا وضعیت نه یوازې د زدهکړو او روغتیا سیستم کمزوری کوي، بلکې د هېواد اقتصادي راتلونکې هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په افغانستان کې په ملکي خدمتونو کې د ښځو حضور له ۲۱ سلنې څخه ۱۷عشاریه ۷ سلنې ته راکم شوی دی.
«یونیسف» له طالبانو غوښتي چې پر ښځو د کار او زده کړو محدودیتونه پای ته ورسوي.
خو د طالبانو حکومت له دې وړاندې ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونه خوندي دي او تراوسه یې د کورنیو او نړیوالو غوښتنو سره سره دا محدودیتونه پای ته نه دی رسولي.
«یونیسف» ویلي، دې محدودیتونو تر اوسه لږ تر لږه یو میلیون نجونې اغېزمنې کړې دي، او که بدلون رامنځته نه شي، دا شمېر به تر ۲۰۳۰ کال پورې دوه چنده شي.
په راپور کې دغه راز راغلي چې د لومړنیو زدهکړو په برخه کې د ښځینه ښوونکو شمېر د ۲۰۲۲ کال له ۷۳ زرو څخه په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶۶ زرو ته راکم شوی، چې دا کموالی د ماشومانو، په ځانګړي ډول د نجونو زدهکړې له ګواښ سره مخ کوي.
سره له دې چې شاوخوا ۱۵ میاشتې مخکې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت یو چارواکي ویلي وو چې په روغتيايي برخه کې د ښځینه کارکوونکو کمښت سره نه دي مخ، خو «یونیسف» خبرداری ورکړی چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت او د ټولنیزو محدودیتونو له امله نارینه ډاکترانو ته د ښځینه ناروغانو نه ورتګ، روغتیايي خدمتونو ته د میندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو لاسرسی سختوي.
د دې ادارې په وینا، پر نجونو او ښځو د زدهکړو او کار محدودیتونه هر کال افغانستان ته شاوخوا ۸۴ میلیونه ډالر اقتصادي زیان اړوي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان کې له واک ته له بیاځلي رسېدو ورسته له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه د نجونو په هر ډول زده کړو بندیز ولګاوه او دغه راز یې ښځې په ډیری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کاره منع کړې.