د هلمند ولایت اوسېدونکی ۲۳ کلن قدیر پاڅون وايي: «زما انګېزه دا ده چې تعلیم د هر ماشوم حق دی او غواړم هغوی ته چې د غربت، لیرې والي یا محرومیت له امله ترې پاتې دي، د زده کړې زمینه برابره کړم.»
قدیر پاڅون وایي له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د هېواد جنوبي ولایتونو په ځانګړې توګه هلمند کې د ماشومانو د تعلیم او دوی ته د درسي توکو د رسونې په برخه کې رضاکارانه فعالیت کوي.
پاڅون د دوشنبې په ورځ «د ثور په ۷مه» ازادي راډیو ته وویل، که څه هم وخت نا وخت د امکاناتو په برخه کې له مختلفو ننګونو سره مخ کېږي، خو د ماشومانو اړتیاوو او د خپل فعالیت لوړ ارزښت ته په کتو خپل کار ته دوام ورکوي: "اوسني وخت کې رضاکاره فعالیتونه ډېر اړین دي ځکه ډېری ټولنې مو له فقر، بې سوادۍ او د اساسي خدمتونو له کمښت سره مخ دي، زه د بې وزله او یتیمو ماشومانو د زده کړو او روزنې په اړه رضاکاره فعالیت کوم، خو یوازې تعلیم نه، بلکې د ماشومانو د روزنې عامه پوهاوي، ارزښت او حقونو په اړه هم کار کوم، دا ډېره مهمه ده چې ځوانان رضاکارانه فعالیتونو ته مخه کړي ځکه هغوی د خلکو ژوند کې د مثبت بدلون مهم رول لوبوي."
د هېواد ختیځ زون، کونړ ولایت کې یوه ښځینه رضاکاره چې د ښځو د حقونو، په ټولنه کې د بدو رواجونو په ځانګړې توګه د کم عمره نجونو د ودونو خلاف د عامه پوهاوي او د طبیعي پېښو پر مهال دوی ته د حفظ الصحې په برخه کې فعالیت کوي، هم د موضوع د حسیاست له امله یې د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، که څه هم اوس د تېر پرتله د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو پر فعالیتونو د محدودیتونو په لګولو دا رضاکاره فعالیتونه خورا کم شوي، خو دا د خپلو سیمو او ولسوالیو د ښځو او نجونو حالاتو ته د رسېدنې لپاره کار کوي: "هغو سیمو کې چې خلا وي او زموږ په نظرونو اصلاحات رامنځته کېدای شي موږ تللي یو، ډېرو سیمو کې چې کوچنۍ نجونې واده او بیا یې د زېږون پر وخت د مرګ سبب شوي، نو زه خپله په رضاکارانه ډول خلکو ته دا مشورې ورکوم چې کم عمر کې نجونې مه ورکوئ، بل چې کله نجونې یا ښځې ناروغانې شي او دوی روغتون ته بیول کېږي یا چې ښځې کور کې ولادت کوي نو موږ مشوره ورکوو چې دا روغتون ته بوځئ، که څه هم اوس دلته د خلکو د ژوند بدلون لپاره دې فعالیتونو ته ډېره اړتیا ده، خو اوس خلک رضاکاره فعالیت ډېر نه کوي، خصوصا ښځینه وو ته د محدودیتونو له امله بېخي دا فعالیتونه صفر ته رسېدلي دي."
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی او د پولیو واکسین واکسیناتور او د بېلابېلو نورو روغتیایي خدمتونو په برخه کې رضاکاره فعال الفت الله محبزی هم وایي له ډېرو کلونو راهیسې په دې برخه کې خپلو کلیوالو او نورو نږدې ولسوالیو کې ماشومانو ته روغتیایي خدمتونه رسوي، خو دی وایي که چېرې د دولت یا بشري او خیریه مؤسسو لخوا د دې رضاکاره ځوانانو ملاتړ وشي، د دوی اقتصادي ننګونې به حل او په اوږدمهال کې به د یوې سالمې، عادلانه او پرمختللې ټولنې د جوړېدو سبب شي: "ما له ۲۰۱۴ کال راهیسې د پولیو واکسین او ۱۰ نورو خطرناکو ناروغیو د وقایې او کورنیو ته د ماشومانو د حفظ الصحې پوهاوی ورکاوه، خو بیا مې قرار ختم شو، اوس هم په رضاکاره ډول هماغه کلینیک سره چې کومې روغتیایي مرستې وي یا وړیا وسایل چې عامې روغتیا ریاست یا «ډبلیو اچ او» لخوا راوړل کېږي، خلکو او ټپیانو ته رسوو او کمياینونو کې برخه اخلو، خو موږ رضاکاران هم کار نه لرو چې خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړو، که چېرې مرستندویه ادارې موږ ته یو معاش وټاکي چې زموږ د کورنیو اړتیاوې پوره او موږ وکړای شو نور هم ټولنې ته خدمات وړاندې کړو."
ځینې عام خلک دا ډول فعالیتونه خورا مهم بولي.
د ارزګان ولایت اوسېدونکي شفیع الله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ کلي کې ډېر داسې ځوانان شته چې مختلفو برخو کې په رضاکارانه ډول فعالیت کوي، زموږ ښوونځي کې چې موږ (رسمي) استادان یو، نور رضاکاره استادان هم کار کوي، دا ډېر ښه احساس دی چې خلک مینه لري او خپل وطن سره یې کوي."
که څه هم دا مهال په افغانستان کې په مختلفو برخو او سکټورونو کې د رضاکاره ښځینه او نارینه وو دقیق شمېر مشخص نه دی، خو د تېر جمهوري حکومت پر مهال زرګونو ځوانانو او ښځو بشري رضاکارانه فعالیتونه کول.
خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو په ډېری فعالیتونو په ځانګړې توګه کلیو او ولسوالیو کې محدودیتونه وضع شوي او دوی ته له محرم پرته سیمو ته د تګ اجازه نه ورکوي چې دې وضعیت دا فعالیتونه اغېزمن کړي دي.
د یادونې ده چې افغانستان لسیزو جګړو او طبیعي پېښو ځپلی او په دوامداره توګه له بد بشري وضعیت، اقتصادي ستونزو او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی چې د دې ستونزو اغېزې د خلکو پر ورځني ژوند، روغتیا، تعلیم او ټولنیزو ارزښتونو ژورې اغېزې کړي، چې دا رضاکاره ځوانان یې د مثبت بدلون په هیله ورته هلې ځلې کوي.