د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۶

اوچا وايي، په افغانستان کې د مرستو رسولو په چارو کې ځینې ګډوډۍ ثبت شوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي په تېره میاشت کې د بشري مرستو په وړاندې د ناامنۍ او د دې بهیر د ګډوډولو ۸۶ پېښې ثبت شوې دي.

د ننګرهار یو اوسېدونکی وايي « مرستې د طالبانو خپلوانو او دوستانو ته ورکول کېږي، خپله طالبان په کې برخه لري، د غریب سړي څوک په کیسه کې هم نه وي چې شپه یې څنګه تېرېږي او ورځ یې څنګه تېرېږي»

د ننګرهار دا اوسېدونکی چې په وروستیو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سختو نښتو له امله له خپلې سیمې بې ځایه شوی وايي څو ځله د دوی لپاره مرستې ورغلي، خو د سیمه ییزو طالب سرتېرو د لاس وهنې له امله ګډې وډې شوې دي.

ده د نوم د نه خپرېدو او د غږ د بدلون په شرط ادعا وکړه چې څو ځله د مرستو ترلاسه کولو لپاره تللی، خو بېرته خالي لاس کورته ستون شوی دی: "زه خپله درې څلور ځله د مرستو د ترلاسه کولو ځای ته تللی یم، خو یو ځل مې هم مرسته نه ده ترلاسه کړې، ځکه په دې کې ټولې اړیکې پالل کېږي، مرستې د طالبانو خپلوانو او دوستانو ته ورکول کېږي، خپله طالبان په کې برخه لري، د غریب سړي څوک په کیسه کې هم نه وي چې شپه یې څنګه تېرېږي او ورځ یې څنګه تېرېږي، د بې وزلو او غریبو په نوم راغلې مرستې دوی په خپلو منځونو کې تقسیموي."

له دې وړاندې هم یو شمېر بې وزله کسانو ازادي راډيو سره په خبرو کې ورته ادعاګانې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي په تېره مارچ میاشت کې د بشري مرستو د ګډوډولو او د مرسته رسوونکو په وړاندې د ناامنۍ ۸۶ پېښې ثبت شوې دي.

تېره مارچ میاشت کې د بشري مرستو د ګډوډولو او د مرسته رسوونکو په وړاندې د ناامنۍ ۸۶ پېښې ثبت شوې دي

دغه دفتر یکشنبه د ثور یا غويي ۶مه په یو راپور کې چې پر اېکس پاڼه یې خپور شوی ویلي په دې کې د مرسته رسوونکو په وړاندې امنیتي ګواښونه، د مرستو رسولو د بهیر ځنډېذل او د مرستو رسولو د یو کارکونکي وژل کېدل هم شامل دي.

د راپور له مخې، په همدې موده کې درې د مرستو رسولو کارکوونکي هم نیول شوي دي، خو د وژل شوي او نیول شویو کسانو په اړه نور معلومات نه دي ورکول شوي.

اوچا په خپل راپور کې ویلي چې دا پېښې تر ډېره په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې په ځانګړي ډول د پاکستان د بریدونو پر مهال ثبت شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو مخکې تر دې یې په وار وار دغه ډول راپورونه رد کړي دي.

د مرستندویه مؤسسو یو شمېر افغان کارکوونکي بیا د مرستو رسولو په بهیر کې د طالبانو لاسوهنه تأییدوي.

د یوې مرستندویه مؤسسې رییس د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: "دوی وايي کوم کارکوونکي چې تاسو ګومارئ هغه باید اول موږ ته معرفي کړئ، د معاشونو پوښتنه په شفاهي ډول کول، دغه راز د مرستو د ترلاسه کولو لېستونه خو اول دوی ګوري، بېلابېلې ادارې یې په یو وخت درنه غواړي، هدف یې دا وي چې دوی خپل کسان په کې ورځای کړي او په دې شکل باندې په دفترونو فشار راوړي."

د یو مرستندویه دفتر یوه کارکوونکي هم ازادي راډيو ته د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ورته څرګندونې وکړې.

هغه وویل: "د ډبیلو اېف پي کومې مرستې چې دي، مستحقو خلکو ته نه رسېږي، دا مرستې په قومونو او قومي ملکانو باندې وېشل کېږي، هغه کسان چې بې وزله وي او بېګا ته یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران وي هغوی ته نه رسېږي."

د بهرنیو خیریه مؤسسو په مرستو کې د طالبانو د لاس وهنې په اړه مخکې هم راپورونه ورکول شوي او ان په ځینو سیمو کې د دغه لاس وهنو له امله مرستندویه مؤسسو خپلې پروژې هم ځنډولې دي، خو طالبانو په وار وار دغه ډول راپورونه رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په خپل تازه راپور کې دا هم ویلي چې د نورستان ولایت د کامدېش او برګ‌مټال ولسوالیو کې د لارو تړل کېدو هم د مرستو د رسولو په بهیر اغېز کړی و.

اوچا دغه راز دا ویلي چې په تېره مارچ میاشت کې د ښځو د دفترونو او د مرستو د وېش له مرکزونو څخه د منع کېدو ۱۴ پېښې هم ثبت شوې دي.

د اوچا په وینا، په ننګرهار ولایت کې ښځې په ځانګړي ډول د قابله‌ګۍ له یوه روزنیز پروګرام څخه هم محرومې شوې دي.

د راپور له مخې، بارانونه او ناڅاپي سېلابونه هم د هغو عواملو له ډلې وو چې د مرستو د رسولو بهیر یې ګډوډ کړی دی.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG