بریتانیا په دې غور کوي چې له طالبانو سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره خبرې وکړي چې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود وایي، دوی د نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه د اروپایي هېوادونو هغه پلانونه له نږدې څاري چې له طالبانو سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې کوي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې دا موضوع په دې وروستیو کې خبریالانو ته په څرګندونو کې یاده کړې او ویلي یې دي چې دوی هڅه کوي په دې اړه له خپلو شریکانو سره یوې ګډې هوکړې ته ورسېږي.
خو دوکتور صلاح الدین سعیدي لندن کې میشت حقوق پوه او دسیاسي مسایلو څیړونکی په دې باور دی چې هیوادونه دخپلو ژمنو په اساس دپناه غوښتنې په کیسونو غور کوي او هریو دغه ډول کیسونه بیله ځانګړتیا لري او دنورو اروپايي هیوادونو سره د ډیپورت هماهنګ کول کوم اساس نلري.
د کورنیو چارو د وزیرې له خبرو داسې معلومیږي چې دهغو مسایلو په مورد کې او قضایاوو په مورد کې غږیږي چې هغه رد شوي دي ، دا نو هره دوسیه جدا کتل په کار لري او دهغه پربنیاد باندې نظر قایمول.
" مسایل په انفرادي ډول باید په دقیقه توګه وڅیړل شي او دهغه پربنیاد باندې د پناهندګۍ مسئله ترغور لاندې ونیول شي اما د کورنیو چارو د وزیرې له خبرو داسې معلومیږي چې دهغو مسایلو په مورد کې او قضایاوو په مورد کې غږیږي چې هغه رد شوي دي ، دا نو هره دوسیه جدا کتل په کار لري او دهغه پربنیاد باندې نظر قایمول."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې فرانس پرس خبري آژانس د سرچینو له قوله راپور ورکړ چې د طالبانو د حکومت چارواکي به په راتلونکو اونیو کې بروکسل ته سفر وکړي څو د اروپایي اتحادیې څخه افغانستان ته د افغانانو د ایستلو په اړه خبرې وکړي.
دا موضوع اندېښنې راپارولې دي،او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنېټ تېره اوونۍ وویل چې د اروپایي اتحادیې له خوا له طالبانو سره د ځینو افغانانو د ایستلو په اړه خبرې ډېرې د اندېښنې وړ دي.
افغانستان ته له بریتانیې د کډوالو د ستنولو خبره په داسې مهال کیږي چې برلین واردمخه افغانستان ته دهغو کډوالو ستنول پیل کړي چې په جرمني کې په جرایمو کې ښکیل ګڼل شوي دي.
په تازه مورد کې شل کسه افغانان چې په جرایمو تورن شوي وو د تیرکال په کب میاشت کې افغانستان ستانه کړای شول.
د جرمني کورنیو چارو وزارت وویل چې دغه کسان له طالبانو سره د توافق په چوکاټ کې استول شوي دي.
یاد کسان په یوه چارتر الوتکه کې د لایپزیګ له هوايي ډګره کابل ته ولیږدول شول.
د یادونې ده چې د تېر میلادي کال په اکتوبر کې د اروپايي اتحادیې ۲۰غړو هېوادونو په یوه ګډ لیک کې له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي وو چې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره عملي اقدامات وکړي چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.
د بریتانیا د «انډیپینډنټ» ورځپاڼې د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمینځ، نږدې ۳۰ زره افغانانو په بریتانیا کې د پناه غوښتنه کړې ده.
له اروپايي هیوادونو دافغان کډوالو د ستنولو مسئله په داسې حال کې رامینځ ته کیږي چې افغانستان تراوسه هم د هغو هیوادونو په سر کې دی چې د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه یې اتباعو ته پناه ورکوي.
د جرمني د ډي پي ای د خبري اژانس د جمعې د ورځې د رپوټ په اساس د ۳۶۱ زرو پناه غوښتونکو څخه په ۲۰۲۵ کال کې یې د اروپايي اتحادیې په هیوادونو کې د "ساتنې وضعیت" ترلاسه کړی ۲۷ سلنه یې افغانان دي .