د ملګرو ملتو په ملاتړ په خپاره شوي کلني راپور کې چې جمعه د ( اپریل ۲۴ مه) خپور شو راغلي دي چې پروسږوکال په ټوله نړۍ کې د خوړو له بحران سره مخامخ له دریو دوه برخې خلک د افغانستان او پاکستان په شمول په لسو هیوادونو کې اوسیدل.
د خوړو د بحران په اړه د نړیوال راپور له مخې، چې د ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې او بشري ادارو د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی جګړې او نښتې د سختې خوراکي ناامنۍ اصلي علت پاتې شوې دي. د دې ترڅنګ اقلیمي بدلون د لوږې او فقر سبب شوی دی.
راپور زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ د بنګله دیش، کانګو دیموکراتیک جمهوریت، میانمار، نایجریا، سودان، جنوبي سودان، سوریه او یمن هغه هیوادونه دي چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې یې ګڼ اوسیدونکي د خوړو له بحران سره مخامخ وو.
په دې راپور کې په افغانستان، بنګله دیش، سوریې او میانمار کې د یوشمیر هڅو ستاینه شوې ده چې د یومخ ویجاړیدونکي وضعیت د مخنیوي سبب شوې دي.
د راپور له مخې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د نړۍ په اووه څلویښت هیوادونو او سیمو کې شاوخوا دوه سوه شپږ شپیته میلیونه خلک د خوراکي موادو له شدید کمبود سره مخامخ وو چې دا شمیره د دوه زره شپاړسم کال په پرته نژدې دوه برابره لوړه ده.
دې راپور د نړیوالو مرستو د چټک کمښت خبرداری ورکړی او وایي که وضعیت همداسې و، روان میلادي کال به وضعیت بیا هم تیاره وي.
که اوسني واکمنان مشروعیت ترلاسه کړي، له افغانانو سره به مرستې زیاتې شيپوهاند بشیر دودیال
د اقتصادي چارو کار پوه او د پوهنتون پخواني استاد پوهاند محمد بشیر دودیال ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان اوسني واکمنان باید لاس پکار شي:
« که حاکمیت ځان ملي او نړیوال مشروعیت ته ځان اماده کړي دا به د دې سبب شي چې مرستې به پيل شي او د دې ترڅنګ به هغه تخصصي او مسلکي د کار نیرو چې له هیواده وتلې ده هغوی به بیرته په کار بوخت شي، موږ به پلانونه جوړ کړای شو؛ د لنډې مودې پلان، د منځنۍ مودې پلان او د اوږدې مودې پلان. د دې په نتیجه کې کیدای شي چې موږ سیلابونه، دریابونه، موږ اوبه، زراعتي مځکې دا ټول تر څه ناڅه پلان لاندې راولو او دا بیا په خپله پر اقلیم تاثیر کوي»
ملګرو ملتونو له افغانستان سره د بشري مرستو کمیدو ته په داسې حال کې اندیښنه ښکاره کړې ده چې د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ دفتر( اوچا) د جمعې په ورځ هم په ایکسپاڼه کې لیکلي چې افغانستان ته ستنیدونکي کډوال له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي او کومې مرستې چې له دوی سره کیږي هغه بسنه نه کوي. اوچا ټینګار کړی چې له دې کډوالو سره باید دوامداره مرستې وشي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې د روان میلادي کال تر اخره به شاوخوا دوه میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شي چې دا کډوال به د افغانستان د کمزوري اقتصاد بار نور هم دروند کړي.